کور / راپور / دافغانانو دانتګراسيون او کلتور ټولنه-ویانا : د ګیکا عمومي غونډه

دافغانانو دانتګراسيون او کلتور ټولنه-ویانا : د ګیکا عمومي غونډه

په اتریش کی د افغانانو د انتګراسیون او کلتور ټولنی عمومی غونډه د یکشنبی د مارچ په اوومه  د ویانا د ښار د  نهمی ناحیی د جشنونو په صالون کی د یو زیات شمیر میشتو افغانانو په ګډون جوړه شوه. غونډه د کلام الله د مبارک آیتونو په قرائت سره شروع او ورپسی د ټولنی مشر دوکتور مالیار د ټولنی د فعالیتونو مفصل راپور غونډی ته وړاندی کړ.

په غونډی کی د ټولنی د مشرتابه یو شمیر نوي غړي او د څانګو ځینی مسئولین د رایو په اکثریت انتخاب شول. په اتریش کی د افغانانو د انتګراسیون او کلتور ټولنه (ګیکا)  په غونډی  کی  د رحمن بابا مزار ته سپکاوۍ  او د پښتو د دی سترعارف قبر په بمونو الوزول یو لوی جنایت او ناځوانمردانه عمل او په کلکه وغندل شو د ګیکا ټولنه د پښتونخوا د امنیتی چارواکو څخه غوښتنه کوي چی د دی نه بښونکی جنایت عاملین ژر تر ژره پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري .

په غونډی کی همدارنګه د ټولنی د نوي ویب پاڼی ( افغان کور)  د محتویاتو په  باره کی د غونډی د ګډونکونکولخوا بحث وشو، د افغان کور ویب پاڼه به په نژدی راتلونکی کی د ګیکا د ټولنی  رسمي  ویب پاڼی په توګه په خپلو خپرونو پیل او په اتریش کی د افغانانو د ژوند د مختلفو فرهنګی اجتماعی او ادبی فعالیتونه به هغه کی انعکاس ورکړ شي.  

په اتریش کی د افغانانو د انتګراسیون او کلتوری ټولنه (ګیکا) عمومی غونډه چی د ماسپښین په  دوه و بجو  شروع شوی وو د  مازیګر په شپږو بجو پای ته ورسید. 
 
د ګیکا (GIKA)  د نشراتو څانګه

A-1210 Wien, Mühlweg 4           Tel.: 069913171305          e-mail: a.malyar@gmx.at