په هلمند کي د رحمن بابا په مزار کي د چاودني د غندلو په موخه احتجاجي غونډه وسوه
تيره ورځ ( د کب ١٧مه ) په مرکز لښکرګاه کي د يوې غونډي په ترڅ کي د رحمن بابا په مزار کي چاودنه وغندل سوه
غونډه د هلکانو په مرکزي ليسه چي جوړه سوې وه چي د ليسې د زده کونکو او ټولو ښوونکو په ګډون څه دپاسه ١٠٠٠ کسانو پکي برخه اخستې وه . په دې غونډه کي د هلمند د اطلاعات او کلتور ريس علي شاه مظلوم ياراو په هلمند کي د ځوانانو د عمومي مدير علاو الدين سلطاني ترڅنګ په هلمند کي د بست فرهنګي ټولني ، علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولني ، هلمند ادبي کلتوري ټولني غړيو هم ګډون درلود .
په غونډه کي د رحمان بابا په مزار کي چاودنه پر پښتنو يرغل وبلل سو او داسي کسان يې نه يوازي د پښتو بلکه د ټول انسانيت دښمنان وبلل
په غوڼده کي د موضوع اړوند شعونو تر څنګ د صوفي شاعر رحمان بابا شعرونه هم په ګډون والو ته واورول سوه
په غونډه کي د رحمان بابا پرشخصت ، شعرونو او تصوف باندي هم خبري وسوې .
په پاى کي ټولو په يوه ږغ پر دې خبره ټنګار وکړ چي بايد ددې کار عاملين سخته سزا وويني