دشنبي په ورځ دننگرهار ولايت په جلال اباد ښار کې لسگونو پخوانېو جهادي قومندانانو ديوې غونډې په ترځ کې دمجاهيدينود پخواني شورا د دبياجوړولو اعلام وکړ.
په هغه غونډه کې چې په همدي اړه په جلال ا باد کې جوړه شوي وه دولسي جرگي غړي او پخواني جهادي قومندان حضرت علي دمشر او سيد عبدالغفار پاچا يي دوياند په توگه وټاکل شول .
په ننگرهار کې دمجاهيدېنو تر دې شورايله يوه ورځ وړاندي په کندز کي هم داکرام الدين معصومي په مشري يوه بله شورا تر همدغه نامه لاندي جوړه شوه .
دننگرهار دمجاهدينودشورا غړى وايې چې دوي ځکه شوراجوړه کړه چې په دي وروستيو کي د دولت او خلکو ترمنځ واټن رامنځ ته شوي وو ددوي په وينا دوي غواړي په دي کار سره ددولت او خلکو ترمنځ رابطه تيڼگه کړي .
ديادوني وړده چي په دي وروستيو کي په ځانگړي ډول دبشر دحقونو دنړيوالي ورځي دنمانځني تر غونډه وروسته چي پکي ولسمشر کرزى د پخوانيو مجاهيدينوڅخه سروټکاوه دا څوم ځل دي چي پخوانې جهاي مشران ددولت په وړاندي پر داډول عمل لاس پوري کوي.