په هغه چاودنه كي چي د چارشنبې په سهار د كندهار په پنځمه ناحيه كي د خوجك بابا په سيمه كي رامنځته سوه، د چارواكو په وينا څلور تنه يې وژلي، چي دوه پكښي افغان پوځيان اودوه نور لارويان دي.
د كندهار امنيتي مقامات وايي په چاودنه كي پر پنځو پوځيانو سربېره څلور ولسي كسان ټپيان سوي هم دي.
د دې چاودني لامل چي دمخه ځانمرګى بريد په ګوته سوى وو، د پوليسو په وينا تر څېړنو وروسته څرګنده سوه، چي د سړك د غاړي ماين وو.