د پښتونخوا ايالت د سوات ولسوالۍ سره تر جوړجاړي وروسته د پښتونخوا ايالتي چارواكو ۱۲ طالب بنديان خوشي كړل.
ايالتي چارواكي وايي دغه بنديان يې د طالبانو له خوا د حكومت سره د سولي د لاسليك سوي تړون پر اساس خوشي كړل.
د سوات طالبانو تېره مياشت د مولانا صوفي محمد په منځګړتوب له حكومت سره سوله وكړه، چي په مقابل كي يې طالبانو له وسله والي مبارزې لاس واخيست او حكومت په سوات، ملكنډ او هزاره ډيويژن كي د اسلامي شريعت د نفاذ، له يادو سوو سيمو څخه د پوځيانو د وتلو او طالب بنديانو د خوشي كېدو ژمنه ورسره وكړه.