سپيني ماڼۍ اعلان كړى، چي د امريكا مرستيال ولسمشر جوزيف بايډن د ناټو سازمان مركز بروسلز ته ځي.
سپيني ماڼۍ بروسلز ته د ښاغلي بايډن د سفر هدف د ناټو له استازو سره د افغانستان او پاكستان په باب د امريكا پر نوې پاليسي بحث په ګوته كړى دئ.
دا په يوه مياشت كي د ښاغلي بايډن دوهم سفر دئ، چي اروپا ته يې كوي.
تېره اونۍ د امريكا د بهرنيو چارو وزيري هيلاري كلنټن هم د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه كي ګډون وكړ، چي هلته د مارچ په آخره يا د اپرېل په سر كي د افغانستان دپاره د يوه نړيوال كنفرانس د ګډون غوښتنه وكړه.
فرانس پريس آژانس د سپيني ماڼۍ د يوه چارواكي په حواله خبر وركوي، چي د ښاغلي بايډن دغه سفر هسي د خولې خبره نه ده، بلكي هغه په چدي توګه غواړي چي له ناټو څخه په افغان ماموريت كي د ګډون او همكارۍ ټينګي ژمني ترلاسه كړي.
د فرانس پريس آژانس د راپور له مخي ښاغلى بايډن به د دوشنبې په ورځ بروسلز ته ورسېږي او په سې شنبه به د ناټو د ۲۶ غړو هيوادونو له استازو څخه په جوړه سوې غونډه كي ګډون وكړي.