د افغانستان د مقاومت د دورې (۱۹۸۰) انځوريز البم
پوښتنه : پوره شل كاله د مخه كله چي د شوروي اتحاد وسلوال ځواكونه د افغاستان نه راووتل په هغه وخت كښي تاسې( مېخاېل سرګېوېچ) د شوروي اتحاد د كمونيست ګوند د سياسي بيرو لمړي منشي وې
دهغه ورځي نه تراوسه هر كال روسيي دولت دا ورځ په خاصو مراصمو لمانځي ، تاسي داورځ لمانځي او كه نه ،كي ېي لمانځي څنګه او په كومو مراسمو؟
: داسي كوم شانداره او خاص مراسم ورته نه نيسم خو د افغانستان څخه د وسلوالو ځواكونو دوتلوورځ لمانځم ، په دي خاطر چي دا يوه نه هېرېدونكي ورځ ده مونږ باېد هېڅ وخت دا ورځ له ياده ونه باسو،ځكه افغانستان زمونږد راتلونكي نسل لپاره ېو تاريخي درس دې،زه په دي ورځ تېر وختونه راېادوم او د اوسني وختونو سره ېي پرتله كوم
: راځي چي په اوس او تېرو وختونو وغږېږو( ۳۰) كاله وړاندي د شوروي اتحاد وسلوال ځواكونه د افغانستان خاوري ته ور ننوتي وي چه نن هرڅوك په تاريخي لحاظ دا ورځ د خپل ديد له مخي ددي ورځي برخليك ټاكي ځكه اوس دا يوه تارخي مسله ده نه سياسي ، په ۱۹۷۹كال كي كله چي وسلوال ځواكونه افغانستان ته ورننوتل په هغه وخت كي تاسې( ميخاېل سرګېوېچ ) سياسي بيرو ته كانديد او د ګمونست ګوند د مركزي كمټي منشي وي اودهغه شلو كسانو په قطار كي راتللي چي خاص سياسي تصميمونه به ېي نيول، او ښه مي په ېاد دي چي د كمونست ګوند په سياسي بيرو كي د افغانستان په هكله د وسلوالو ځواكونو د ورداخلېدلو موضوع تر بحث او غور لاندي وه ډېرو ددي مخا لفت كاوه چي افغانستان ته باېد وسلوال ځواكونه ور داخل نه شي ،سره له دي بيا هم فېصله وشوه او په ۱۹۷۹كال د سپتمبر په مياشت كي افغانسان ته دشوروي اتحاد وسلوال ځواكونه ورننوتل ، زما داده ، چي تاسي په هغه وخت كى سياسي بيرو ته كانديد او د كمونست ګوند دمركزي كمټي منشي وي ددي فېصلي نه مواګاهي لرله اوپه غونډه كى مو ګډون كړي و او كه نه؟
: زه په هغه وخت كي د زراعت مسول وم او زراعتي محصولات اكسرا په مني كي راټوليږي نو ما به كلني رخصتي هم دمني په اخرو كي اخيستله او پلان مى همداسي جوړ وه چي زه باېد هر كال په مني كي رخصتي لاړ شم همداسي وشوه د مني په اخرو كي رصختي لاړم زه هغه وخت خبر شوم چي ( شوردنازي )راغي او ما د هغه سره په دي هكله خبري وكړي .
: شوردنازي په ۱۹۷۹ كال كي دګورجستان د كمونسيت ګوند لمړي منشي وو؟
:بلي شوردنازي دګورجستان د كمونست ګوند لمړي منشي وو مونږ دواړو سره د سمندر په غاړ قدم وواهه او په دى هكله مو سره خبري وكړي چي افغانستان ته وسلوال ځواكونه وليږل شي او كه نه ما او شوردنازي هم هلته د وسلوالو ځواكونو په لېږدلو مسبت نظر وركړه(څكه په دي پوهيدو چي زمونږ په لوړو او ښكته مقامونو كي څه او څنګه تېريږي ) .
: دا د ۱۹۷۹ كال د سپتمبر مېاشت وه ؟
:بلي د سپتمبر مياشت وه د خبرو نه ورسته دا خپل خوب ځاي ته او زه خپل خوب ځاي ته لاړو سهر چي له خوبه را پاڅېدو د رسينو له لاري مو اطلاع تر لاسه كړه چي افغانستان ته روسي قواوي ورننوتې، مونږ دواړه هملته خبر شول : نه چا له تاسو پوښتلي او نه چا په جريان كي اچولي وي ؟
: بلي نه چا زمونږ نه كړي او نه چا په جريان كي اچولي وه .
: تاسي هم هوايي خبر شوي ؟
: د نظم او دېسپلين مراعتول ستونزي ايجادوي .
: په۱۹۸۰ كال كي تاسي د كمونست ګوند د سياسي بېرو اصلي غړي وي او هغه وخت په افغانستان كي سخت جنګ وو، تاسي ته به دجنګ په هكله اطلاعات هم راتلل ستاسو دريز په هغه وخت كي څه وو چي قوواوي په افغانستان كي پاتي شي اوكه نه ، ډېرو به مونږ ته ليكونه او تلېفونونه كول دا نن هم ( جنرال ايواشوف وايي چي افغانستان ته دوسلوالو ځواكونو لېږل په دي خاطر وو چي په جنوب كي خپل سرحدونه د باندني هيوادونو د خطر څه په امن كي وساتي) تاسي چى په( ۱۹۸۰) كال كي كله چي داسي اطلاعات تر لاسه كول په همدي مفكوره وي ؟
:هغه درست ليكي او درست وائي په دي هكله كوټلي اطلاعات هم په لاس كي وه چي حافظ اله امين د امريكاېانو سره پټي خبري كړي وي چي زمونږ لپاره د تشويش وړ وي ځكه مونږ د افغانستان سره د دوستي او ښه ګاونډيتوب اوږد تاريخ لرو حتي زمونږ اړيكي د ټولو پاچاهانو سره ښي او دوستانه وي او دلته په افغانستان كي سوسياليستي انقلاب او هغه هم زمونږ په كومك
: د۱۳۵۷ كال د ثور انقلاب يادوي ؟
: بلې، هغه څه چي باېد شوي وائي وشول
: په هر صورت ، اطلاعات سم وه او كه ناسم خو په هغه وخت كى سيا سي بيرو ېو خپر خپور كړه چي حفظ اله امين د امريكاېانو اجنټ دې،كه داهم و منو چي حفظ اله امين اجنټ وو خو هغه له منځه لاړ سره له دي چى ډېر افغانان ددي جنګ طرفداران نه ول ډېرو ددي جنګ نه دفاع هم نه كوله بيا هم جنګ دوام لاره وېلاي شي چي څومره افغانان د جنګ طرفدارنه وو؟
: ډېر زيات .
