کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان دکړکېچ دسياسی حل پيدا کول

د افغانستان دکړکېچ دسياسی حل پيدا کول

ګرانو وطنوالو ! السلام عليکم و رحمة الله و برکاته
ستاسی د روغتيا او خوښۍ تردعاء وروسته.


لکه تاسي چی خبر ياست زه څه وخت دمخه د افغانستان دکړکېچ دسياسی حل د پيدا کولو په منظور امريکا، بيا اروپائي هيوادو او وروسته افغانستان او پاکستان ته ولاړم. په دغه تلاښ کی چی چيري چا يو پوه او دوطن په درد دردمن افغان راښوولی دی ورغلی يم. ددغه ورکي دپيدا کيدو په لار کی د مرستی لپاره تاسوته هم درغلم او د ګران هيواد د نجات په منظور می ستاسو نظر وغوښت. داځکه تاسی دوطن مغتنمه دارائې او د ياد څوک ياست. زه ستاسی له مېلمه پالنی او نيک نظر ډيره مننه کوم.


ما په دغه سلسله کی دننه او بهر په سوو کسان وليدل چي په هغو کي تاسو محترم، ښاغلو حامد کرزی، يو شمير وزيران، واليان، د شوری وکيلان، دپوهنتون استادان، ليکوالان، پوهان، قومي مشران او دجهاد رهبران هم شامل دی.  ما دا ټول معلوماتونه راټول او تنظيم کړل او دافغانستان دکړکيچ دسياسی حل په منظور مي د يو وړانديز خاکه ورڅخه ترتيب کړه. ستاسی سره مي وعده کړي وه چي دراټول سوی معلوماتونو نڅوړ به درسره شريکوم او چي کله مو دافغانستان دکړکېچ دسياسي حل يو نسبی فارمول پيدا کړ بيا به په ګډه د هغه دتطبيق او عملی کولو لاری پلټو. اوس زه غواړم دخپلی وعدې سره سم بيا ستاسو حضورته درسم او نه يوازی راټول سوی معلوماتونه درسره شريک او دغه وړانديز درته تشريح کړم بلکه دهغه د عملی کيدو په لار کی مو هم نظر وغواړم چي همهغسي بيا وکړو. زه خپل سفر دا وار له اروپائي هيوادونو په لاندی ډول پيلوم. په هرهيواد کي می دتماس لپاره تلفون هم ښوولی دی.




  1. فرانسه  (9 – 11 مارچ   Tel. +33 478 974 592


  2. جرمنی  (12 – 25 مارچ   Tel. +4915775568782, +491785607923 


  3. ډنمارک  (26 – 27 مارچ   Tel. +4560305500, +4531625912 


  4. سويدن  (28 – 31 مارچ   Tel. +46704928110, +4676215 8176 


  5. ناروې   (1-2 اپريل   Tel. +4763817286, +4790856195 


  6. هالينډ  (3 –4 اپريل  Tel. +31622303611


  7. بلجيم  (5-6 اپريل   Tel. +32 486842383 

زما د لاری په مسير کي چي هرافغان غواړی زما سره ووينی، زه يې په خدمت کي يم، تماس دی راسره ونيسې. او که د يورپ په کوم بل هيوادو کي محترم افغانان زما ددغه پروګرام سره علاقه لری او غواړې چي زه ورسم، د افغانستان په باب معلومات ورکړم او د حل وړانديز ورته تشريح کړم، په ډيره خوښې حاضر يم. زما سره دی په تماس کي سی .


Tel: 00447944573690      Email: farouqazam@hotmail.com


درناوي   بريالی اوسی