د پاكستان د پاته كېدو يوازينۍ لاره په دغه هيواد كښي د مېشتو قامونو برابري ده
كه څوك غواړي چې پاكستان دي قائم وي نو هغه به د قامونو حقوق مني او د برابرۍ پر بنسټ به دلته مېشتو خلكو ته د ژوند كولو لاره هواروي
دا خبري د پښتونخواملي عوامي ګوندد جنوبي پښتونخوا ايالتي مشر عثمان خان كاكړ د كوټي ښار د هزارګنجۍ په سيمه كې دګوند هغې غونډي ته كړې دي چې په ګوند كې د شاملېدونكيو كسانو دپاره رابلل سوې وه
ښاغلي عثمان كاكړ ويلي دي چې د پاكستان د يوه ناكام رياست په جوړولو كې د پښتنو،بلوڅو،سندهيانواو سرائيكيانو هيڅ رول نسته بلكه د دې زمه وار د دې ملك واكداران دي چې تل يې د قامونو حقوق تر پښولاندي كړي او هغه يې د ژوند له بنسټيزو اسانتياوبې برخې ساتلي دي
هغه ويلي چې پاكستان د پنځو قامونو پر تاريخي مځكه جوړ دى چې په ټولو اختياراتواوحقوقو كې يې ټول قامونه د برابرۍ پر بنياد سره شريك او حقدار دي .خو د هغه په ويناله بده مرغه د دې هيواد واكداران له لومړۍ ورځې د قامونو د حقوقو له منلو ډډه كوي او د هغوي له استحصال څخه لاس نه اخلي
هغه په ډاګه كړې ده چې كه پاكستان پر چا ګران دى او غواړي چې ويه يې ژغوري نو په دې هيواد كې به يو داسي نوى قانون جوړوي چې دلته مېشتو قامونو ته خپل حقوق وركړي او د پښتنو ملي تشخص ياني د پښتونخوا وطن وحدت ومنل سي او په دې خاوره كې د هر څه واك او اختيار د پښتانه قام په لاس كې وركړي
هغه په خپلو خبرو كې درحمان بابا پر مزار د سوي بريد په سختو ټكيو كې غندنه كړې ده او د دې كار د ترسره كوونكو د نيولو او هغوي ته د عبرتناكې سزا وركولو غوښتنه يې كړېده
هغه ويلي دي چې زموږ دښمنانو يو ځل ازاد او اتريخي افغانستان لوټي لوټي كړ او د هغه ځاي هر څه يې مه منځه يوړل او اوس يې زموږ د ملي شخصيتونو پر مزارونو مخه راكړېده
هغه زياته كړېده چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند تل د اسلام اباد له خوا په ازاد افغانستان كې د لاوهني په ګوته كونه او غندنه كړېده .نوموړي له ټول افغان ولس څخه خواست كړى چې د خپل وطن د سباوون په خاطر دي په را روانو د ولس مشرۍ په ټاكنو كې برخه واخلي
دغې غونډې ته چې په كې پنځوست تنه په پښتونخوا ملي عوامي ګوند ګډ سوي د عثمان خان كاكړ تر څنګ يو شمېر نورو كسانو هم ويناوي كړي دي چې ټولو په خپلو خبرو كې درحمان بابا پر مزار د سوي بريد غندنه كړېده او دا يې يو انسان اوپښتون دښمن عمل بللى دى