: په ۱۹۸۰ كال كي تاسي ته دا پته وه چي ډېر افغا نان ستاسو له سياستي دريز سره همنظره نه دي ؟
: بلي سياسي بيرو ته هر څه روښانه وو
: مېخا ېل ګرباچوف ستاسي به لاس ليكل شوي كتاب چي تاسي خپله ماته تحفه راكړي په دي كتاب كي په ۱۹۸۵ كال كي دافغانستان په هكله سياسي بحثونه شوي دي، زما دادي چي د ۱۹۸۰كال څخه تر ۱۹۸۵ كال پوري په سياسي بيرو كي د افغانستان په هكله داسي پوښتني او بحثونه كېدل چي په راتلونكي كي د افغانستا په هكله څه تدابير ونيول شي ( د برېژنف ،اندروف، او چېرنېنكا) په واكمني كي ؟
: اوس د جر او بحث وختونه نه دي
: بيا هم ؟
. څرنګه چي زمونږ د پارلمان مشر واي چي پارلمان د بحثونو ځايي نه دې
: په سياسي بيرو كي بحثونه وه ؟
:بلي بحثونه وه خو په نورو برخو كي نه په سياست كې
🙁 يوري ولاديمېر اندروفف ) چي كله لمړي منشي شوو تاسي ورسره ددوستي ښي اړيكي لرلي او هغه دټولو په نسبت ډېرمعلومات هم لرل د هغه دريځ په دي هكله څه وو؟
:يوري ولاديمرويچ په ډېرو سختو وختونو كي لمړي منشي شوه په هغه وخت كى ډير ستونزمنو تصميمونو نيولو ته اړتيا وه او اندروفف يو اوښيار او غښتلي سېاست مدار هم وه او ما ورته ډېر احترام لاره دا چي كله هغه د كمونست ګوندلمړي منشي شو دا د هغه غوښتنه نه وه بيا هم د هغه په وخت كي د افغانستان په هكله ازاد بحثونه نه وو
: بحثونه نه وو ؟
: يوري ولاديمروېچ اندروفف يو د فعا لترينو كسانو له جملي څخه وه چي تل به ېي د افغانستان د وضعي په هكله هر اړخيز معلومات وړاندي كول او د هغي معلوماتو په اساس به بيا تصميم نيول كېده ، د اندروفف په واكمني كي د هيواد اقتصاد خراب وو، موهمه خپره دا وه چي دمړو تابوتونه راسر شول دا مړي باېد پټ خاورو ته سپارلشوي وائي د هغي له پاره مخصوصي هديري چه څوك تري نه وي خبرپه نښه شوي واي ددي ټولو تدابيرو د نيولو سره بيا هم خلك خبرېدل او په مونږ ېي نيوكي كولي اود ستونزو حل ته سترګي په لار وه( ولاديمر اندروفف )په دى ټولو ستونزو پوهېده او د حل لاره ېي لټوله
: تا سي ووېل: د حل لاره ېعني څنګه ؟
: امريكايانو د۵۰۰ زرو وسولوالو ځواكونو سره ونه توانېدل په وتنام كي بري تر لاسه كړي او دلته د افغانستان جغرفيايي جوړښت او د پاكستان څخه په خلاص لاس د امريكا مادي او نظامي كومكونه او له دي سره سم د امريكا او نړېوالو نيوكي ،ېعني هغه څه چي پرون مونږ كول او نن ېي دوي كوي
: دا د ۱۹۸۵كلونه وه ؟
: بلي په اخرو وختو كي كله چي يوري اندروفف لمړي منشي شوو د افغانستان مسله ډېره توده وه ، ښه مي په ېاد دي چي د ېو لنډ وخت لپاره د پولنډ هيواد دكشالو د حوارولو د كمېسون غړي وم چي يه هغه وخت كي دا منځ ته راولوېد او ما هلته په خپله بېانيه كي ووېل چي د افغاستان موضوع باېد نوره حل شي زما د څرګندونو نه وروسته په سياسي بيرو كي د افغانستان په موضوع ازاد بحثونه پېل شول
: تاسي په ۱۹۸۵ كال كي دكمونيست ګوند لمړي منشي شوي ؟
: چېرنېه ېوا ، شاخ نزاروا، مېدوېدوا، په باندي سياست كي زما مشاورين وو .
: تاسى چى كتاب ليكلي په دى كتاب كى په ۱۹۶۸كال كي د افغانستان په هكله په سياسي بيرو كي مختلف نظرونه موجود دي تاسي څنګه په خپل كاري ټېم دومره مطمېن وي چي بيا له هغه ټېمه جدا هم شوي له هغي نه وروسته د ځان د برياليتوب په خا طرمو څه وكړه ؟
:موضوع داسي وه كله چي ما په ژېنېوا كي د ريګن سره وليدل ما هغه ته ووېل (مونږ د افغانستان څه خپلي قواوي باسو غواړو چي افغانستان يو ازاد او نيوترال هيواد وي مونږ د هغه رژيم سره چي دافغانانو په خوښه وي ملاتړ كوو)
: هغوي ستاسي دي څرګندونوته سترګي په لاره وه ؟
:نه هغوي نه وه خبر زما خبره د هغوي لپاره په زړه پوري او دلچسپه وه ، مونږلمړي په دي هكله هر اړخيزي خبري وكړي خوكله چي د ډموكراسي تر نامه لاندي په اساسي مساېلو خبري راولېدي ورسره ېو ځاي مشكلات او ستونزي ايجا دېدي ځكه زمونږ ېو ميلون خلك د افغانستان نه تېر شوي وو .
پوښته: ېو ميلون عسكر؟
:دا د جنګ ټولي بدبختيګانې، مړي، او زخميان دعسكرواو طبي پرسونل له سترګو تېر شوي وه چي تراوسه ېي افغانستان ترسترګو سترګو كيږي او بيا هم هره ورځ دا سندره اورو _ افغانستان افغانستان .
: پرون روسلان اوش د ( ۶۰۰ ) وروكو سربازانو ېو لست چاپ ته وركړي او وايي چي تر اوسه لا دركه دي مړي او ژوندي ېي نه دي معلوم ؟
: هغه وخت كي چي زه دكمونست ګوند لمړي منشي شوم په دوهمه او درېمه ورځ مي به ارشيف كي د لمړي منشي به پنسل ليكلشوي دېاداشت كتابچه چي لس مادي لرلي لاس ټه راغله درېمه ماده په كي دافغانستان موضوع وه چي باېد له زنډه حل شي مونږ په هغه وخت كي دداسي حالاتو سره مخامخ وو چه نه مو شوكولاي هر څه سمدلاسه همداسي پرېږدو او پښي خپلي كړو ځكه هلته قوماندانانو ته وركړل شوي اوامراو غوښتني او داسي نوروظاېفو سرته رسول ، زمونږ هر څه د لاندي راتلل( زمونږ د وسلوالو ځواكونو وضعه او حالات او ورسره مرګ او ژوبلي )خبره هم وه كه مونږ دا ټول نا كړي پريښي واې، دا سي معنا ېي لرله چه مونږ ته هيڅ شي ارزشت نه لري او له بله طرفه هيوادمو د سختو مشكلاتو سره لاس و ګرېوان وه په دي خاطر ما هغه وخت دا تصميم ونيوهر څه چي كېږي بآېد كميس پرتوګ په غاړه له افغانستان څخه را ووزو،له دي لپاره تېاري نيول شوي وه او دا مو هوډ كړي وه چي د( كرېمليزم او كارمليزم سياست) ته تغير وركړو .
: ستاسي ددي خبرو ليكل شوي سند شته ؟
: اصل خبره په دي كي ده چي د ببرك كارمل ګروپ به په خپلو كي ېو بل ته وېل ( تر هغو به جنګيږو چي دروسانو ېو عسكر ژوندي وي) .
: په ريښتيا او ښكاره ببرك كارمل داسي وېل ؟
: بلي په خپل منځ كي همداسي وېل
: او تاسو ته به ېي ټكي په ټكي داسي راپور راوړه ؟
: بلي همداسي به ېي راته ووېل ۰ : ښكلي او په زړه پوري سياست وو؟
: بلې. مونږ تصميم ونيوه او په همدي خاطر مو د نجيب اله سره ملاقات تنظېم كړه او د كارمل په ځاي مو په نجيب اله ګوته كېښوده، د اوږدو بحثونو او خبرو وروسته په دي وتوانېدو چي نجيب الا د لمړي منشي په صفت وټاكو، هغه په دي وخت كي خپل ګوند لاره ما د نجيب اله سره په تاشكند كي ملاقات وكړه او په دي هكله مو ورسره خبري وكړي هغه په دي نه وه مطمين چي په ريښيا مونږ د افغانستان څخه وسلوال ځواكونه اوباسوهغوي ټول په دي عقيده وو چي مونږ هيڅ وخت د افغانستان څخه د وتلو ايراده نه لرو، اومونږ باېد حتما د افغانستان څخه وتلي واي ځكه له يوي خوا مو اقتصات مخ په خرابېدو وه او له بله پلوه نړېوال حالات كړكېچن وو .
🙁 ۱۵۰۰۰) ځوانان مو په افغانستان كي قرباني وركړل ؟
: او پنځه مليارده په كال كي .
: پنځه مليارده څه شي ؟
: روبل . هغه روبلونه چي د ډالرو ېي ارزښت زيات وو .
: په هغه وخت كي زمونږ باند يني بوديجه څومره وه ؟
: تقريبا د سلو ملياردو په شاوخوا كي : ميخاېل سېرګېوېچ كه داسي وي نو دا خو كوم زيات رقم نه وه تقريبا د عسكري بوديجي ۵% وه ؟
: هغه وخت مونږ باېد ۱۵ميليارده روبله پېدا كړي واي چي دازاد بازار لپاره مو پي ضروري توكي رانيولي واي او د خلكو ضرورت مو رفعه او د بازار وظعه ښه شوي واې، د معليمينو، ډاكترانو ، مامورينو او متقاعيدينو معا شونه مو بايد زيات كړي واي چي دا ټولې( ۴۵ ) مليارده كېدي ، پنځه مليارده ډېر څه وه او له بله طرفه مونږ نه شوو كولاي چي حالات همداسي دوام وكړي مونږ په هغه وخت كي د متقاعيدونو په قانون پښي ايښي وي دا ټول ونه باېد حل شوي واي اوپه هغه وخت كي مونږ دا( ۱۵) ميليارده پېدا نه كړاي شوي زه فكر كوم چي دا زما غلطي وه امكان لري چي پوره تجربه مي نه لرله كه اوس واي هيڅ كله به مي داسي غلطي نه واي كړاي .
: ميخايل ګرباچوف تاسي فكر كوي چي ۵ مليارده ېو غټ رقم دي ؟
: بلي پنځه مليارده ېو غټ رقم دي .
: راځو بېرته نجيب اله ته تاسي ووېل چي نجيب اله ستاسو په خبرو با ور ونه كړه ؟
: بلي نجيب اله زمونږ په خبرو باور نه راته ما هغه ته ووېل ( تر هغو پوري چي زمونږ قواوي له افغانستانه وځي د وخت نه په استفاده ته باېد خپل داخلي ټول كارونه سم كړي او هغه كومك چي مونږېي له تاسره كوو دهغي نه به لوړه كچه ګټه پورته كوې،او په راتلونكي كي هم د كمك څخه ډه ډۀ نه كوو او خپلو مرستو ته به دوام وركړو – خو تاسي باېد په دي پوه وي چي مونږ خپلي قواوي نوري د افغانستان څه راباسو، دا نور بي ځا ېه ده چي مونږپه افغانستان كي پاتي شوو ته باېد خپل سياست د قبيلوي مشرانو په وړاندي بدل كړي ځكه ټول مساېل قومونه حل وفېصله كوي او تاسي كه هر څوره په بيړه په دي كارلاس پوري كړي او د تجارانو او خصوصي پا نګوالو او د مذهبي شخصيتونو سلاحيتونه وټاكي او د مخاليفينو سره اړيكي ټينګي كړي دا به ستاسو بري وي، نجيب اله دا كار وكړه او دا ټول ېي سره متحد كړل او ارزو ېي هم دا وه او تر اخره پوري په خپلو كارو كي بريالي وه او مونږ هم دهغه سره پوره مالي مرستي كولي سره له دي چي مونږ اعلان كړي وه چي قواوي له افغانستانه باسو بيا ېي هم له جنګه لاس وانه خيست او تر اخره و جنګېده .
: ېعني د افغانستان وسلوال ځواكونه ؟
: مونږ به په سختو حالاتو كي ورسره كمك كاوه نور هغوي جنګېدل همدا وو چي زمونږ د سربازانو مرګ ژوبله كمه شوه او همدي سياست زمونږ لپاره خاص اهميت لاره چي په اخير كي مو اعلان وكړه چي مونږ نور وځو او د افغانستان خاوره پرېږدو .
: دا د۱۹۸۶—۱۹۸۸ كلونه وه او په دي هكله په سياسي بيرو كي ټول په ېو نظر و ،ېعني هغه كسان چي نوي سياسي بيرو ته را لوړ شوي ول ؟
:زمونږ قواوي باېد د افغانستانه وتلي واي .
: د قواو په وتلو ټول راځي وه ؟
: بلي .
: ددفاع وزير( ېا زوف) هم ؟
: په پلان باېد كار شوي واي چي څنګه او څه وخت قواوي وويستل شي دا ډېره مشكله وه تر ټولو لمړي دا لازم وه چي په ډېر ارام فكر دافغانسان اوظاع مطالعه او قانوني لاره ولټول شي هلته ددي مفكوره را پېدا شوه چي ېو كنفرانس راوغوښتل شي كله چي امريكاېان د ويتنام څخه وتل هغوي اول ېو كنفرانس را ووغښت او بيا ېي قواوي وويستلي ځكه دا ېو دروند مسوليت وه (محكمي تر سرحده) .
: دا تېښته وه ؟
: تېښته : نه دا زمونږكورني مسله وه مونږ په دي خبري كړي وي مونږ پاكستان، ايران ، هند او امريكا ته خبر وركړي وو او د هغوو ټولو رضايت مو تر لاسه كړاي وو.
: دا ېوه سياسي پېچلي موضوع وه ؟
: دا ډېره مهمه وه او سره ليكل موهم كړي وه كله چي قواوي وځي باېد سلاح او مهمات چي د پاكستان له لارى افغانستان ته راداخليږي باېد لاره ېي بنده شي سره له دي بيا هم دا كار ونه شول پرسېره په دي امريكا، سعودي عربستان، او نور عربي هيوادونو د طالبانو ملاتړ كاوه ، اصل خبره دا وه چي د طالبانو د خوځښت مفتكرين خپله همدا هيوادونه وو .
: دا شاګردان ۰۰۰۰ د پاكستان د سرحدي پولي نه افغانيسان ته راوښتل ؟
: بلي د پاكستان له لارى ، پاكستان د امريكا لپاره ډېر زيات ارزښت لري هر څه چي هغوي كوي او هر څه چي هلته تېريږي امريكا پاكستان هيڅكله يواځي نه پرېږدي.
: سره له دى تاسى دقواو د وتلو فېصله وكړه ؟
: د قواود ايستلو تصميم هغه وخت نيول شوي وو كله چي مونږ په ژېنېوا كي نړېوال سند چي نړېوال ارزښت ېي لاره لاس ليك كړه، چي په كي راغلي وه چي شوروي اتحاد خپلي سهوي تلافي كوي او قواوي له افغانستانه باسي، په دي كي وه چي څنګه ووځو .
: مخكي له دى چى بل و كړم د انترنېت په په پاڼه له تاسي داسى كيږي ( ښاغلي ميخاېل ګارباچوف كله چي تاسي ۱۹۸۹كال دافغانستان څخه قواوي ايستلي تاسي نجيب اله ته دسياسي پنا هندګي د وركولو وړانديز كړي وه ) ،اوهم هغه كسان چى موږ ېي شاته ولاړ وه تاسو ېي د ځان سره دويستلو كومه فېصله لرله .
