کور / تازه خبرونه / سټيفن هارپر: د ناټو يووالى په خطر كي دئ

سټيفن هارپر: د ناټو يووالى په خطر كي دئ


د كاناډا صدراعظم سټيفن هارپر وايي كه ناټو په افغانستان كي ناكامه سي، ورسره سم به د دې تړون يووالى هم دړي وړي سي.
ښاغلي هارپر وويل په افغانستان كي د تروريزم خلاف جګړه بايد په هر قيمت وګټل سي، كه نې ليري نه ده چي د ناټو ځواكونه هلته ماته وخوري.
كاناډا په افغانستان كي د دوه نيم زره په شاوخوا كي عسكر لري، چي ډېر يې په كندهار كي د ناټو تر مشرۍ لاندي مېشت دي.
د كاناډا حكومت وايي په افغانستان كي يې د عسكرو ماموريت په ۲۰۱۱ كال پاى ته رسېږي.