د ايتلافي ځواكونو له خوا يوه خپره سوې اعلاميه وايي چي په خطا كي يې دوه افغان پوليس وژلي دي.
ايتلافي ځواكونو د پېښي په اړه خواشيني څرګنده كړې او وايي دغه پوليس هغه وخت د كاپيسا ولايت په تګاب ولسوالي كي ووژل، چي د دوى ځواكونو د طالبانو يوه ډله تر څارني لاندي نيولې وه.
ايتلافي ځواكونو پر ولسي خلګو سربېره چي هره مياشت په لسهاوو كسان وژل كېږي، په ميدان وردګ، زابل او كندهار كي هم په ځينو پېښو كي افغان پوليس وژلي دي.