کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا ډول بې غيرته حملې زموږ تاريخ نه شي ورانولائ

دا ډول بې غيرته حملې زموږ تاريخ نه شي ورانولائ

د رحمان بابا نوم به تل په تاريخ كې ژوندى وي، او ټولو افغانانو ته به د وياړ او افتخار نښه وي .


د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه


د لراوبر افغانستان البونه


د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه


په دې وروستيو كې په پاكستان او افغانستان كې وژنې، ګواښنې، تښتونې، ځانمرګي بريدونه، او چاودنې تر ټولو وختونو ډېرې شوې دي، هره ورځ په وزيرستان، پېښور، باجوړ، سوات، او نورو ورته پښتون مېشته سيمو كې دا بدرنګې كلمې (وژنې، ګواښنې، تښتونې، ځانمرګي بريدونه…) اورېدل كېږي. چې يا يې طالبان مسؤليت په غاړه اخلي او يا هم نورې تش په نامه اسلامي ډلې چې كارونه د نورو لپاره كوي او بدنامي يې مسلمانانو ته رسېږي. پوښتنه دلته پيداكېږي چې آيا په رښتيا به هم پاكستان په دومره ځواكمن پوځ سره نشي كولاى چې په سوات او نورو يادو شوو سيمو كې د طالبانو او نورو دا ډول كسانو مخه ونيسي. نه هېڅ كله هم نه، هېڅوك به دا ونه مني چې په دې ناامنيو كې د پاكستان حكومت لاس نه لري په دې اوس هر څوك پوهېږي چې حقيقت څه دى!!!

د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه

د دې اخ و ډب په بهير كې دا دى د روان ۲۰۰۹ زېږديز كال د مارچ په پنځمه په پېښور ښار کې د پښتو د وتلي شاعر او ليکوال عبدالرحمان بابا پر مزار توغندويي بريد وشو. چې د بريد په پايله كې د رحمان بابا د مزار ډېره برخه په پوره ډول ورانه شوه. د رحمان بابا مقبره چې شمالي پښتونخوا ته نژدې په بهادر كلي ده، په ۲۰۰۸ كال كې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي او تخنيکي مرستې سره په ښايسته بڼه رغول شوې وه. اوس كه دې بريد ته پام وكړو څرګندېږي چې په دې بريد سره بريدګره ډله غواړي چې په خپلو بې غيرته هڅو سره د يوه ملت او قوم له تاريخ سره جفا وكړي.

د رحمن بابا د مزار په ويجاوړولو په پاكستان او افغانستان كې يوه د خپګان لويه څپه راڅرګنده شوه. او نوموړى كار ته د يوې لويې بې غيرتۍ نوم وركړل شو. د افغانستان د اطلاعاتواو کلتور وزارت په خپله يوه اعلاميه کې د ټول افغان د صوفي شاعر رحمان بابا پر مزار د افراطيانو حمله په کلکه وغندله او د هغوى دا عمل يې له فرهنګ او تمدن سره دښمني وباله.

د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه

د ستر عارف او صوفي شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کښي چاودنه

 

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په اعلاميه کې ويل شوي: زموږ د فرهنګ او تاريخ دښمنانو زموږ پر يو بل تاريخي وياړ يرغل وکړ او د منل شوي شخص او درانه رحمان بابا مقبره يې ويجاړه کړه.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت زياتوي چې دغه ډول بې غيرته حملې زموږ د تاريخ پر زرينو پاڼو ګرد نه شي غورزولى. د فرهنګ وزارت په خپله خبر پاڼه كې دا هم زياته كړې چې دوى به د تېر كال په څېر بيا هم د خپل صوفي شاعر رحمن بابا مزار په ښكلې بڼه جوړ كړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د ستر عارف او شاعر عبدالرحمان بابا په مزار کې چاودنه نه بخښل کېدونکى جنايت بللى نوموړي په يوه اعلاميه كې ويلي دي، چې دى دغه عمل په کلکه غندي او دا د سيمې د مسلمانو ولسونو پر ضد د دسيسې ادامه بولي.

كه دې ظالمانو دا كار د هرې موخې په توګه وكړ خو دا يوه د نه بښلو ګناه ده. دا كار كه هر چا كړى وي ډېر بې غيرته او ډېر بې شرافته كار يې كړى. دوى به هېڅ كله هم په وياړ او لوړ سر ونه شي ويلاى او نه به د دې كار مسؤليت په غاړه واخيستلاى شي. ځكه چې دوى له يوه ژوندي او ځواك لرونكي شخص سره جكړه نه ده كړې بلكې له يو مړي او مقبرې سره جنګېدلي دي. دوى به په خپلو منځو كې هم يو بل ته شرمېدلي وي او له يو بل څخه به په دې كار شرمېږي.

په پاى كې ويلاى شو چې دوى كه هر څومره هڅه وكړي چې د يوه ملت او قوم تاريخ او ټبر ته په بده سترګه وګوري او د هغه آثار او تاريخ له منځه يوسي خو دوى به په دې ډول سره د يو قوم آثار او تاريخ له منځه يو نه شي وړاى. د رحمان بابا د زيارت په ورانولو سره به دوى د رحمان بابا دروند نوم او نښان له منځه يو نه شي وړاى بلكې د هغه نوم به تل په تاريخ كې ژوندى وي، او د وياړ او افتخار نښه به وي.