كه كرنه له دوديز ډول څخه عصري ډول ته وايستلاى شي تر ډېرې اندازې به د خوراكي توكو له مخې پر ځان باوري شو
دا چې افغانستان يو كرنيز هېواد دى، چې اتيا سلنه خلك يې په كرنه او مالدارۍ بوخت دي، او په سلو کې ۱۲ د افغانستان ځمکي د کرنې وړ دي چې له هغې څخه اوس په سلوکې ۶ کرل کېږي، سره له دې په سلو کې ۵۲ ناخالص کورني توليدات د مالدارۍ او کرنې له لارې لاس ته راځي چې په عمده ډول غنم، جواري، وريجې، مالوچ، وچې او تازه مېوې، مغزيات، قره قل پوستکي او وړۍ دي.
سره له دې چې افغانستان په کرنيزه برخه کې تاريخي وړتيا لري او وګړي يې له پخوا څخه په دغه شغل بوخت دي، خو په دې وروستيو كلونو كې جګړه ييزو حالاتو د هېواد د نورو سكتورونو په څېر كرنې ته هم زيان واړاوه، او هم همدې ډول پرلپسې وچكالۍ هم د كرنې سكتور ته ډېر زيان اړولۍ، خو بيا هم په هېواد كې ځينې توليدي كرنيز توكي لكه ميوه جات، سبزيجات او نور لرو، چې له بده مرغه موږ د خپلو مېوو لپاره ماركېټ نلرو، كرنه مو په يوه ابتدايي ډول پر مخ ځي د سبزيجاتو او غله جاتو لپاره سم تخمونه، د حشراتو ضد درملونه او سرې نه لرو، چې له همدې امله زموږ كرنه په سم ډول پرمختګ نه كوي، كه چېرې دولت او بهرنۍ موسسې په دې اړه له بزګرو سره مرسته وكړي كولاى شو، د كرنيزو خوراكي توكو له مخې پر خپل ځان متكي شو، په همدې اړه مو د كرنې په برخه كې له ځينو چارواكو او د كرنې له پوهانو سره خبرې كړې چې تاسې ته يې د لوستو لپاره وړاندې كوو.
د كرنې او مالدارۍ وزارت سلاكار ښاغلى قهار سمين په عمومي ډول د هېواد د كرنې د ارزونې په اړه داسې وايي:
((افغانستان له ابتداء څخه يو دوديز زراعت درلود، داچې عصري بڼه يې نه درلوده خو بيا هم د وخت په تېرېدو سره، له دې ګډوډيو څخه مخكې زموږ زراعت او كرنه تر يو ځايه پورې ورسېده، تر دې چې د غنمو له پلوه موږ پر ځان متكي شوو، كله چې دا بدبختۍ او ګډوډۍ پيل شوې زموږ زراعت هم ورسره ډېر زيان وليد، خو اوس هم موږ ډېره هڅه كوو چې لږ تر لږه خپلو اهدافو ته ورسېږو، له دې ګډوډيو څخه مخكې د هېواد ټولو بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه او كوډ وركول كېدو، خو له بده مرغه په دې وروستيو وختونو كې زموږ بزګر نشي كولاى چې كوډ او اصلاح شوي تخمونه تر لاسه كړي، د زراعت او كرنې وزارت هڅه كوي چې خپل حاصلات لوړ كړي كرنه په نوې تكنالوژى عياره كړي، چې له دې لارې به وكولاى شو خپل حاصلات لوړ كړو. چې بيا به اړ نه يو چې له بهر څخه خوراكي توكي وارد كړو.))
ښاغلي سمين د بزګرانو ستونزې داسې په ګوته كړي، نوموړى وايي:
زموږ بزګران له اوبو څخه سرټكوي ټولو ته مالومه ده چې پرلپسې وچكاليو اوبه لږې كړې دي، كښتونو ته كافي اوبه نه رسېږي، د بېلګې په توګه كه غنم د كال په بهير كې پنځه ځله اوبولو ته اړتيا ولري، نو بزګر يې د اوبو د لږوالي له امله درې ځله هم نه شي اوبولاى، سم با كيفيته او اصلاح شوي تخمونه بزګرانو ته نه رسېږي، د كمياوي سرو قېمتونه ډېر لوړ دي او كيفيت يې ډېر خراب دى، چې بزګرو ته دا هم يوه لويه ستونزه ده، بله ده چې بزګران د دې توان نه لري چې كوډ او يا هم اصلاح شوي تخمونه واخلي، نو له دې امله دوى يوې مرستې او كرېډېټ ته اړتيا لري، بله د يادولو وړ ستونزه چې راولاړه شوې داده چې په دې وروستيو څلورو كلونو كې للمي غنم نه دي كرل شوي. للمي غنم ډېر ارزښت لري ځكه چې د هېواد دېرش سلنه غنم للمي دي.
