په پېښور كښې دافغان كونسلګرۍ دفرهنګى چارو مشر محمد ظاهر بابرى اود پښتونخوا دكلتور وزير سيد عاقل شاه نن ماښام مهال درحمان بابا دزيارت څخه كتنه وكړه او هلته ئې ديو شمير خبريالانو په ملتيا اعلان وكړ چي دافغانستان حكومت به يوځل بيا رحمان بابا زيارت په عصري بڼه جوړ كړي .
همدارنګه د پښتونخوادكلتور وزير سيد عاقل هم دخپل صوبائي حكومت په استازيتوب درحمان بابا دزيارت دبيا جوړيدو اعلان وكړ.
د يو بل خبر له مخي په پښتونخوا صوبه کښي د رحمان بابا پر مزار د نامعلومو وسلوالو بريد چي د حوت پر ۱۵ مه ورځ سهار پنځه بجې يې تر سره کړ، سخت غندل سوئ دئ :
درحمان بابا مزار چي د پېښور د هزارخوانۍ په سيمه کي موقعيت لري په لومړي ځل په 1956 ميلادي کال د افغانستان د پښتو ټولني له خوا جوړ شوئ و، چي پرې ګومبز او منار جوړ کړئ و، چي وروسته د نه پاملرني له لامله ويجاړ شوئ و او بيا په پېښور کښي د فرهنګتون د مشر محمد ظاهر بابري په هلو ځلو د اطلاعاتو کلتور د وزارت له خوا د دوو مياشتو پر مهال په ښه او عصري توګه جوړ شو، چي په کي دمرمرو ښکلي ډبري وکارول شوې .
د بنسټ ډبره يي د 2008 کال د جولاى په 27 د پښتونخوا صوبي د لوبو او کلتور د وزير سيد عاقل شاه او په پېښور کي د کلتوري څانګي د مشر محمد ظاهر بابري او د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر کتونکي عبدالروف قتيل خوږياڼي له خوا کېښودل شوه او د قبر د رسمي پرانستي ته د انتظار شېبي څارل کېدلې، چي په پايله کښي يې د حوت پر ۱۵ مه (د مارچ ۵ مه ) سهار ۵ بجي د نامعلومو وسلوالو دغه قبر په چاويدونکو موادو والوزول سو .