له جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي ولسمشر حامد كرزي تېره ورځ په ارګ كي د بهرنيو هيوادونو له سفيرانو سره په دې خاطر غونډه وكړه، چي كه د افغانستان انتخابات د اپرېل په مياشت كي (پر خپله اصلي نېټه) ترسره سي.
د افغانستان د انتخاباتو كمېسون تېره مياشت اعلان وكړ، چي د كافي پيسو د نستوالي او امنيتي ستونزو پر اساس نه سي كولاى چي انتخابات پر خپل وخت ترسره كړي.
د انتخاباتو كمېسون د پورتنيو ستونزو له امله د ټولټاكنو نېټه له جوزا څخه د اسد ۲۹ –مي ته وځنډول.
د افغان حكومت مخالف ګوندونه وايي د انتخاباتو د كمېسون پرېكړي ته هركلى كوي، خو د جوزا له لومړۍ نېټې څخه پر واك د حامد كرزي پاتېدل نور قانوني بڼه نه لري.
د حكومت اپوزيسون ګوندونه پر ولسمشر نيوكه كوي، چي غواړي په دې ډول له دولتي امكاناتو څخه په استفاده د خپل ځان دپاره كمپاين وكړي.
بلي خواته ولسمشر حامد كرزي وړمه ورځ د مشرانو او ولسي جرګې له رئيسانو سره غونډه وكړه، چي د انتخاباتو له ځنډ سره پر واك پاته سي، خو د ولسي جرګې مشر يونس قانوني وايي په دې اړه بايد د افغانستان ولسي جرګه فيصله وكړي.
د سياسي چارو د څېړونكو په وينا دا چي مخالف ګوندونه د ښاغلي كرزي پر واك پاتېدل نه مني، نو ځكه نوموړى بيرته په دې هڅه كي سو، چي انتخابات پر اصلي وخت ترسره كړي.