ددې پوښتنې په ځواب كې چې آيا دولت له بزګرو مرسته كړې كه نه؟ نوموړى وايي:
دولت په عمومي ډول له بزګر سره څه مرسته نه ده كړې، ځينې شركتونه شته چې تخمونه توليدوي، خو كيفيت يې ډېر ټيټ دى، چې له بزګر سره څه مرسته نه شي كولاى، دا بايد داسې تخمونه وي چې له هر چاپېريال سره توافق ولري، خو كه بيا هم بزګر د اصلاح شوي تخم په څنګ كې كوډ ونلري بيا هم كومه نتيجه نه وركوي، نو اړينه ده چې له بزګر سره د كوډ په برخه كې هم مرسته وشي. د بزګر بله لويه ستونزه د ځينو ناروغيو شتون دى چې دولت بايد د ناروغيو په كنټرول كې له بزګر سره مرسته وكړي، لكه ځينې بې كاره ګياوې چې د غنمو او نورو نباتاتو په منځ كې شنې كېږي بايد كنټرول شي.
دلته اړينه دا ده چې دولت څه كړي، دا چې بايد وشي دا بيا بېله مسله ده؟ نوموړى په دې اړه وايي:
((د كرنې وزرات تر خپلې وسې پورې هڅه كوي چې په دې لارو كې مرسته وكړي، خو دولت د بزګرانو د ستونزو په اوارولو نه دى بريالى شوى.))
نوموړى دولت له بزګر سره په مرسته كې پاتې بولي ددې پوښتنې په ځواب كې چې آيا ستاسې په نظر دولت تر اوسه له بزګر سره هېڅ ډول مرسته نه ده كړې؟ ښاغلى څرګندوي:
((كوم ډول همكارۍ ته چې بزګر اړتيا لري او د بزګر ستونزې اواروي نه ده ورسره شوې.))
په اوس وخت كې هېواد دوه نيم ميليونه ټنه غنم له بهره واردوي. د سمين د وينا له مخې، كه دولت له بزګر سره مرسته وكړي او كرنې ته پراختيا وركړل شي په راتلونكو پنځو كلونو كې به زموږ د كرنې عايد دومره لوړ شي، چې نوموړې اندازه غنم به په خپله توليد كړاى شو. نوموړى زياتوي:
((دا چې نن موږ دوه نيم ميليونه ټنه غنم له بهره واردوو كولاى شو په پنځو راتلونكو كلونو كې دا اندازه غنم په خپله توليد كړو او په خپله خودكفاء شو، كه دولت سم ګامونه واخلي په پنځو راتلونكو كلونو كې دا غنم له خپلو ځمكو ترلاسه كړاى شو، او بهر ته به اړتيا ونه لرو.))
دا چې موږ به دومره ځمكه ولرو چې دا دوه نيم ميليونه غنم توليد كړاى شو، نوموړى په دې اړه وايي:
((هو بالكل يې توليد كولاى شو.))
دا چې دكرنې په برخه كې كومې پروژې ډېرې اغېزمنې دي، څو دولت او يا هم موسسات هغې ته پام واړوي او په پلي كولو كې يې د پام وړ ګامونه واخلي؟ ښاغلى سمين داسې اشاره ورته كوي:
((په لومړي قدم كې د اوبو په برخه كې پروژې ډېرې د ارزښت وړ دي، چې موږ پوره اوبه ولرو، كه اوبه نه وي نو نه اصلاح شوى تخم كار كوي او نه هم د ښه كيفيت لرونكې سره، د كوچنيو بندونو او د اوبو د ذخيرو جوړولو ته اړتيا ده څو بزګر د اړتيا په وخت كې خپلو كروندو ته اوبه وركړي.
