د پكتيا ولايت په ښواك ولسوالۍ كې د آيساف ځواكونو په يوه پوځي موټر پسې بمي چاودنې، بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.
او وسله وال طالبان وايي، چې د دې ترڅنګ يې په پكتيكا ولايت كې هم د بهرنيو ځواكونو په څو موټرو پسې چاودنې كړې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن له غرمې وړاندې يې د پكتيا ولايت د ښواك ولسوالۍ په شبك تنګي نومي سيمه كې د بهرنيو ځواكونو د پوځي كتار يو موټر په بم الوځولى او پكې ټول سرتيري يې وژلي دي.
په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو مطبوعاتي دفتر پېښه مني او وايي، چې له امله يې د آيساف يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
ښواك د ګردېز او خوست ترمنځ د غځېدلې لويې لارې پر سر پرته غرنۍ ولسوالي ده او په دې او ورڅېرمه سيمو كې له دې وړاندې هم د بهرنيو او افغان ځواكونو پر پوځي كتارونو او هغو موټرو ډېر بريدونه شوي، چې خوست كې مېشتو بهرنيو ځواكونو ته خوراكي او نور توكي لېږدوي.
بل خوا وسله وال طالبان وايي، چې د پكتيكا ولايت په خوشامند ولسوالۍ كې يې هم د بهرنيو ځواكونو په درو پوځي موټرونو پسې بمي چاودنې كړې او پكې سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
خو په جنوب ختيځ زون كې د ناټو مطبوعاتي دفتر دا ادعا ردوي او وايي، چې تېره ورځ يې هلته داسې يو كس وژلى، چې د دوى په وينا د سړك پر غاړه يې ورسره ماينونه ځاى پرځاى كول.