کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دواک د تشي په خاطر ښايي يوناما رېفرنډم په لار واچوي

دواک د تشي په خاطر ښايي يوناما رېفرنډم په لار واچوي

د څو ورځو راپدېخوا د اساسي قانون نه په ناوړه ګټي پورته کوړلو سره سياسي ډلو او ولسمشر په افغانستان کي يو کړکېچ رامنځ ته کړى، چي خلک او نړيواله ټولنه ورته هک هېښ پاتي دي، دوى دواړه سياسي ډلي او ولسمشر اساسي قانون دسياسي    حربي په توګه   کاروي .


دا په داسي حال کي ده چي د امريکا داضافي سرتېرو  دراتګ په غبرګون کي طالبانو په خپلو تشکيلاتو او و سلو کي بد لون راوستى دى، د طالبانو مشر ملا عمر په دي وروستيو کي دپاکستاني طالباني ډلو ( صوفي محمد، دده ز وم ملا فضل الله، ملا نذير، بيت الله محسود، حافظ ګل بهادر،ازبک طالبانو  طاهر يلداش)سره په سر خوځولو ژمن شو چي نور به په پاکستان  او پاکستاني پوځ باندي بريدونه، نه کوي او د جهاد مخ به بياهم دغم لړلي افغانستان په لور وي. که په پاکستان کي هم کوم عمل ترسره کوي هغه به د بهرنيانو پر ضد ولوکه لوبغاړي وي، يا در حمن بابا زيارت   ترسره کړي، بلخوا د  افغاني طالبانو په ليکو او قوماندانانو کي يي لاندي بدلونونه منځ ته راوړل، ملا داود د کابل ولايت نظامي مشر، مولوي شمس الدين د بدخشان او تخار نظامي مسوول او د شمال ختيځ زون منتظم، مولوي اسماعيل د غزني نظامي چاروسموونکى، احمد طهه قادري د ميدان وردګو نظامي چارواکى او والي ،مولوي دوست محمد دنورستان ولايت والي او د چارو سمبالونکى ، مولوي عبدالرحيم د کونړ ولايت د  طالباني چارو مسوول، قاري احسان الله بريال د کاپيسا والي او مير احمد ګل هاشمي حقاني د امريکايي ځواکونو پر ضد د چټک غبرګون مشردلوګرلپاره وټاکل شول، ضمناً د طالبانو مشرتابه انوا رالحق مجاهد د مولوي عبدالکبير پر ځاى وټاکه.


دي سره جوخت امريکايي وتلي دموکرات جان مورتا په دي وروستيو کي رسنيو ته اعلان وکړ چي ((   افغانستان په ٦ لکو سرتېرو ارامېداى شي . ))
نو له پورتنيو ټکو دا ښکاره بريښي چي راتلونکى پسرلى به افغانستان د جګړو تر ټولو تود ډګر وي، همداراز د  طالبانو ډېري لښکر همدا اوس په ايم ١٦ امريکايي نوي ټوپک ځيني نوريي په دوربين والا امريکايي ټوپکونو، سام ٧ توغندي، د قناس په نوم وسله او د SPG9 په نوم ګريس بند وسلو سمبال شوي دي .


پورتنيو مسئلو ته په کتني سره د ملګرو ملتونو د سياسي همغږي اداري يوناما ته ضرور ده چي په افغانستان کي د واک د تښي له منځه تلو په خاطر او دا چي افغانستان کي يوناورين منځته رانه شي اړينه ده چي يو رېفرنډم ( ټول پوښتنه) په لاره واچوي ددي ټول پوښتني په ترڅ کي به د خلکو له خوا دري پوښتنو ته ځواب ورکول کيږي .
آيا دکرزى واک دي دري مياشتي نورهم وغځول  شي؟
آيا دري مياشتني لنډ مهاله حکومت دي جوړ شي؟
آيا د مشرانو جرګي مشر دي په دي دري مياشتو کي حکومت وکړي؟


کېداى شي د رېفرنډم د پوښتنو پاڼي يواځي په کابل ښار کي چي د افغانستان پنځمه برخه خلک پکي مېشت دي ووېشل شي او بيا د ټاکلو مرکزونو له خوا راغونډي شي او دا امکان هم شته چي د ولاياتونو په مرکزونو کي د چورلکو له لاري و ويشل   او بيا دولايتي مرکزونو له لاري راغونډي شي .
 ددي لپاره چي  دا رېفرنډم روڼ او شفاف وي کېداى شي له يوناما سره يواځي دافغانستان د ټول معارف ښوونکي مرسته وکړي او ددي مرستي په مقابل کي له هغوسره نغدي مرسته وشي .
که چيري په دي ټول پوښتنه کي خلک   لنډ مهالي دوري ته د صحيح يا ټک مارک نښه غوره کړي نو په هغه صورت کي دادوره غځيدلي هم شي ، ځکه لا  له اوسه داسي ښکاري چي نړيواله ټولنه دټولټاکونولګښت چي ٢٢٣ميليونه ډالره کيږي ، په دي موده کي نه شي ورکولاى .raoufliwal@yahoo.com