بله د پام وړ خبره د اصلاح شوو تخمونو ده، چې بايد بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه برابر شي، په درېيم قدم كې كوډ دى چې بزګر ته د اړتيا وړ كوډ وركړل شي. او يا يې په ارزانه او مناسبه بيه واخيستى شي.))
دې ستونزې ته په كتو سره چې موږ په دې ټيټه سطحه كرنه كې بيا هم توليدات بازار نه لري، د بېلګې په توګه زموږ مڼې اوس هم د سركونو په غاړه په پلاستيكونو كې يو من او دوه منه پلورل كېږي او هره ورځ له دې مڼو څخه يوه اندازه خرابېږي او غورځول كېږي، دا چې څه ډول به وكولاى شو چې خپلو مېوو او نورو توليداتو ته ماركېټ پيداكړو؟ ښاغلى سمين څرګندوي:
((موږ بايد لومړى دا مالومه كړو چې څوك زموږ محصولاتو ته اړتيا لري، چې په دې برخه كې د ارزښت وړ خبره داده چې د خپلو توليداتو كيفيت بايد لوړ كړو. دولت بايد له بهرنيو موسساتو او دولتونو سره قرارداد لاسليك كړي، لكه سږ كال چې انار په ډېره لوړه كچه بهر ته ولېږل شول، په همدې ډول د نورو محصولاتو په برخه كې هم هڅه وشي او په برخه كې يې له بهرنيو هېوادونو سره قرارداد لاسليك شي. خو مهمه خبره د سردخانو ده چې بايد ويې لرو څو مو مېوې تر ډېره وخته وساتل شي، زموږ مېوې د ساتنې ځاى نه لري، مڼې مو د سرك په سر په خلتو كې پرتې دي هره ورځ له هرې خلتې نه د خرابۍ له امله دوه او درې مڼې غورځول كېږي.كه سردخانې ولرو، بيا كه مېوه بهر ته هم صادره نه شي لږ تر لږه خو به دلته د يو څه وخت لپاره وساتل شي.))
نوموړى د مېوو د كيفيت د خرابوالي لامل ځينې ناروغى په ګوته كوي او په دې اړه زياتوي:
((د مېوو په برخه كې چې كومې ناروغۍ شتون لري هغه بايد كنټرول شي، يو ډول غوماشې چې دې ډول مېوو ته زيان اړوي بايد درملنه يې وشي او همدارنګه په خپل وخت بايد باغونو ته درمل وركړل شي.))
د كرنې په برخه كې بايد له بزګر سره د نوو بوټو، ونو، تخمونو او نورو توكو په برخه كې مرسته وشي، بزګرو ته بايد د نوو كرنيزو توكو د دودولو او رواجولو په برخه كې مالومات وركړل شي، څو بزګر پرته له هغو كرنيزو توكو څخه چې له پخوا څخه ورسره بلدتيا لري، نور څه هم وكړي، او د پرمختګ په لور ګام واخلي نه دا چې تل همغه څه چې له پخوا يې زده دي پرمخ يوسي، په دې اړه مو د كرنې وزارت د ترويج او تحقيق رييس او د كابل پوهنتون د كرنې پوهنځي استاد ښاغلى فضل الدين فضل پوښتلى چې نوموړى د كرنې د وزارت د ترويج او تحقيق په اړه وايي:
((د دي لپاره چې د افغانستان كرنه پرمختګ وكړي بايد چې د كرنې په علمي او معاصره تكنالوژي تكيه ولري، چې دغه معاصره تكنالوژي د علمي او تحقيقاتي مركز له خوا ورته برابرېږي.
تحقيق او ترويج له يو بل سره تړلي دي، نشي كېدلاى پرته له تحقيق څخه ترويج صورت ونيسي، چې د يو څه په اړه څېړنه ونه شي څه ډول به هغه رواج كړل شي. تحقيق او ترويج له بزګر سره ډېره مرسته كوي چې بزګر ته معاصره تكنالوژي وړاندې كوي، له نويو پرمختګونو سره يې آشنا كوي.))
ښاغلى فضل د ترويج په برخه كې ستونزې داسې په ګوته كوي:
((موږ د ترويج په برخه كې ډېرې ستونزې لرو. د دې لپاره چې ټولو بزګرو ته نوې او عصري تكنالوژي ورسېږي، بايد ترويج يو پراخ تشكيل ولري، د هېواد په ۳۷۱ ولسواليو كې بايد د ترويج يو واحد ولرو. او په هر واحد كې د ترويج پنځه مامورين ولرو، تر څو دا پنځه كسه له نژدې څخه په خپل ټاكلي وخت بزګر ته د ترويج په برخه كې مالومات ورسوي. خو كه موږ هر واحد ته پنځه مامورين وركړو نو د ټولو مامورينو اندازه له دوه زره او پنځه سوه كسانو څخه اوړي، خو په اوس وخت كې موږ په ټول هېواد كې شپږ سوه مامورين لرو، چې د ترويج په برخه كې موږ د مامورينو له لږوالي، د ودانيو له نشتوالي، او د ترانسپورټي وسايلو له نشتوالي سره مخ يو.))
د دې پوښتنې په ځواب كې چې، دوى د ترويج په برخه كې تر اوسه كوم د يادولو وړ كارونه ترسره كړي؟ نوموړي وويل:
((د كرنې وزرات له زرو څخه ډېر كاركوونكي مو د دوو اونيو لپاره روزنه وركړې، ما درته وويل چې موږ بايد په ۳۷۱ ولسواليو كې مامورين ولرو، خو موږ اوس په ولسواليو ۲۵۰ كې ترويجي واحدونه لرو، هغوى په خپلو محدودو امكاناتو له بزګر سره په تماس كې دي، دوى ورته د غنمو، جوارو، پختې، زعفرانو، مېوه جاتو او سبزيجانو په برخه كې لارښوونې كوي. تېر كال مو۲۵۰كسه بزګر د هېواد له غرب څخه شمال ته بوتلل، او له شمال څخه مو غرب ته بوتلل، او همدارنګه مو له شرقي سيمو نه شمالي سيمو ته بوتلل، په سيمه كې وګرځېدل، يو له بل سره يې نظريات او تجربې شريكې كړې، دوى خپله زموږ فعالتونه نظر هرې سيمې ته وكتل.))
دا چې د افغانستان كرنيزه برخه هم لكه د نورو برخو په ډول د پرلپسې جګړو له امله زيانمنه شوې، د كرنې وزارت د كرنې د پرمختګ لپاره يو پنځه كلن پلان جوړ كړى، چې په دې اړه ښاغلى فضل زياتوي:
((زراعت په دې دوه نيمو لسيزو جګړه كې ډېر لوى زيان ليدلى، د توليداتو كچه ډېره ټيټه شوې، اقتصادي زېربناوې لكه سرك، اوبه او نور له منځه تللي و، د كرنې د توليداتو كچه په دې دوه نيمو لسيزو كې ډېره ټيټه شوې وه، نو په اوس وخت كې د كرنې وزارت په لومړي قدم كې د كرنې د لومړيتوبونو لپاره يو زراعتي پنځه كلن ماستر پلان جوړ كړ، څو په كومه برخه كې په لومړي قدم كې بيارغونه صورت ونيسي. چې د دې ماسترپلان د عملي كولو لپاره يې له نړيوالې ټولنې څخه درې سوه ميليونه ډالره وغوښتل، ځكه چې كه دا پروژې عملي اړخ پيداكړي موږ كولاى شو، چې د كرنې وده په يوه پيمانه سره تضمين كړو. د كرنې په برخه كې ډېرې نړيوالې موسسې او شركتونه دي چې په دې پنځو شپږو كلونو كې له كرنې وزرات سره مرسته كوي. كه له بزګر سره سمه مرسته وشي، كه بارانونه وي او د توليد عوامل په مناسب وخت بزګر ته وركړل شي، نو په راتلونكو پنځو كلونو كې به د كرنې له پلوه خودكفاء شو او بيا به بل چا ته اړتيا نلرو.))
د افغانستان د كرنې د پراختيا په اړه مو غوښتل د كرنې او مالدارۍ له ښاغلي وزير آصف رحيمي سره يو مركه وكړو خو له بده مرغه دا چې له هغوى سره د هغوى د وخت نه درلودو له امله ونه توانېدو مركه وكړو.