طالب جنګياليو تېره شپه د پېښور په شمال لوېديځ سيمه د ډيويډ او سيډي ۱۶ دكانونه په بمونو والوزول.
د فضل محمود په نوم يوه ځايي پوليس اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي په دې چاودنو كي چاته ځاني زيان نه دئ اوښتى خو د ډيويډي او موزيك پيتو ۱۶ دكانونه يې نړولي دي، چي له امله يې د لكونو روپو تاوان اوښتى دئ.
دا په داسي حال كي ده چي تېره شپه د پېښور په هزارخانه كي د پښتو د كلاسيك شاعر عبدالرحمان بابا زيارت هم په بمونو الوزولى وو.
دغه زيات څلور لسيزي وړاندي په لومړي ځل د افغانستان د پښتو ټولني او بيا تېر كال د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا په اساسي ډول جوړ سو.
كه څه هم طالبانو له تېرو دوو كالو راهيسي د پښتونخوا په سوات، ملكنډ او نورو سيمو كي څو ځله د سيډي او موزيك پيتو دكانونه په بمونو الوزولي، خو دا لومړى ځل دئ چي رحمان بابا غوندي يوه عارف شاعر زيارت په بمونو الوزول كېږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه