کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې په پاکستان کې د طالبانو د دریو ډلو ترمنځ د نوي ائیتلاف خبر ورکړې چې په افغانستان کې د جنګ لپاره منسجم کیږي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې دا نوې جبهه د ملا عمر د وروستۍ غوښتنې پر بنسټ شوې ده.

ورځپاڼې په افغانستان کې روان حالات هم څیړلي او لیکلي دي چې د یوې شفافې ستراتیژۍ پرته دا ستونزې نه هواریږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په کابل کې د برښنا په اړتیا تبصره کړې  او لیکلي دي چې د برښنا د بهیر د بندیدو د مخنیوي لپاره باید ټول دولتي ،نا دولتي ادارې، موسیسې او خلک د برښنا بلونه پخپل وخت ورکړي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د ولس مشر کرزي په مشرۍ د سلاکارو وزیرانو د غونډې خبر ورکړې او د ښاغلي کرزي په حواله يې لیکلي دي چې د ولس مشر په توګه به دا اجازه ورنکړي چې د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم د راتلونکو انتخاباتو په اړه وروستې پرمختګ څیړلې او د اساسي قانون په پلي کولو يې  ټینګار کړې دې.


د افغانستان نا دولتي ورځپاڼې  بیا هم د ولس مشر کرزي د فرمان په اړه د ملې متحدې شورا غبرګون راغستې او ددغه سیاسي بهیر په حواله  يې لیکلي دي چې د ولس مشر کرزي دا فرمان عملي اړخ نلري.

ورځپاڼې په عینې حال کې د برطانیې د شاهي دولت په نقل لیکلي دي چې د زمري په میاشت کې د انتخاباتو له ترسره کولو نه ملاتړ کوي.

ورځپاڼې په افغانستان کې شته ستونزې او د حکومت د محبوبیت په اړه هم یو څیړنیز مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې  حکومت خپل محبوبیت له لاسه ورکړې دې.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د انتخاباتو په اړه پورته شویو لانجو ته په اشارې لیکلي دي چې د انتخاباتو د نیټې لپاره سیاسي مصلحت ته اړتیا ده.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د فرانسې د دفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې ناټو باید له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو لپاره یوه نیټه وټاکي.

ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتیژۍ په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې ددې ستراتیژۍ بدلون به څه بدل کړي.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په هیواد  کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره روانې هڅې څیړلي او لیکلي دي چې پدې برخه کې هره هڅه باید وستایلې شي.

دې ورځپاڼې هم په پاکستان کې د طالبانو د نوي ائیتلاف مسله راغستې او لیکلي دي چې  دا ائیتلاف د افغانستان په اړه د اوباما ستراتیژۍ له ګواښ سره مخامخ کوي.


د اصلاح او انیس دولتي ورخبانو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې بیا پدې مسلې تبصره کړې که چیرې ولس مشر د انتخاباتو نیټه ځنډولې وې نو نورې ستونزې به ځیږیدلې واې.

خو اصلاح بیا د فساد د له منځه وړلو لپاره روانو هڅو ته په اشارې پدې برخه کې د روانې مبارزې په بیاکتنې ټینګار کړې دې.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم د انتخاباتو په اړه روانو تودو بحثونو ته په اشارې لیکلي دي چې د هیواد اساسي قانون د سیاسي مشرانو د لوبې په اله بدل شوې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم همدې مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې په قانون لوبې کول د خلکو سپکاوې دې.

ورخپاڼې به یو جلا مطلب کې بیا دا خبر ورکړې دې چې په هیواد کې د ښاروالیو انتخابات به په ۱۳۸۹ لمریز کال کې ترسره شي.