د افغانستان په پلازمېنه كابل او نورو يخو سيمو كي نوى تعليمي كال پيل سو.
د افغانستان د ښووني او روزني وزارت چارواكي وايي د كابل په اماني ليسه كي ولسمشر كرزي يوې غونډي ته وينا وكړه او نوى تعليمي كال يې هم د زنګ په وهلو سره پيل كړ.
ولسمشر كرزي په خپله وينا كي د حكومت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چي ښوونځي، استادان او شاګردان يې په نښه نكړي او پرېږدي چي افغان ماشومان د علم په ګېڼه سنګار سي.
بلي خواته د افغانستان د ښووني او روزوني وزارت له مخكي لا اعلان كړى، چي د افغانستان په جنوب غرب حوزه او نورو نا ارامو سيمو كي يې ۳۰ تړل سوي ښوونځي د ځايي مشرانو په وسيله له طالبانو څخه تر اجازې وروسته پرانيستلي دي او د دغه وزارت چارواكي وايي چي سږكال به په نا امنو سيمو كي ټول تړل سوي ښوونځي بيرته پرانيزي.