: مونږ ددي امېد لاره چى درى كاله به نجيب اله مقاومت وكړي او خپله نجيب اله هم په دى مطمين وه چى وروسته د هغي نه به حالات د ښه كېدو خواته درومي او لاره د حل به راپېدا كېږي نجيب اله هم په دى باوري وه .
: ېعني نجيب اله نه غوښتل يو ځاى له تاسو سره افغانستان پرېږدي ؟
: نه نه ېي غوښتل .
: د هغه نه دا بلنه شوي وه كه مو زړه وي كولاى شي زمونږ سره لاړ شي ؟
: تاسى پوهېږي چه د هغه سره داسي مطرح نه وه او كه هغه غوښتلى كولاي شول چي د هيواده نه ووځي .
:په همدى هكله ېو بل (( ښاغلي ميخاېل سېرګېوېچ تاسي دا فكر نه كوى چى د افغانستان څخه د قواو ويستل يوه لوېه سهوه وه ))ځكه د قواو دوتلو سره د شوروي اتحاد تاسيرات په جنوبي سرحدو كي ضعيف شول ؟
: زه تاسو ته دا واېم بل شته او كه نه۰۰۰۰ولى مونږ درى كاله د وتلو پروسه ټال كړه او نه وتلو .
: بلى داسى هم شته ؟
: تر اوسه پورى ټول همداسي نظر لري خو اوس ددى امكانات نه شته چي څوك ېي مخه و نيسيي هغه هيوادونو چى امضا ېي كړى وه همدي هيواد نو نړېوالي لانجي او پرابلمونه رازېږول او ځانونه ېي قرمان معرفي كول او هغه چا چي دا شاكاري وكړه او عسكرېي وويستل د هغوي څوك نوم په خوله نه اخلي تاسي پوهېږي چي دلته بله خبره ده .
: په هر صورت مونږ له افغانستان څخه ووتلو ځاى خو خالي پاتى نه شوه زمونږ په ځاى طالبان راغلل ؟ :درسته ده طآلبان راغلل خو هغوى د افغانستان په ډېره كمه خاوره حاكمت لاره، نوره ټوله خاوره د نجيب اله له كنترول لاندي وه .
: هغه وخت چي قواوي د افغانستان نه وتلي نجيب اله د افغانستان په اكسراخاوره كنترول لاره ؟
: بلى خو كله چى زمونږ قواوي د وتلو په حال كى وى د كابل چار اطراف ته مخالف قوتونو ځان را نږدي كړه وه داسي فكر ېي كاوه چى حتما به كابل نيسي مونږ په سياسي بيرو كى په دى هكله خبرى كړى وى او نجيباله ته مودا وېلي وه( چى مونږبه سلاح او نور اړين كومكونه درسره كوو تاسى باېد جنګ او دځانه خپله دفاع وكړې) هغوي د ځان نه دفاع كوله او زمونږ وسلوالو ځواكونو كله نا كله له دي خواورسره كومك كاوه .
: دا د ماسره هم وو او ېو څو ورځي مخكي ېي په دوهم كانال كى ېو مستند فلم هم وښوده چى په يوه قسمت كى ېي دا په ډاګه ښودل ،ېعني د شوروي اتحاد وسلوال ځواكونه له افغانستانه وتلي خو سره له دي وروسته د( ۱۵) م د فبروري نه په وسلوالو عملياتو كى د نجيب اله له رژيمه دفاع كوله ېعني وسلوال قووتونو ؟
: دا حالات هغه وخت رامنځ ته شول كله چى مونږ په عمل كى د قواووپه ويستلو پېل و كړه او هغه چا چى د قواود وتلو په سند لاسليك كړي وه چى نور به د افغانستان په داخلي چارو كى ګوتى نه وهي دا چى لاس وهني ېي بندي نه كړي بلكي حالات ېي كنترول او رهبري كول، دا كومك هغه وخت وه چي كابل محاصره او وضعه كړكېچنه وه ۰
: داسى وېلاى شو چى مونږ بېرته راستانه شوو ؟
: بلى. نه مونږ بېرته نه يو راستانه شوي دا ېو كومك وه .
: وسلوال كومك ؟
: د هوائي څواكونو ۰ : د شوروي اتحاد له خاوري ؟
: دا كومك د هغه اسنادو په اساس كېده چى په ۱۸ اپرېل ۱۹۸۸ كال كي لاس ليك شوي وه .
: ۱۹۸۸ كال ؟
: بلي بلي دلته مشورى وركولو ته ضرورت وو، دا چي وروسته څه كيږي۰۰۰ددي فېصلي په اړه نظريات مثبت وو خوسره له دى مخالفتونه موجود وه زمونږد افسرانو نيوكۍ او همداسي د سياسي ناكامي په هكله فكر كول او ددى سره ېو ځاى د شوردنازي بيانيه چي وركړي وه او مونږ ته دا هم بى تفاوته نه وه چى په افغانستان كي كوم رژيم وي په همدي خاطر(شوردنازي او كروچكوف) افغانستان ته دوسلوال ځواكونو سره د كومك په خاطر تللي وو چى دافغانستان د وسلوالو ځواكونو سره چي كومك ته ضرورت لري په هكله خبري وكړي، له يوي خوا كابل محاصره وه او له بلي خوا ښارونه او كلي كورونه د بدو حالاتو سره لاس وګرېوان وه او اقتصاد په صفر كى ضرب وو په سلګونو خلك مړه شوي وه نو زمونږ هر غلط حركت او قدم اخيستل ېوه لوېه سياسي او نظامي ناكامي وه، او هم په داخل دهيواد او ګوند كى زمونږ برخورد او عمل روښانه وو چى ېو وخت نه ېو خت به راځي چى دا به منو چى افغانستان ته زمونږ د وسلوالو ځواكونو ورتلل لوېه غلطي ول چى په هغه وخت كى ټولنه ددى ماجراجويي منلو ته نه وه تېاره او هم د تېرو كړو وړو څخه په اساني خلاصېدل نه كيدل او په دى هم نه شوو خلاصېدلاى چى ځانونه مو منكر كړي واي ، خبره په دى كى وه چى شوردنازي غوښتل چى د لسو ېا پنځلسوزرو په شاوخوا كى وسلوال ځواكونه بايد افغانستان كي پاتي شي .
: ښاغل ميخاېل ګارباچوف د نجيب اله په شمول د افغانستان د خلك دموكراتيك ګوند ډېرغړي په ۱۹۹۲ كال كى اعدام شول اګر چي تاسي په هغه وخت كي د شوروي اتحاد د كمونست ګوند د سياسي بيرو منشي نه وي خو بيا هم خلك دا ګناه په تاسو تپي او داسي واي چي نجيب اله او د هغه سره ېي نورد ګوند غړي ځكه پانسي كړه چى تاسى پرېښودل، دا تور له ځانه څنګه لري كوي ،
: زه اول هغه خپله خبره خلاصه كړم چى نيمګړي مى پرېښوده، كله چي شوردنازي بېانېه وركړه بيا موضوع لا دلچسپه شوه .
: په ۱۹۸۸ كال كى ؟
🙁 كروچكوف) ووېل چى زه په پوره معنى د شوردنازي سره هم نظر ېم،( يه كولېف) په دى ټينګار كاوه چى مونږ نور هلته و نه اوسو،( چېبري كوف) وېل چى ېو سرباز هم باېد هلته پاتى نه شي ېعى ۵۰۰ ېا ۲۰۰۰ سربازان هيڅ نه شي كولاى، ريشكوف دا وېل هغه لاره چى مو نيولى ده هغه باېدپه كلكه تعقيب كړو د لسو كالو وړاندى سهوى تكرار نه شي .
: دا ټولى خبرى مخكى د قواو د وتلو نه د سياسي بيرو په غونډه كي درج دي ؟
: بلى ، شوردنازي داسى وېل ( زه د قواو د ايستلو سره رازي ېم خو د ۱۰۰۰۰ زرو نه تر ۱۵۰۰۰ زرو پورى سربازان هلته په افغانستان كي باېد ولرو ) د وسلوالو ځواكونو د سياسي اړخ حماېه كول ضروري دي او زمونږ سربازانو ددى خبرى سره حساسيت لاره دلته نو نور هر قسم خبرى راولاړى شوى هغه وه چى په ۱۰ م د مارچ د۱۹۸۹ كال ورځ راورسېده.
: په ۱۵ د فبروري د افغانستان څخه وسلوال ځواكونو وتل پاي ته ورسېدل ؟
: دا وه چى نجيب اله غوښتل چى هوايئ كومكونه ورسره وشي ز مونږ ځينو ملګرو وېل چي مرسته ورسره لازم ده باېد وشي خو زياطرو ۰۰۰ ما د سياسي بيرو عاجله غونډه راوغوښتله ډېرو په قطعي ډول په مخامخ عملياتو كى مخالفت وښود خو دا خبرى مو په سياسي او مالي كومك راغونډي كړىاو همداسى مو فېصله وكړه او نجيباله هم تراخره پوري مقاومت وكړه د معلماتو په اساس وروسته په كابل كى زمونږ صفارت ته ورغلى وه .
: لنډه دا چى مونږ د مرګ تر سحده د نجيب اله نه دفاع او حماېت كاوه هغه په مونږ ګران وو او حساب مو پي كاوه ،هغه ېو اصولي او باپرنسيپه شخص وو هغه ټوله قوه او انرژي دى ته وقف كړى وه چى خپل هيواد سالم وساتي او تر اخره په خپل تصميم ولاړ وو او دده له خوانه چى ګوېا ماته نجات راكړي داسى كومه غوښتنه نه ده شوى او له دى هم نه ېم خبر چى دته به چا په دى هكله پشنهاد كړى وي او كه نه .
: داخو ۱۹۹۲ كال وه تاسوسره ددي امكانات نه وه چي له هرڅه نه خبر شې، دا ده ، ميخاېل ګارباچوف ( ولى امريكاېانو ستاسى د قواو په وتلو كى له تاسو سره كومك نه كاوه دا خو د هغو په ګټه هم وه چي تاسي د افغانستان نه قواوي وباسې) ؟
: په دى خاطر هغوى نه غوښتل چي مونږ په جنګ كى راګېر پاتى شو .
: دا خو ستا ملګرى مشر بوش وه نه ريګن ؟
: پوهېږي زه هر وخت خپلو ملګرو ته دا واېم چى دا سياسي ملګري دي دا داسى دوستان نه دي لكه مونږ او تاس چى ېو بل سره كومك او دوستي كوو، اونه زمونږ او ستاسي د محصلۍ د وختونو دوستي ده دا بيلكل هغسى دوستي نه ده د افغانستان په هكله داسى واېم چي حتى په فېصله نامه كى راغلي وه اوپه نړېوال سند كى هم ليكل شوي ول چى امريكا به نوره سلاح د مقاومت ډلو ته نه وركوي .
پوښته :د كومك كول حتمي وه ؟
: بلى سلاح باېد بنده شوي واى خو هغوى تر اخره غوښتل چى كومك وكړي او مونږ په جنګ كى بند وساتي په هغه وخت كى امريكاېانو داسي ويل چى د روسانو باند يني سياست د امريكا د خواستو خوابده نه دي .
: مېخا ېل سرګېوېچ، چى داسى ده نو اوسني حالات څنګه ارزيابي كوى ؟
: الكسي صبر وكړه بېرته شاته نه ځو اوس اتحاد شوروي ړنګ شوى ،مخكى له دى نه د وارسا او ناټو نظامي پكتونه وه يوازي په دى خبرى رواني وى چى د جرمني هيواد سره ېوځاي كوو او داخلي پرابلمونه حلوو او شوروي اتحاد او وارثا نظامي پكت سره غرض نه لرو سره له دى بيا هم په خپلو وعدو او قسمونو وفا ونه كړه هم ېي شوروي اتهاد ړنګ كړه او هم ېي د وارثا پكت له بېنه ېوړه .
: په امريكا كي مشر بوش ؟
: مشر بوش ، بېكر ، كول ، ټول هغوى نن ۰۰۰داسى لاره پېدا كړى ، كله چى مونږ خپله وعده پروه كړه او اتحاد شوروي مو ړنګ كړه له دى سره سم ناتو هرى خواته پشى اوږدى كړى او د خپلو ګټو په خاطر ځيني هوادونه ناټو ته راكاږي .
: ښاغلى مېخاېل ګرباچوپ ټول سېاست كونكي دوخت دسياسي ستونزي دهل په هكله څرنګه چى دوي غواړي عمل كوي ؟
: نه ټول .
: ښاغلي مېخاېل ګارباچوف تاسو خپل نظرواړوه ، څنګه كېداى شي چى د نورو واقعتونه په نظر كى ونه نيسى او عمل وكړى ؟
: واقعت هغه څه دي چى مونږ پى هم عكس العمل ښايو او هم ېي منو كه چرى ستاسو په دى سر خلاص نه وي چي څه په لاس راوړي واضح خبره ده چى لاره در نه وركېږي دا همداسي ده .
: راځي چى د نن ورځي په خبرو بحث وكړو ، ښاغلي ميخاېل سرګېوېچ دد نن ورځي حاده موضوع د افغانستان په هكله دروسي او متحده اېالات تر منځ د همكارى خبرى دي ېعني نن متحده اېالات د فدراتف روسيه ، داتحاد شورويي پخواني جمهوريتونو، مركزي او منځني اسيا هيوادونو نه د كومك غوښتنه كوي ځكه چى هلته په افغانستان كى حالات خراب دي مهرباني وكړي او ووائي چي دا زمونږ او د امريكا دواړو غوښتنه او په ګټه ده، او په اوس وخت كي دا غوښتني تاسي ته څنګه برېشي .
: بلي دا د واړو هيوادونو غوښتنه ده
: دا زمونږ په ګټه ده ؟
: پلي زمونږ په ګټه ده .
: څنګه زمونږ په ګټه ده ؟
: دا په دى خاطر چى هلته زمونږ دوستان چى په ( اس،ان، ګى ) كى شامل دي او هغوي د افغانستان سره هم سرحده دي او هلته مخدره توكو او تروريستان ځالي دي ؟
: ددوهم ځل لپاره بيا هلته مداخله كول لازم نه دي ، ېعني د وسلوالو كومكونو ؟
: نه مونږ سره داسى ېاداشت شته دي چي په وسلوالو عملياتو كي ونډه نه اخلو .
: تاسي د درس( عبرت )خبره وكړه راځي چى د درس په هكله خبرى وكړو او په ګوته ېي كړو ،د اتحاد شورووي د قدرت د وخت درسونه او د اوس وخت لپاره د افغانستان په هكله درسونه ،وواي نني دولتي اداره د كومو درسونو نه عبرت واخلي .
: لمړى باېد كوشش وشي چى دا ټول مساېل د سياسي او دېپلوماتكي لاري حل شي .
