حسد د يو نعمت د لرې كېدو په مانا دى، يانې حاسد دا تمه كوي، چې يو چاته د الله لخوا وركړل شوى نعمت بېرته لرې شي او نوموړى سړى ترې محروم او بې برخې شي.
په اسلام كې حسد او حاسد دواړه ډېر بد ګڼل شوي دي او مسلمانانو ته امر شوى، چې له حسد څخه ځان وساتي او حسد په اسلام كې حرام او ناروا دى.
الله خپل پيغمبر ته امر كړى، چې بايد د حسد او د حاسد له شر څخه پنا وغواړي.
پدې هكله په قرآن كريم كې دا سورت راغلى دى: (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ * مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ * وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ * وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ * وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ)
“من شر حاسد إذا حسد” مانا دا چې كله حاسد خپل حسد را ښكاره كړي، د خپل حسد سره سم عمل وكړي او محسود ته پرې ضرر ورسوي.
حسد او كينه څو درجې لري:
لوړه درجه: يو انسان دا خوښوي، چې د خپل مسلمان ورور څخه يې يو نعمت لرې کړي او هغه ترې محروم کړي او تل د خلكو په خوشاليو، نعمتونو او خوښيو دردمند كېږي، چې دا د حسد لوړه درجه او ګناه يې ډېره ده.
دويمه درجه : يو انسان له بل څخه د نعمت د لرې كېدو هيله كوي او هغه نعمت د ځان لپاره غواړي. دا ډول حسد هم حرام دی .
دريمه درجه: يو انسان د بل په څېر د ځان لپاره هم همغه نعمت غواړي او دا تمه نه كوي، چې ګواكي له هغه بل مسلمان څخه دې نعمت لرې او هغه دې ترې محروم شي. دا ډول لېوالتيا جايزه ده او دا حسد نه دى، بلكې هرڅوك كولاى شي، چې د بل په څېر ځان ته د يو نعمت هيله وكړي.
حسد كوونكى محسود ته هېڅ تاوان نه شي رسولاى او د ځان لپاره ډېر تاوانونه رسولاى شي، چې ځينې يې دادي:
۱- ګنهګارېږي، ځكه حسد حرام دى.
۲- له الله سره بې ادبي كوي، ځكه د هغه په مهربانۍ باندې تعرض كوي او الله په خپلو كړو وړو كې تېروتى بولي.
۳- تل غمجن وي، زړه يې كښانه او سرګردانه وي.
نو موږ ټولو مسلمانو وروڼو ته دا توصيه كوو، چې له حسد او كينې څخه ځان وژغوري، بلكي د خلكو په موجوده نعمتونو نور خوشاله شي، پدې سره به يې خپل زړه خوشاله او هم به الله ترې راضي او خوښ شي . مسلمانانو ته ښآيي چي د يوه نعمت ترلاسه کولو له پاره هڅه او کوښښ وکړي، چې الله نوموړي سړي ته تر هغه بل ښه او غوره نعمت وركړي .