کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې د ماليې نوى وزير تائېد كړ

ولسي جرګې د ماليې نوى وزير تائېد كړ


د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د ماليې وزرات ته كانديد ډاكټر عمر زاخېلوال د رايو په اكثريت د افغانستان د ماليې د وزير په توګه وټاكئ.
ډاكټر عمر زاخېلوال په اقتصادي علومو كي د بېروت په امريكايي پوهنتون كي زدكړي كړي او له څو كلونو راهيسي په افغانستان د آيسا د اقتصادي كمېټې عمومي رئيس وو.
نوموړى په اقتصادي چارو كي د ولسمشر حامد كرزي د سلاكار په توګه هم كار كړى دئ.
ډاكټر عمر زاخېلوال د تېر كال په وروستيو كي د دوو مياشتو دپاره د ټرانسپورټ د سرپرست وزير په توګه هم دنده سرته ورسوله، چي د افغان حاجيانو پروسه يې په برياليتوب سره پاى ته ورسول.
نوموړى هغه وخت د حميدالله قادري پر ځاى د ټرانسپورټ د سرپرست په توګه وټاكل سو، چي ښاغلى قادري د ولسمشر له خوا د شكمنو كارونو په ترسره كولو څارنوالۍ ته معرفي سو.
د چارو د شنونكو په اند ډاكټر عمر زاخېلوال په داسي حال كي خپله كاري وړتيا په زبات ورسول، چي بيت الله شريفي ته د زرونو افغان حاجيانو له شك سره مخ پروسه يې په خورا نظم او برياليتوب سره پاى ته ورسوله.