دافغانستان دملي ګوند د دوهمي کنګرې لپاره دنماينده ګانو دټا کلو په هکله دننګرهارولايت د ولايتي شورا ګوندي کنفرانس جوړ شو.
نيټه : 16/12/1387 کال
د دغونډي کار دقران کريم د څو مبارکو ايتونوچي دمحترم قاري صاحب فخرالله لخوا تلاوت شول اورسمادغونډي کار پيل شو.
دننګرهارولايت دولايتي شورا ګوندي کنفرانس ته (105) تنه منتخب نماينده ګان دعوت وو چي دهغي دجملي څخه (85) تنه ګډون کړي وو.
دغونډي اجندا:
1. دغونډي رئيسه هيئت او سکر تريت دانتخاب په هکله.
2. دننګرهارولايت دولايتي شورا يو کلني رپوټ په هکله.
3. دافغانستان دملي ګوند دوهمي کنګري لپاره دنماينده ګانو دټا کلو په هکله.
4. دننګرهارولايت دولايتي شورادغړو دټا کلو په هکله.
دننګرهار ولايت د ملي ګوند دولايتي شوراد ګوندي کنفرانس پريکړي :
1.دننګرهارولايت ولايتي شورا دګوندي کنفرانس دکار دښه تنظيم او پر مخ بيولو په منظور دغوندي رئيسه هيئت او سکر تريت درايو په اتفاق تصويب شو.
2.دننګرهارولايت دولايتي شورا يو کلني رپوټ چي دمحترم ايشان لخوا غوندي ته وړاندي شو دازاد بحث اوتائيدي ويناوو درايو په اتفاق تصويب شو.
3.دافغانستان دملي ګوند د د دننګرهارولايت دولايتي شورا دوهمي کنګري لپاره دنماينده ګانو وړاندي شوي لست په مورد په اړخيزه ټوګه بحث دنظرونو دڅر ګندولو وروسته درايو په اتفا ق تصويب شو.
4.دافغانستان دملي ګوند د دننګرهارولايت دولايتي شورا دغړو دانتخاب په هکله دپشنهاد شوي جدول د(35)کميت ديو سلسله پشنهادات اونظرياتو د وړاندي کولو او داوږد بحث
وروسته د رايوپه اتفا ق پشنهاد شوي جدول د (35) تنوپه کميت تصويب شو.
په هيواد کي د سراسري سوله ملي يوالي او واقعي ديموکراسي د تا مينولو په هيله !
ژوندي او مستحکم دي وي افغانستا ن !