د امریکې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک حسین اوباما پرون د نیویارک تایمز خپرونې سره په خپله مرکه کې زمونږ د هیواد افغانستان د اوسنۍ وضعې په باب په دې معترف شو، چې مونږ په هغه هیواد کې جګړه وړلۍ نشو، او د وسله والو جنګیالیو یعنی د طالبانو د غورځنګ د (منځ لارې؟) ډلې سره باید د سولې خبرې اترې وشي. ورپسې په کابل کې د مستعمراتي حکومتي ادارې ګوډاګي مشر حامد کرزي هم د ولسمشر اوباما دغه نظر ته سم د لاسه هرکلۍ ووایه، لیکن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استاذي کای آیدې بیا وویل، چې وسله وال جنګیالي دې لومړۍ د افغان دولت اساسي قانون ته غاړه کښېږدي او بیا به مذاکرات ورسره پیل کېږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکایی ولسمشراوباما د څرګندونو په باب بی بی سی راډیو ته وویل چې، مونږ د مذاکرو لپاره خپل شرایط لرو. امریکایان تر اوسه پورې سولې او خبرو ته آماده ندي،امریکا باید خپله اشتباه ومني او خپلې عسکري قواوې دې له افغانستان څخه وباسي او یا دې د خپلو قوتونو د وتلو نیټه وښیي. دلته اوس مسله دغه ده چې، د ولسمشر اوباما په اټکل (منځ لاري یا نرم او پاسته) طالبان څوک دي، هغوی چیرته دي او په څه اخته دي؟. زه وایم چې د طالبانو جنبش پوره شپږ کاله په افغانستان حکومت وچلاوه او د دوی حکومتي مشر ملا محمد عمر آخوند وه.
تر اوسه پورې هیڅ طالب او هیڅ منبع ونه ویل چې د طالبانو عمومی مشر سیواء د ملا محمد عمرڅخه هغه بل پلانۍ دۍ. بله ډیره مهمه او بنسټیزه پوښتنه دغه ده چې اوس په افغانستان کی د دولت او بهرنیانو پر ضد څوک جګړه کوي؟ د دې جګړه ایز حرکت مشري څوک کوي؟ معلومه خبره ده چې دغه مشرتوب ملا محمد عمر کوي. او دهغه سره باید مذاکره وشي. یو بل افغان سیاسي کارپوه فضل الرحمن اوریا بیا وایی چې، ټول طالبان منځ لاري دي او دې اوسني جګړه ایز حالت دوی سختو اعمالو ته رایستلي دي او تر څو چې په هیواد کی یوه سالمه حکومتی اداره جوړه نشي، طالبان په اصلي شکل خبرو ته نه حاضرېږي. زما په تحلیل د اوسنۍ دولتي ادارې اراکین لکه حامد کرزی او د جمعیت ډله چې احمد ضیاء مسعود یې په حکومت کې استاذي توب کوي، هغه او نورو هغه ته ورته سیاسی څیرو ته د طالبانو مشر ملا محمد عمر په هیڅ ډول، خبرو ته نه حاضرېږي. زه د اوریا د نظر سره موافق یم که یو نوی ملی حکومتی اداره په افغانستان کی رامنځ ته کیږي او ډیرمحترم او صالح کسان په کی ګډون کوي، بیا طالبانو سره د خبرو امکان هم وسیع کیږي.
زه د افغانستان د یوه فرد په توګه د ولسمشر اوباما د سولې او خبرو دې نظر ته هر کلۍ وایم. ما پخوا هم ویلی چې د افغانستان مسله بهرنیان په زور نشي حل کولاي. د هر افغان لومړنۍ انسانی او اسلامی دنده ده چی د خپل وس په انداز کې د سولې لپاره خپل غږ اوچت کړي. د امریکا او انګریز دولتونه باید د خپل منفی غرور له آس څخه راکوز شي. که دوی سبا په اصلي او اصولي شکل وسله والو طالبانو سره د خبرو د میز تر شا کښېني، نو غوره دغه ده چې نن دا کار په جدی او صادقانه ډول تر سره کړي. هم به افغانان د اضافه او بی مفهومه وژلو څخه وژغورل شي او هم به د دوی اتباء. د خبرو لپاره د باور وضعیت باید رامنځ ته شي، دا داسې چی، د طالبانو مشر باید د تور لست څخه ایستلۍ اعلان کړي، یو اړخیز او بیا باید دوه اړخیزه اوربند د فریقو ترمنځ تامین او عملا دې مراعات شي. د طالبانو سره په تفاهم کی د یو منځګړي دریم مسلمان هیواد او یا هیوادو اشتراک هم د خبرو د پیل په پړاو کې غوره کار دئ.
که زما دغه لیکنه طالبان لولي، دوی ته زما دغه وړاندیز دۍ، چی تاسو هم د سیاست سره سراو کار لرۍ، سبا به ملت او خدای ته ځواب ویونکي واست. خپل ملی او خدایی مسوولیت باید تل په نظر کې ولرۍ. د یوه بی ګناه افغان وژل، انتحار کول، د ښوونځي سوزول، د پل الوزول او سړک خرابول او داسې مسایلو ته ښایی، په اسلامي او وګړنیز پرنسیپ جدی پاملرنه وکړۍ. که داسی یوه واقعه کیږي، که تاسو دا کار نه وي کړئ، ښایی سمدستي د خپل ویاند له خوا افغان ولس ته خبر ورکړئ. د بیلګې په توګه همدا اوس د ګردیز ـ خوست ولایت په سړک د قیـړ اچولو کار پیل شوۍ، لیکن په هغه شرکت او مزدورانو باندې وسله واله حمله کیږي او وژل کیږي او دغه مهمه لار د پخیدو څخه پاتی کیږي. که تاسو طالبان دا کار کوۍ، زما په نظر تاسو د ولس ګټې په نظر کی نلرۍ، او که تاسو دا عمل نه کوۍ، باید سم دستی د واقعې نه پس خپل دریځ هیوادولو ته اعلان کړئ. د دې لیکنې په پای کې لوی خدای ته لاس په سوال یم چې، دغه ډیره کرغیړنه جګړه زمونږ په مظلوم ولس باندې پخپل حکمت او مهربانۍ سره د تل لپاره ودروې. آمین.