: تاسى پوهېږ چى ټول وخت د سياسي او دېپلومتكو لارو د حل امكان نه وي ؟
: زه ځكه واېم چى كوشش وشي چى ټولي ستونزي دسياسي لارى حل شي څكه د افغانستان په هكله تصميم نيول چندان د باور او قناعت وړ نه دي . تاسي خپله ېاداوري وكړه چى په ۱۹۷۹ كال كى كله چى دشوروي اتحاد وسلوال ځواكونه افغانستان ته ور داخلېدل ټول كال به پي سوچ كېده چى قواوى داخلى شي او كه نه ، بلي دا زمونږ سهوه ( غټه سهوه ) وه په دى خاطر دلته باېد هغه سهوه تكرار نه شي خو له دى هم انكار نه شو كولاى كه داسى شراېط را منځ ته شي او بله چاره نه وي لازم ده چى موضع ګري ولرو ، زه په دى فكر ېم چى كومه موضعګري باېد ولرو خو كله چي په جنوبي استين باندي پر مختللي سلاح او هغه هم په ټول توان او قدرت سر ه استعمالول هغه عمل دى چي هيڅ انساني ټولني ېي ۰۰۰۰دى ته په سياسي ژپه كلمه نه پېداكيږي ،دا ېو حماقت او لېونتوب ول اود دى عمل لپاره دشمن د ډېره وخته تېاري نيولي وه چي هم ورته سلاح او مهمات په اختار كي وركول كېده او هم ېي معنوي كومكو نه ورسره كول او دى ته لېوال ول چى په قبقاز كى خپل جنګي ماشين ځاي په ځاى كړي ځكه په منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا كي خورا زېاتي سرپوښلي طبعي زېرمي موجودي دي ،
او ګورجستان ېي په همدي خاطر په نښه كړي وو حتي ګورجستان ولت پي سر خلاص نه شوو او د روسي په مقابل كي ودرېدل او جنګ ېي شروع كړه، هر څه روښانه ول مونږ د امريكاېانو سره د سولي خبري كوو او هغوي دلته زمونږ په ګاونډي هيوادونو كي وسلوال ځواكونه او د ملل متحد صلح دوستي قواوي ځاي پر ځاي كوي دا مي په دى خاطر ووېل چى ډېر ښه كار وشوو چى مونږ هم دسلاح څخه كار واخصت .
: زه له تاسو سره په دى كى هم نظره ېم ګورجستان كه نه وي لمسول شوى هيڅ وخت ېي د روسانو سره جنګ ته زړه نه ښه كاوه ځكه اسيتيه د ګورجستان خاوره وه دا خبره ما په اتم نېټه كړي ده او دا ېو واقيعت دي دا چي مونږ وسلوال عمل وكړه په ځاي وو خو د ېو خود مختار هيواد د پېژندلو سره هم نظر نه وم ؟
: زه دلته ستاسي نظر تايدوم .
: دا په دي معنا چى زما او ستا نظر ېو دي ؟
: څه ضرورت ووچى په رسميت ېي پېژانده همغسي به ېي پري ښي وى څنګه چى مخكى ول .
: افغانستان ته دد ملل متحد قواوي راغللي اوبياېي خپل وسلوال ځواكونه څاي په ځاي كړل اوس ګورو چى د ناټو قوتونه جنګ كوي ما په زړه پوري اسناد پېدا كړه چي په كى ليكل شوي دي كله چى په ۲۰۰۱ كال كي چى د ناټو ځواكونووسلوال عمليات شروع كړي دي تر ۲۰۰۹ كال پوري د ناټو ټول تلفات ۱۰۷۵ كسانو ته رسيږي ېعني په ۲۰۰۹ كال د فبروري په مياشت كى ۸ عسكر تلف شوي دي په طول د ۸ كالو كى ۱۰۷۵ انسانان وژل شوي دي ا ګر چي دا ېو غم انګېزه خبر دي خو كه ددوي مرګ ژوبله د روسانو د مرګ ژوبلي سره مقايسه كړو مونږ په لسو كالو كى ۱۴۰۰۰ عسكر له لاسه وركړي دي ۰ پوښنه : ښاغلي ميخاېل سرګېوېچ دا ېو لوي رقم نه دى ؟
:زمونږ قواوي چي افغانستان ته ورننوتي راسا د افغانانو پارتيزاني جنګونو سره مخامخ شوي ، كمينونه راته نيول كېده ،له پله پلوه دا ځانګړي جغرافيه يي موقيعت او دنګ دنګ غرونه چى هلته زمونږ تانكونه كار نه كاوه،او اوس همدا علت دى چي امريكاېان هم هيڅ نه شي كولاي او نه پرابلومونه حلولاى شي او نه امنيت راوستلاي شي ځكه د افغانستان خلك خاريجيان نه غواړي مونږ مجبور وه چى منطقه پرېږدو او و وځو ،عسكر مجبور وه چى اوامر په څاى كړي خو د ناټو قواوي داسى نه كوي هغوي پر مخ تللي سلاح او موهمات استعمالوي او هوايي ځواكونو او بي پيلوټه الوتكو څخه كار اخلي .
: ښاغلي مېخاېل سېرګېوېچ تاسي دوه نظره ور كړه او دواړه نظرونه تفاوت لري ؟
: دا په دى خاطر چه مونږ باېد هم د انسانانو ژوند ته د احترام په سترګه قاېل وي لكه امريكانيان چي د خپلو خلكو ژوند ته د احترام په سترګه ګوري .
: اوګوري دوه مختلف نظرونه دي زه غواړم چي تاسى ته ېي روښانه كړم مېخايل سرګېوېچ،( اندرى ) له تاسي كوي او واي زه ډېر افغانان ملګري لرم چى مور او پلار ېي نه شته او په يتيم خانه كى لوي شوي دي او دي افغانانو د شوروي اتحاد د وسلوالو ځواكونو سره مرستي كولي دوي واي چى دافغانستان څخه د روسانو د قوواو ايستل دافغانستان د خلكو سره لوي خيانت او جفا وه) دا د رونډ اندو افغانانو نظرهم دى خو زه بيا واېم چى ( له تاسو نه ېو عالم مننه چى عسكر مو له افغانستان څخه وويستل او زما دځوي ژوند ته مو نجات وركړه) دا وو زمونږ د زماني د ځوانانو دوه مختلف نظرونه ؟
: دا په دى خاطر چى مونږ د موضوع څخه وړاندي لاړو او په دي مو روشني وا نه چوله چي هلته په افغانستان كى ېو ميلون شهيدان شوي او شپږ ميلونو افغانستان پرېښودي او مهاجر شوي دي
بوښتنه : يو ميلون شهيدان شوي دي ؟
: بلي دا رقم ېاديږي خو دقيقه احصايه نه شته .
: ميخاېل ګرباچوف كوم امكانات مو په افغانستان كى له لاسه وركړل چى باېد نه مو وى وركړي ،او كوم كارونه چى مو په ۷۰ وم او ۸۰ وم كلونو كى باېد كړي و اى چى ومو نه كړاي شول او وسلوالو ځواكونو كوم نظر لاره او كه نه ؟
: زه فكر كوم چي دا يوه غټه اشتبا وه چي نورمحمد تركي او حافظ اله امين قدرت ته راغلل .
: ېعني اول سياسي اشتبا، او بيا د قوواو وتل ؟
: ېو د بل پسي سياسي غلطي وي .
: دا موهمه ده چي په خپله اشتباه قانع ېو ښاغلي يوري مېخاېلووېچ زمونږ د پوښتونو په اساس ۹۲،۴% ستاسي او ننني دولتي اداري نظرچى د افغانستا نه د قوواو وتل تايده وي يو دي او ۷،۶% دا نظر لري چى د قواو وتل يوه اشتباه وه ؟
: زه ېو وار بيا هغه چاته چى د قوواو وتل اشتباه ګڼي واېم چي د ځان سره ېو ځل بيا فكر وكړي چي مونږ باېد بى تفواته پاتي نه شوو دبل چا په خاوره تعرض كول او هغه هم په ګاونډي هيوادونو .
