کور / تازه خبرونه / پنجاب: سياسي حالات كړكېچن دي

پنجاب: سياسي حالات كړكېچن دي


د پاكستان په پنجاب ايالت كي وروسته له هغه مظاهرې شروع سوې، چي تېره ورځ د پاكستان پخوانى صدارعظم نواز شريف او ورور يې شهباز شريف نا اهله اعلان سول.
د پاكستان ستري محكمې تر ډېر ځنډ وروسته پرېكړه وكړه، چي نواز شريف او شهباز شريف په پارلماني ټاكنو كي د ګډون حق نه لري.
د پاكستان د اساسي قانون له مخي يو كس تر دوه پلا ډېر صدارعظم او وزير اعلى نه سي ټاكل كېداى، چي د محكمې په وينا نواز او شهباز دواړو تر دې مخكي خپلي دوې دورې تيري كړي دي.
د پاكستان ستري محكمې پر داسي وخت دغه پرېكړه وكړه، چي شهباز شريف عملاً د دريم ځل دپاره د پنجاب په ايالت كي له يوولسو مياشتو راهيسي اعلى وزير وو.
د پنجاب حكومت وايي نور د ايالتي پارلمان دروازه د شهباز شريف پر مخ تړل سوې ده او تر دې وروسته به په دغه ايالت كي د حكومت چاري د ولسمشر زرداري تر حمايت لاندي د والي سلمان تاثير له خوا اجرا كېږي.
د نواز شريف او شهباز شريف پلويانو نن د پنجاب ايالت په ډېرو سيمو كي مظاهرې وكړې او د پنجاب ايالتي پارلمان دېرش غړي په داسي حال كي د پوليسو له خوا نيول سوي، چي هغوى په غونډه كي د ګډون دپاره د ايالتي پارلمان ودانۍ ته ننوتلي وو، خو پوليس وايي پارلمان نن غونډه نه درلوده او تر هغه وخته چي نوى وزير اعلى ټاكل كېږي د پارلمان د غونډي د رابللو صلاحيت يوازي والي لري.
د پاكستان د سياسي چارو څېړونكي وايي پنجاب د پاكستان پر اقتصاد او صناعت سربېره له يوه ځانګړي سياسي حيثيت څخه برخمن دئ.
د څېړونكو په وينا پنجاب د پاكستان د يووالي سمبول دئ، كه كړكېچن حالات همداسي دوام پكښي وكړي، ليري نه ده چي دغه هيواد به تجزيه سي.