کور / تازه خبرونه / د هلمند ولايت 300 پوليس خدمت ته چمتو شول

د هلمند ولايت 300 پوليس خدمت ته چمتو شول


د ناټو عامه اړيکو دفتر لخوا لراوبر ته په لېږل سوې خبرپاڼه  کي راغلي چي له 300 نه ډېر شمېر پوليس د بنسټيزو او مسلکي زده کړو نه وروسته دې ته چمتو شول چى د نادعلى، گرشک او لشکرگاه ولسواليو کې امنيت ټينګ کړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي دغو افسرانو د ولسواليو تمرکز په پروګرام کې د اتو انيو لپاره ګډون وکړ. دغه پروګرام چى د شپږم ځل لپاره ترسره کېږي د کورنيو چارو وزارت او د امريکې د متحده ايالتونو د وزارت لخوا پر مخل بيول کېږي.
کله چى دغه افسرا خپلو موقيعتونو ته خپل ولايت ته وګرځېدل، د هلمند ولايت د امنيې قوماندان ښاغلي شېرزاد ورته مډالونه ورکړل.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندان ښاغلي شېرزاد وويل: اوس هلمند ولايت 300 پوليس چى نوې روزنې يې ترلاسه کړي دي لري، هغوي د هلمند ولايت کې د سولې او د امنيت د ټينګښت لپاره به خدمت وکړي.
ټاکل شوې ده چى په راتلونکو اونيو کې 150 اضافى پوليس چى 50 د سنګين ولسوالۍ څخه او 100 نور يې د گرمسېر له ولسوالۍ څخه د ولسواليو په تمرکز پروګرام کې د نوموړو سرتېرو تقويت لپاره ګډون وکړي.