: په دولتي اورګانونو كي داسي نظريات شته ، څو ورځى مخكى د مخدره موادو امر يوانوف ووېل چي د ناټو هيوادونو سره په افغانسان كى كومك كول لوېه غلطي ده ،د هغه وخت نه چى د ناتو ځواكونه افغانستان ته راغلي دي مخدره مواد د مركزي اسيا د سرحدونو نه د روسي خاورى ته څو چنده زيات شوى دي دا غلطه ده چى په اوس وخت كى د ناتو ځواكونو سره كومك وشي ؟
: زه فكر نه كوم چى كومك كول اشتباه ده وضعه خو خرابه ده مونږ د تروريستانو او مخدره موادو په وړاندى كومك كوو ځكه دا زمونږ په ګټه ده دا چى مونږ ور سره په اكمالاتو كى كومك كوو او پا ورته لاره وركوو خو عسكر هلته نه ليږو او په جنګ كى ورسره برخه نه اخلو .
: ميخاېل ګرباچوف دادي اوس په ( ماناس كي د امريكا د نظامي پاېګاه ) خبرى تودى دي قرغيزيستان د امريكاېانو نظامي هډه چى افغانستان ته ترى اكمالات كېږي غواړي بنده كړي؟
: په قر غېزېستان كى چى څه تېريږي دا نو ېو سياسي لوبه ده چي ېو وخت د قرغېزېستان لپاره په ګټه وه او امريكا ته ېي خپله خاوره په خدمت كى وركړي وه دا ېو نورمال كار دى، اوس چى امركاېان وځي دا د قرغيزستان ، قازاقېستان او روسيه خپله منځنۍ خبره ده .
: كه داسى وي قازاقستان او تاجيكستان خو ورته لاره ور كوي ؟
: مونږ هم لاره وركوو .
: تاسو څه فكر كوى ؟
: په اوس وخت كي هغوي درست عمل كړي دى۰ : څنګه .
: په پرنسيپ كى د امريكانيانو نظامي هډى باېد دلته نه وي دا ېو موهم دى اوس به امريكاېان دنوي حكومت سره په نوي شراېطو اونوى طريقو موافقه او خبري كوي باېد په دقت پي غور او فكر وشي ۰۰۰
: ته پوهېږي چي دلته ېو څو ورځي مخكي ېو امريكايي ماته ووېل چى زمونږ ولسمشر اوباما ستاسي ګارباچوف دي ، زه هك پك پاتي شوم ؟
: فكر كوم ۰۰۰
: اباما د امريكايانو لپاره ګرباچوف دى امريكاېان داسي واي ؟
: ته پوهېږي دري څلور كاله كېږي چي زه په امريكا كي په ډاګه خبري كوم او هغوي له مانه دا پوښتني كوي ( چى ستاسى حالات د يوى ورځى نه بلى ته په خرابېدو دي)، زه په كال كي ېو ېا دوه واري امريكا ته ځم او هلته په لويو لويو كنفرانس ځالونو كى چي كم تر كمه د ۳۰۰۰څخه تر ۲۰۰۰۰كسه په كي رټول وي ورځم او هلته له مانه خلك پوښتني كوي پوهيږى چى هغوى څه يوښتني كوي ، هغوي واي چي زمونږ د هيواد په دننه او دهيواد د باندي حالات د يوي ورحي نه بلي ته په خرابېدو دي او خلك راته هم ګوته نيسي ( ته مونږ ته كومه لارښونه او مشوره راكوي ) زه په كي ورته واېم چي مونږ په خپل هيواد كي ستونزي ډېردي خوسره له دي ما ( ريګن ، او بوش) ته دا ويلي دي چي زمونږ لپار بادسازي په كار ده دا ځكه چي مونږ داسي لاره غوره كړي چي ټولنه ېي شړولي او خلك هك پك پاتي دي حتي اوښيار او پوه خلكو پى سر نه خلاسيږي نو په دى خاطر بادسازي ته صرورت دى .
: دا بادسازي د امريكاېانو لپاره ؟
: نه، دا زه واېم چى زمونږ لپاره باد سازي لازم ده خو ستاسي لپاره له نورو په پرتله ډېره زياته باد سازي ته اړتيا ده ، كله چي د لمړي ځل لپاره په انيورسېتېت كي چېري چي محصلينو او مېلمانو پكي ګډون كړى وو ما دا خبره وكړه ټول ځال ودرېده او پنځه دقيفي ېي لارسونه ټقول ۰
: تاسي خوېو څو ورځي مخكي د ريس جمهور مېدوېدف سره وكتل اومېدوار ېاست چى د امريكا ريس جمهور اباما او د روسيه ريس جمهور مدوېدف به په دي هكله خبري وكړي ۰۰۰ خبري به وكړي خو دهر چا دريز معلوم دي مېدوېدف د روسيه ريس جمهور دى او اباما د امريكا ريس جمهور دى دوي هر ېو خپل نظر لري زياتره وخت ددوي نظرونه په ټكر كي وي ته له مانه په دى ښه پوهېږې۰۰۰ ؟
: زه په دي خوښ ېم چى دوي دواړو سره تلېفوني ارتباط نيولي دى او ېو بل سره ېي تلېفوني خبري كړي دي .
: د ريس جمهور اباما او او ريس جمهور مېدوېدف شخصي ارتباطات څه نتيجه وركوي، د دوي شاته د ټولني اوښيار او پوه قشر ولاړ دي چي هغوي ټاكونكي رول لري ؟
: دا درسته ده خو د ريس جمهور صلاحيتونه خو تري نه شي كمولاى په دى خاطر خلك له د ريس جمهور نه كوي دا اوس چي ما خلك ملامتوي او داسي فكر كوي چي دا ټول كارونه ما په يواځيني ځان كړي او په خوا كى مى هيڅوك نه وو .
: شاغلي ميخاېل ګرباچوف ېو مسال راوړي چى ستاسى شخصي اړيكو د امريكا د ريس جمهور سره د حالاتو په ښه كېدو كى كومه مرسته كړي ده په هغه وخت كي چي كاري ټېم مو درسره همنظره هم نه وو
: دا ما د ( شولت ) نه وكړه .
: هغه چى د امريكا وزير خارجه وه ؟
: هغه څو ورځى مخكى راغلى وه ما او هغه دوه ساعته سره خبري وكړى اوترى مى وپښتل داسى كله نه دي شوي چى ريګان د خپلو سلاحتونو نه لوړ داسى عمل چي نورو به پى عكسلعمل ښوده كړى وي او يا بل كوم ريس جمهور خو به داسي نه وي كړي ؟ هغه ماته وويل نه ( يواځي ريګان ددي جرائت لاره ) او بوش د ريګان په هكله وېل (( ريګان د جمهوري خواهانو د هغه كيڼ اړخو له ډلى نه دي چى شاته ېي پالچان ولاړ وو )) ده چي به د روسي دولت او خلكو سره ددوستي او ښه اړيكومناسباتو د ښه كولو كوشش كا وه بيا به نورو وېل چي دلته دا كومه دلچسپي لري ، په ريښيا امريكا دلته خپلي ګټي لرلي چي تر لاسه ېي كړي په داسى حال كى چى دده سره ډېرو مخالفت لاره حتى ( ي – اواېن بېر ګر ) چي ورسره هم مخالف وه .
