د افغانستان د انتخاباتو كمېسون د جمهوري رياست د ټاكنو په اړه د ولسمشر حامد كرزي د وروستي فرمان پلي كېدل ناممكنه وباله.
د چين د زيهنووا آژانس خبر وركوي، چي د انتخاباتو كمېسون د ښاغلي كرزي هغه فرمان د يو لړ ستونزو له امله رد كړ، چي ويل يې انتخابات دي د ثور په مياشت كي ترسره سي.
د انتخاباتو خپلواك كمېسون د جنوري په مياشت كي د جمهوري رياست ټاكني د امنيتي او اقتصادي ستونزو له كبله د ۱۳۸۸ كال د ثور له مياشتي څخه د ۱۳۸۸ كال د اسد ۲۹ – مې نېټې ته ځنډولي وې، چي په پيل كي ولسمشر كرزي د كمېسون د پرېكړي هركلى وكړ، خو وروسته يې مخالف سو.
د كرزي مخالفي ټلوالي له نوموړي څخه د انتخاباتو د ځنډ په صورت كي د استعفا او يوه انتقالي حكومت د جوړېدو غوښتنه كوله، خو ولسمشر كرزي نه غوښتل چي استعفا وكړي او په دې هڅه كي سو چي انتخابات بيرته پر خپل وخت ترسره كړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه