کور / تازه خبرونه / خوست: د ښځو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

خوست: د ښځو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

خوست كې د ښځو نړيواله ورځ د يوې لويې راټوليدنې پرمهال ونمانځل شوه.
دغلته د ښځو چارو ادارې مسؤولينې وايي، سره له دې چې د تېرو څو كلونو په لړ كې يې په بېلابېلو برخو كې پرمختګونه كړي، خو اوس هم ډېرې داسې كورنۍ شته، چې خپلو لوستو ښځو ته هم له كوره د باندې كار كولو اجازه نه وركوي.
د اتم مارچ، يا ښځو نړيوالې ورځې په پلمه دا غونډه د خوست د حكومتي ميلمستون په ودانۍ كې جوړه شوې وه او پر يو شمېر ځايي چارواكو سربېره پكې د خوست په بېلابېلو ادارو كې كاركوونكو او كورنيو سلګونو مېرمنو برخه اخېستې وه.
د خوست د ولايتي شورا يوې استازې زهره جلال وويل، چې كه ښځې خپله همغږي ولري، نو د ټولنې نارينه به د خپلو حقونو منلو ته قايل كړي.
د خوست د ښځو چارو ريسې رؤګل ځدراڼ وويل، چې په تېرو څو كلونو كې يې د خوست په بېلابېلو سيمو كې د ښوونې، روزنې او كارموندنې په برخه كې د دغه ولايت زرګونو هغو كورنيو ښځو ته  زده كړې وركړې، چې عمرونه يې د ښوونځي له كچې لوړ وو.
خو د رؤګل په وينا سره له دې چې دا وخت خوست كې لسګونه زره نجونې ښوونځي لولي، لا هم داسې ډېرې كورنۍ شته، چې خپلو لوستو ښځو ته له كوره د باندې كار او دندې اجازه نه وركوي.
د دې په وينا خوست كې د ښځو كورنۍ ستونزې تر هر څه وړاندې د پام وړ دي، لكه د نجونو او كونډو مېرمنو له خوښې پرته د هغوى وادول او له واده وروسته تاؤتريخوالى.
له غونډې وروسته د خوست  مېشتو ښځو د لاسي صنايعو يو نندارتون او د همدوى له پاره يو عامه كتابتونه هم د حكومتي مېلمستون په نوي ودانۍ كې پرانېستل شول.