کور / تازه خبرونه / اېران: د امريكا پر بلنه غور كوو

اېران: د امريكا پر بلنه غور كوو

د اېران د بهرنيو چارو وزارت وايي د امريكا د متحده ايالاتو پر هغه غوښتنه غور كوي، چي د افغانستان په باب په نړيوال كنفرانس كي د ګډون په خاطر يې ځني كړې وه.
د اېران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متكي وايي حكومت يې پر دې باندي غور كوي، چي هلته ګډون وكړي كه يا.
خو د افغانستان د سياسي چارو كارپوه احمد سيدي د آزادۍ راډيو ته وويل اېران د امريكا له خوا دغسي يوې بلني ته لړمكي دئ او ډېر ژر به د ګډون اعلان وكړي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزيري هيلاري كلنټن د پنجشنبې په ورځ د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه كي چي په بروسلز كي جوړه سوې وه، وړانديز وكړ چي د مارچ پر ۳۱ –مه دي د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د سياسي ثبات او پرمختګ دپاره يو نړيوال كنفرانس جوړ سي او ګاونډي هيواد اېران ته دي هم د ګډون بلنه وركړه سي.