د سري لنکا پر کرکټ لوبډلي بريد کي عيني شاهدان وايي (( د حمله کوونکو عمرونه تر ٢٠ – ٢٥ لوړ نه وو)) .
لبرټي څلور لارى يوه د ګڼي ګوڼي سيمه ده او دلته شپه او ورځ زياته ګڼه ګوڼه وي . په دې سيمه کي کورونه د ښار لوى مارکيټونه او د نورو ادارو دفترونه سته .
محمد زاهد
د لبرټي څلور لاري ته ډير نژدې په يوه پلازه کي اسيدونکى سلمان محمد زاهد:
هغه د خپل کور د کړکۍ څخه دا واقعه ليدلې ده او د هغه په خبره چي بريد کوونکو په پرله پسې توګه ١٥ دقيقې ډزي وکړې او دهغه په وينا د دې ډزو شدت داسي اټکل کيدى لکه د پاکستان او هندستان جنګ چي وي . هغه دا هم وويل چي بريد کوونکو په منډه منډه تلو سره ډزي کولې .
حاجي فضل رحمان
حاجي فضل رحمان د يو موټر چلوونکى دى .
د ډزو په وخت هغه د لبرټي څلور لاري څخه د تيريدو په حال کي وو د ډزو په ترڅ کي د هغه ويګن موټر هم لګيدلى دى په داسي حال کي چي نومړى خوندي پاته سو .
حاجي فضل رحمان ويل کله چي د قذافي لوبغالى څخه د لبرټي څلور لار ي طرف ته تلى نو هغه د ډزو ږغونه واوريدل ، کله چي هغه څلورلاري ته رسيږي ژوبل سوي پوليس ويني .
د هغه په وينا (( د څلور لاري څنګ ته يوه کوڅه وه ما هلته د ګرځيدو هڅه وکړه هلته هم د فوځيانو په څير دو کسان چي يونيوفارم يې په تن وو ولاړ وو هغوى کوڅې ته د موټر د راتلو د مخنيوي لپاره ډزي وکړي )) چي يوه ګولۍ دهغه په موټر کي ولګيده چي له امله يې د هغه د موټر د مخ هنداره ماته سوه . حاجي وايي هغه په بيړه د خپل موټر سره د کوڅې څخه لري ولاړى .
اصف محمود په ښوونځۍ کي د خپلو ماشومانو د پرېښودلو وروسته د سهارنۍ خوړلو په موخه لبرټي مارکيټ ته په لاره وو چي د بريد کوونکو سره مخ سو او د هغه په خبره په لبرټي څلور لاري کي د بريد کوونکو موټر ته دومره نژدې سو چي دده د موټر هنداره د بريد کوونکو له موټر سره و جنګيده د هغه په خبره چي د بريد کوونکو څخه يوه يې ده ته ښکنځل هم وکړه او يوه بل کس په پښتو خبري کولې
عثمان
تنکى ځوان عثمان د هغو کسانو څخه يو دى چي بريد کوونکي يې د ډزو کولو پر مهال ليدلي دي . هغه د پيښي په اړه وويل چي هغه د خپلي خور سره پر موټر سايکل روان وو چي د زډو ږغونه يې واوريدل او بيا هغه څلور تنکي ځوانان د زډو کولو پر مهال وليدل د هغه په خبره چي څلور بريد کونو ړندې ډزي کولې .