کور / تازه خبرونه / چين په ۲۰۰۹ كال به مو اقتصاد بيرته وغوړېږي

چين په ۲۰۰۹ كال به مو اقتصاد بيرته وغوړېږي

د چين حكومت وايي په ۲۰۰۹ كال كي به يې د هيواد اقتصاد له ركود سره سره نهه فيصده لوړ سي.
د چين صدراعظم وينجيابو خپلو هيوادوالو ته ډاډ وركړ چي حكومت يې ځيني داسي پلانونه تر لاس لاندي نيولي، چي له مخي به يې بېكاره خلګو ته كارونه پيدا سي، بندي سوي كمپنۍ به بيرته فعالي او سږكال به يې د هيواد اقتصاد نهه فيصده لوړ سي.
سره له دې چي د چين حكومت او نړيوالو اقتصادي موسساتو په ۲۰۰۸ كال چين له نړيوال اقتصادي بحران څخه خوندي ګڼلى وو، خو وروسته څېړنو څرګنده كړه چي د دغه هيواد اقتصاد هم د نړۍ د ډېرو غټو هيوادونو په څېر زيانمن سوى دئ.