د يكشنبې په ورځ د كندهار ښار نيژدې ټول مركزي بازارونه تړلي دي، په ښار كي د نورو ورځو په تناسب ګڼه ګوڼه لږ او په ډېرو ماركېټونو كي د نبوي ميلاد په وياړ خيراتونه كېږي.
د ربېع الاول ۱۲ – مه نېټه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د زېږېدو او تر ۶۳ كاله ژوند وروسته له دنيا څخه د رحلت ورځ ده، چي هركال د نړۍ په ګوټ – ګوټ كي د مسلمانانو له خوا د خيراتونو، غونډو او نعتيه پروګرامونو په جوړېدو سره لمانځل كېږي.