د مومند ایجنسۍ په عائشه کورونه او بنګلو نومې سیمه کې د امنيتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۱۴ امنیتی عسکر وژل شوي دی ، د راپورونو له مخې د عائشه کورونو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ۷ عسکر ځای په ځآی ووژل شول اوګڼ شمزر نور طالبانو وتښتول ، وروستي راپورونه وایی چې طالبانو له تښتول شويو عسکرو څخه ۷ تنه نور هم وژلي دي او ګڼ شمېر نور اوس هم د طالبانو په واک کې دي ، په ورکو شويو کسانو کې د مومند ایجنسې د یکه غونډ سيمی تحصیلدار هم شامل دی.