د امريكا جمهور رئيس باراك اوباما وايي په افغانستان كي مېشت پوځي جنرالان يې په دې هڅه كي دي چي د دولت د مخالفو وسله والو په منځ كي داسي كسان ومومي چي د افغانستان له حكومت سره خبرو ته تيار وي.
ولسمشر باراك اوباما د نيويارك ټايمز له ورځپاڼي سره په مركه كي ويلي، چي له دې عمليې څخه په عراق كي هم كار اخيستل سوى دئ، چي د هغه ځاى منځلاري مخالفين يې د القاعدې له سخت دريځو ليكو څخه بېل كړل او له حكومت سره سولي ته يې وهڅول.
ولسمشر باراك اوباما وايي دوى د افغانستان د حكومت او منځلارو طالبانو ترمنځ د خبرو ملاتړ كوي.
تر دې دمخه د افغانستان د جمهور رئيس او د ناټو مشر هم له طالبانو سره د خبرو اترو له پروسې ملاتړ كړى دئ، خو دا لومړى ځل دئ چي د امريكا ولسمشر په ډاګه له منځلارو طالبانو سره د خبرو موضوع راپورته كوي.
بلي خواته طالب وسله والو د ولسمشر كرزي له خوا د سولي وړاندي سوو غوښتنو ته غوڅ جواب وركړى، چي ترڅو بهرني ځواكونه په افغانستان كي وي، دوى له حكومت سره خبري نه كوي.