د پښتونخوا د هنګو په سيمه كي د جمعې له ورځي د ښوونځي يرغمل سوي كوچنيان تر اوسه ورك دي.
د هنګو امنيتي چارواكي وايي د سيمي د قومي مشرانو جرګه يې اوركزى ايجنسي ته لېږلې، چي د تښتول سوو ماشومانو حالت معلوم كړي.
د تېري جمعې په ورځ په هنګو كي د شيعه مذهب د ښوونځي پر يوه موټر نامعلومو وسله والو ډزي وكړې، چي موټروان يې مړ دوه كوچنيان پكښي ټپيان او څلور وسله والو له ځان سره وتښتول.
د پښتونخوا د هنګو په سيمه كي د شيعه او سني مشرانو وژل او د يو بل پر مسجدونو بريدونه كول يوه عادي خبره ده، خو دا لومړى ځل دئ چي په نوموړې سيمه كي پر كوچنيانو دغسي بريد كېږي.