د بلوچستان ايالت د نوشكي په ولسوالۍ كې ايران ته دننوتلو په تور كې نهه شپېته افغان نيول سوي دي
د مالوماتو له مخي د ايف سي په نامه د پاكستان دامنيتي ځواك غړيو د بلوچستان ايالت د نوشكي ولسوالۍ د ماشكېل په سيمه كې چې له ايران سره پر پوله پرته ده نهه شپېته افغانان نيولي دي
د دولت له خوا په وركړل سوي خبر كې پر دغو نيول سويو نهه شپېته تنه افغانانو دا تور لګېدلى چې ګواكې دوي په بې قانونه توګه له پاكستان څخه ايران ته د ننوتلو هڅه كوله
په دې اړه دا چې نيول سوي كسان اوس چيري او په څه حالت كې دي څه نه دي ويل سوي