: ددفاع وزېر ؟
: ۰۰۰لمړي ملاقات په سويډن كى وه .
: دا اوس مونږ وينو چي د امرېكا سره مزاكرات ۰۰۰ ؟
: اول مناسبات او بيا ېو دبل پسى تلېفونونه فكر كوم چى د لمړي ځل لپاره د راديو له لارى دا څرګندونى كوم هغه وخت چى د اول ځل لپاره ما او ريګن سره ملاقات وكړه وروسته د ملاقات نه هم مسلكو را نه وپوښتل( چى د ملاقاته نه دي څه خا طرات په لاس راوړل ) ما په كى ورته ووېل ( تېار دينازاور دى) وروسته له يوي اونۍ همدا ېي د هغه نه كړى وه هغه په كى ورته ويلي وه ( سر سخت بلشوويك دى) زمونږ دوستي ددى خبرو نه پېل شوه ، ېو وخت داسى شراېط رامنځ ته شول چى ما او ده سره ملاقات لاره ده ماته مورال تشرېح كوه چى د خبرو په سند كى شته .
: د محرمو خبرو په سند كى ؟
: بلى .
: پښنه غواړم مېخاېل سرګېوېچ تاسي داسى ونه وركوى- هغه شته ، هغه شته ، نه ، پلي ځمونږ په هكله ؟
: دا په دى خاطر چى ما ريګن ته ووېل(( زه يوه دقيقه خبرى كوم نور مى تاته غوږ نيولي وي ، دا در ته واېم چى ته باېد پوه وى چى نه ته څارندوال ېي او نه زه مجرم، نه ته ښوونكى ېي او نه زه شاګرد ،كه تاسى په دى روحيه غواړى چى زمونږ مناسبات ښه شي وېلاي شم چى په دى شان مونږ ېو هم نه شوو حلولى ، ددى امكان شته چى زمونږ دا ملاقات تر اخره دوام ونه كړي، كه تاسى دى ته تېار ېاست چى زمونږه اوتاسى همكاري مساوي وي په دى صورت كولاي شوو ډېر مخكى لاړ شوو )) يوه لحظه ېي مكس وكړه او بيا ېي ووېل ( رازه ته ماته د ( ران ) او زه به تاته( ميخاېل) خطاب كوم ) دا ډېره موهمه وه او داسي مناسبا ت باېد د بوش د ادارى سره ټينګ شوي واى خو دا مناسبات ( ګ ، ك ، چ ، پ ) ټول له بېنه يوړل ، ددى امكانات ډېروه چى دا مناسبات ټينګ شوي واي ، په اخېرو وختو كى مونږ په خپلو كى په دى هكله خبرى كولى .
: تاسى د ( دېميتري مېدوېدوف) او ( بارك اباما ) په باره كي چى ځوان سياست كونكي دي څه فكر كوي ؟
: دا ډېره موهمه ده .
: هغوى به ېو بل درك كړي او كه هر ېو به په بېلو بېلو لارو ځي ؟
: په دي هكله ځما ېوه ليكنه د ( روسكېه ګازيتا ) كى چاپ شوى ده د اباما په هكله باېد ووېل شي چى دهغه كا ري ټېم داسي پاخه تجربه كاركسان دي چى تېريستل ېي اسانه نه دي
: زمونږ هم ؟
: زه په فكر كوم په هغه وخت كى هغوى په خپله ګټه استعمالولى شوو چى هر اړخيزه معلومات په لاس راوړل شي غور پي وشي او بيا تسميم و نيول شي ، له دى لپاره نوي كسان اونوى وظيفه (هدف) وټاكل شي او كه نه مونږ د بادسازى تجربى لرو چى په اخر كى رانه ګډه وډه شوه .
: مېخايل سېرګېوچ اخرنى پوشتنه ؟
: ادبي اصطلاحات مى وكارول .
: مخامخ پوښتونو ته تاسى ونه وركوي ؟
: بلى . د مشورى نه وروسته .
: مېخايل سېرګېوېچ تاسي د ريګن سره په دى بريالي شوى او د اوروپا څخه مو راكټونه يسته كړل د ( اس،اس ۲۰او پېرشېنګ ) راكټونو په هكله موافقي ته ورسېدى ، داسى برېښي چى اوس بيا راكټونه بسته كوي ، تاسى خپل راز راته وواي چى دواړو خواوو ته هم دفاعي او هم تعرضي راكټونه بسته وو څرنګه په دى بريلي شوى چى ېو بل ته ېعني اول ريګن او بيا بوش ته مو قناعت وركړه او راكټونه مو لري كړل ،( هم امريكاېانو اوهم مونږ ټول راكټونه ايسته كړل ) ؟
: لمړى هغوى دا پشنيهاد كړى وه دهغوى سېدراعظم دلته راغلى وه او د كاسيګين سره ېي خبرى كړى وى
: دكوم هيواد سېدراعظم ؟
: د جرمني فېدراتيف هيواد
پوښته : ممكن (كول) ؟
: نه نه .
: د هغه نه مخكي (شميت) ؟
: درست (شميت) هغه وېل ( مونږ مجبور يو چي د راكټو نو د لري كولو موافقه لاسليك كړو)خو اوس په دى ډېر وخت تېر شوى دى ، په هغه وخت كى ) ديميتري فيدرووېچ ) برېژنېف ته ورغى او ورته ېي ووېل ( زمونږد راكتونو ريسورس پوره وه اوس مو نوي په ځاي ودرولي دي) څنګه چى مونږ هغه بسته كړل ( پېرشېنګ) را پېدا شول اوس يواځي پېرشېنګ لرو او بس ، كله چى زه راغلم او هغه ګرپ چي دا ونه ېي مطالعه او كنترول ، په هغه وخت كى همغه ۱۰۰ راكټونه چي مونږ ېي د ځان د دفاع لپاره اجازه لرله ځاي په ځاي وه كله چي زه په واك كي وم دفاعي حالات مو ظعيفه وه اوس امكان لري چى ېو څه ښه شوي وي بيا هم ېو دوه او يا پنځه دقيقې۰۰۰
: دا د راكټونو د تېارڅي وخت دى ؟
: د بېلاروسيه څخه نيولي تر ولګا پوري نور څه غواړى .
: عجيبه ده ؟
: دامعنى وركوي چى تفنګچه ېي راته په وريځه ايښودي ده او ماته خبر كوي او واي چى د راكټونو د لېري كولو په هكله ېي موافقه كړي باېد دا كار ېي نه وي كړى او خپل راكټونه ېي ساتلي واي او اوس ېي هم له ېاده نه وځي ، لازمه دا وه چى اساسي باېد حل شوي واي ېعني راكټونه لري شوي واي .
: څنګه په دى بريالي شوي چى دا مو حل كړه ؟
: خبره په دى كى وه چي هغوى مخكى له مونږه نه دا پشنهاد كړى وه او خپله ېي خپل ځان ګېر كړي وه په اخر كى ېي پښېماني ښكاره كړه ، خو ما ورته ووېل زه نه پوهېږم (ستاسي نظر څه دى كله ېو څه واېست او كله بل څه واېست ) مونږ بآېد پوه شوو چى په خپله خبره ولاړ ېاست او كه چل كوي وروسته دهغي نه د اوروپاي ټولني شپږو هيوادونوهم پي زور راوړ او مخ په وړاندي لاړو .
پای
![]()
لالا جان د ملانقيب اخند قومندان وو چي په ۱۹۹۲ کال کښي د کندهار ښاروال وټاکل سو، خو پسله څه مودې د خپل انډيوال له خوا ووژل سو .
د افغانستان د مقاومت د دورې (۱۹۸۰) انځوريز البم
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه