کور / هراړخیز / ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۱۴)

ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۱۴)

اسلامي سیاست څه ته وایې؟
 مطلق اطاعت
  د اطاعت او طاعت معنى ده: (لايتمارلما امر و الارتسام فيما رسم )
  [ د ورکړل شوي حكم منل او په هغه رسم [ قانون ] تلل چې ورته  ټاكل شوې وي ] .
  د الله جل جلاله د مطلق او غير مشروط اطاعت  حكم د  قراّنكريم په 28 اّيتونو کې شوي دې او د فساقو او نافرمانه خلكو، اطاعت څخه منع والى او د هغه بدي  په پنځلس اّيتونو کې شوي ده ، او د الله جل جلاله د پادشاهى ذكر د قراّنكريم په 39 اّيتونوکې شوې دې ، د دې پورتنۍ جملى څخه هم د الله جل جلاله د حاكميت ثبوت په لاس راځي.       په لاندې ورکړل شوي نقشه کې د هغو اّيتونو د شمير ذكر دې چې د هغه په واسطه د الله جل جلاله تشريعى حاكميت  ثابتیږي . دا نقشه د سرسرى مطالعى وروسته تیاره شوي او كه نه په قراّنكريم کې نور هم ډیر داسى  كليمات شته چې د هغى څخه پورتنى مضمون په ډیره ښه توګه ثابتیداي شي ، خو حقيقت دا دې چې ټول قراّن كريم د الهي حاكميت دليل دې ځکه چې دا كتاب الله جل جلاله رالیږلې د كوم انسان تاليف اوتصنيف نه دې .
  د اسلامي حاكميت اصول قراّنكريم په بيل شكل ، جملو او متنوع اسلوب کې بیان کړي دې :لکه،
تشريعى حكم 22  اّيتونه
شريعت 3  اّيتونه
اله  د  تشريعى   حاكم په معنى3   اّيتونه
رب د تشريعى حاكم په معنى 142 اّيتونه
قضا د تشريعى   حكم  په معنى 2  اّيتونه 
اّمر د تشريعى حاكم   په معنى 43 اّيتونه
عبادت  د اطاعت  په   معنى  73  اّيتونه
عبد د تشريعى حاكم د تا بعدار په معنى 131 اّيتونه
د مطلق اطاعت  حكم 28 اّيتونه
د فساقو د اطاعت څخه منه والى 15 اّيتونه
طاغوت ته د تحاكم څخه  منه والې8  اّيتونه
د الهي  ملك  39  اّيتونه
ټول  ځايونه 509 اّيتونه
د الهي حا كميت په اړه
د رسول ا كرم صلى الله عليه وسلم احاديث
  د الله جل جلاله د حاكميت په هكله د رسول الله صلى الله عليه وسلم د احاديثو شمير ترسلګونو پورى رسي ليكن دلته د نمونى په توګه يوڅواحاديث رانقلووچې د الله تعالى د حاكميت په هكله ښکاره دلایل دي.. د تهجد دلمانځه په وخت کې به رسول الله صلی الله عليه وسلم يوه اوږده   دعا لوستله چې د هغى يوه جمله دا ده :
  (وبك خاصمت و اليك تحاكمت )
  [ زه ستا په كومك سره بحث كوم او ستا په وحى پریکړه كوم1].
  ابن حجر رحمة الله عليه د« تحاكمت» تشريح په دې توګه   کړي    ده   چې [زه د ټولو معاملاتو او شخړو پریکړه ستا د حكم مطابق كوم او د جاهليت په مشركانه رسوموباندې ئى نه كوم .]
  (عن عبدالله بن ابى  اوفى رضی الله عنه اوصى بكتاب الله تعالى)
  [ د عبدالله د ابى اوفى رضى الله عنه نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته په قراّن د عمل كولو وصيت کړي وه2] .
  ( حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ يَحْيَى بْنِ حُصَيْنٍ قَالَ سَمِعْتُ جَدَّتِي تُحَدِّثُ أَنَّهَا سَمِعَتْ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَخْطُبُ فِي حَجَّةِ الودَاعِ وَهُوَ يَقُولُ وَلَوْ اسْتُعْمِلَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ يَقُودُكُمْ بِكِتَابِ اللَّهِ فَاسْمَعُوا لَهُ وَأَطِيعُوا و حَدَّثَنَاه ابْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ وَعَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ عَنْ شُعْبَةَ بِهَذَا الاسْنَادِ وَقَالَ عَبْدًا حَبَشیا و حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ حَدَّثَنَا وَكِيعُ بْنُ الْجَرَّاحِ عَنْ شُعْبَةَ بِهَذَا الاسْنَادِ وَقَالَ عَبْدًا حَبَشیا مُجَدَّعًا )
  [ام الحصين رضی الله عنه فرمايى چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دحجه الوداع په وخت کې اوريدلى و  چې كه چيرى په تاسې بدرنګه تور غلام هم امير و ټاکل  شي نو د هغى اطاعت وکړئ خو په دې شرط :   (يقودكم بكتاب الله )[ چې هغه ستاسو قیادت او مشرى د الله جل جلاله دكتاب په  اساس وکړي3. ]
  (عن مالك رحمة الله عليه بلغه ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال تركت فيكم امرين لن تضلوا ما تمسكتم بهما كتاب الله وسنة نبيه )
  [ ما ستاسو ترمنځ دوه شیان پريښوول تر هغى پورى چې تاسې په هغى  منګولى لګو لى وي، نو هیڅکله به ګمراه او بى لاری نه شئ ، يو د الله كتاب او بل د نبى صلی الله عليه وسلم سنت ] 4.
  (عن ابى هريره قال رسول الله صلی الله عليه وسلم فاحذروا انى تركت فيكم ما ان اعتصمتم به فلن تضلوا ابدا كتاب الله وسنه نبيه )
  [ د شيطان د پيروي څخه ځان وساتى، ما ستاسې ترمنځ هغه شي پرى ایښې دې چې كه چيرى تاسې په هغه  ټينګي منګولى ولګولى نوهیڅکله به بى لارې نه شئ  ، يو د الله جل جلاله كتاب اوبل د نبى صلی الله عليه وسلم سنت 5].
  (عن ابى شريح الخزاعى رضى الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ان هذا القراّن طرفه بيدالله وطرفه بايديكم فتمسكوا به فانكم لن تضلوا و لن تهلكوا بعده ابداُ)
   [ د ابى شريح خزاعى رضى الله عنه څخه روايت دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايلى دې د دې قران يوه خوا د الله جل جلاله په لاس کې ده او بله خوا يى ستاسې په لاس کې ده، دا ټینګ ونيسئ  نو هیڅکله به بى لارې نه شئ اونه به په هلاکت کې ولویږئ ] 6.
  (عن ابى  ايوب الانصارى رضی الله عنه قال رسول الله صلی الله عليه وسلم :عليكم بكتاب الله احلوا حلاله و حراموا حرامه )
  [ د الله جل جلاله دكتاب تابعدارى په خپل ځان لازمه کړئ د هغه حلال، حلال وګڼئ   او د هغه حرام، حرام  وشميرى ] 7.
  ( حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ إِسْمَعِيلَ ډلواسِطِيُّ حَدَّثَنَا وَكِيعٌ حَدَّثَنَا أَبُو فَرْوَةَ يَزِيدُ بْنُ سِنَانٍ عَنْ أَبِي الْمُبَارَكِ عَنْ صُهَيْبٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَا آمَنَ بِالْقُرْآنِ مَنْ اسْتَحَلَّ مَحَارِمَهُ )
  [ د صهيب رضی الله عنه نه روايت دې چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلى دي چې په قراّن ئى ايمان نه دې راوړى هغه چا چې د هغه حرام کړي شیان ئى  حلال و شمیرل8].
(  حَدَّثَنَا عَبْدُ بْنُ حُمَيْدٍ حَدَّثَنَا حُسَيْنُ بْنُ عَلِيٍّ الْجُعْفِيُّ قَال سَمِعْتُ حَمْزَةَ الزیاتَ عَنْ أَبِي الْمُخْتَارِ الطَّائِيِّ عَنْ ابْنِ أَخِي الْحَارِثِ الاعْوَرِ عَنْ الْحَارِثِ قَالَ مَرَرْتُ فِي الْمَسْجِدِ فَإِذَا النَّاسُ يَخُوضُونَ فِي الاحَادِيثِ فَدَخَلْتُ عَلَى عَلِيٍّ فَقُلْتُ یا أَمِيرَ الْمؤمِنِينَ الا تَرَى أَنَّ النَّاسَ قَدْ خَاضُوا فِي الاحَادِيثِ قَالَ وَقَدْ فَعَلُوهَا قُلْتُ نَعَمْ قَالَ أَمَا إِنِّي قَدْ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ الا إِنَّهَا سَتَكُونُ فِتْنَةٌ فَقُلْتُ مَا الْمَخْرَجُ مِنْهَا یا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ كِتَابُ اللَّهِ فِيهِ نَبَأُ مَا كَانَ قَبْلَكُمْ وَخَبَرُ مَا بَعْدَكُمْ وَحُكْمُ مَا بَيْنَكُمْ وَهُوَ الْفَصْلُ لَيْسَ بِالهزْلِ مَنْ تَرَكَهُ مِنْ جَبَّارٍ قَصَمَهُ اللَّهُ وَمَنْ ابْتَغَى الهدې فِي غَيْرِهِ أَضَلَّهُ اللَّهُ وَهُوَ حَبْلُ اللَّهِ الْمَتِينُ وَهُوَ الذِّكْرُ الْحَكِيمُ وَهُوَ الصِّرَاطُ الْمُسْتَقِيمُ هُوَ الَّذِي لاتَزِيغُ بِهِ الاهْوَاءُ وَلا تَلْتَبِسُ بِهِ الالْسِنَةُ وَلا يَشْبَعُ مِنْهُ الْعُلَمَاءُ وَلا يَخْلَقُ عَلَى كَثْرَةِ الرَّدِّ وَلا تَنْقَضِي عَجَائِبُهُ هُوَ الَّذِي لَمْ تَنْتَهِ الْجِنُّ إِذْ سَمِعَتْهُ حَتَّى قَالوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ مَنْ قَالَ بِهِ صَدَقَ وَمَنْ عَمِلَ بِهِ أُجِرَ وَمَنْ حَكَمَ بِهِ عَدَلَ وَمَنْ دَعَا إِلَيْهِ هَدې إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ خُذْهَا إِلَيْكَ یا أَعْوَرُ )

   [ سیدنا حارث اعور رضى الله عنه فرمایې چې زه په جومات کې تيريدلم و مى ليدل چې  خلك د دنیا په خبرو بوخت دي نو زه سیدنا على رضى الله عنه ته ورغلم ،ومو ويل یا امير الموْمنين ایا تاسې نه ګورئ چې خلك په خبرو مشغول دي هغه وفرمايل : ایا داسى دي ؟ ما وويل هو ! سیدنا على  رضى الله عنه وفرمايل : رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايلي  چې ( او دا  مې ورڅخه واوريدل چې) :يوه فتنه راتلونكى ده، ما عرض وکړ  ددې څخه د ځان ساتلو كومه لاره شته ، هغه وفرمايل : د الله جل جلاله كتاب دې چې په دې  کې د تيرشوو قومونوحالات بیان شوي دي او د راتلونكو قومونو له پاره خبر دې ، دا كتاب ستاسو ترمنځ  د راپيښو شوو شخړو او معاملوله پاره حكم {پریکړه كونکې قانون } دې .
  د دې حديث د راوي حارث اعور رضى الله عنه د ثقه والى په هكله محدثينو خبرى کړي دې ، خو ابن كثير رحمة الله عليه وايى چې حارث اعور د درواغو احاديثو جوړونکې نه دې، همدغه روايت امام احمد رحمة الله عليه هم په خپل مسندکې نقل کړي دې،په همدې توګه  يوحديث د سیدنا عبدالله بن مسعود رضى عنه څخه امام ابوعبيد قاسم بن سلام رحمة الله عليه   په خپل كتاب فضايل القراّن کې او د ابن عمر رضى الله عنه څخه ابن الاثير په جامع الاصول کې رانقل کړي دې- خو د هغوی په سندکې حارث اعور رضى الله عنه نشته 9.
( حَدَّثَنَا الْحُسَيْنُ بْنُ يَزِيدَ الْكُوفِيُّ حَدَّثَنَا عَبْدُ السلام بْنُ حَرْبٍ عَنْ غُطَيْفِ بْنِ أَعْيَنَ عَنْ مُصْعَبِ بْنِ سَعْدٍ عَنْ عَدِيِّ بْنِ حَاتِمٍ قَالَ أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَفِي عُنُقِي صَلِيبٌ مِنْ ذَهَبٍ فَقَالَ یا عَدِيُّ اطْرَحْ عَنْكَ هَذَا الوثَنَ وَسَمِعْتُهُ يَقْرَأُ فِي سُورَةِ بَرَاءَةٌ «اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ» قَالَ أَمَا إِنَّهُمْ لَمْ يَكُونُوا يَعْبُدُونَهُمْ وَلَكِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا أَحَلُّوا لَهُمْ شَيْئًا اسْتَحَلُّوهُ وَإِذَا حَرَّمُوا عَلَيْهِمْ شَيْئًا حَرَّمُوهُ )

   [ عدې رضى الله عنه فرمايى چې كله زه د نبى اكرم صلى الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر شوم نو زما په غاړه د سرو زرو صليب و  نبى صلی الله عليه وسلم وفرمايل اى عدې ! دا بت وغورځوه ، هغه په دې وخت کې د برات د سورت دا اّيت لوسته چې« هغوی خپل علما ء او پيران د الله جل جلاله پرته خپل خدایان ګرځولى و» ، ويى فرمايل ښه پوه شه چې دې خلكو د هغوی پرستش نه كاوه خوكله به چې د دوي احبارو او رهبانوكوم شي حلال کړ نو د هغوی مقلدينو او پيروانو به هم هغه { پرته دكوم شرعي دليل څخه } حلال ګانه او كوم شئ به یې چې حرام کړ هغوی به هم  هغه  حرام ګانه ] 10.
  په دې اّيت او په دې حديث کې   پاپائيت او تیاكراسۍ ته شرك ويل شوي دې چې په هغه کې پاپ ته د تحريم او تحليل كامل اختیارات ورکړل شوي و او هغوی په عملى توګه  اعلى حاكمان ګرځېدلى وو .
  ابن جرير رحمة الله عليه دا حديث د څلورو سندونو په اساس رانقل کړي دې. په يوه روايت کې دا زیاته شوي چې[ همدغه کړچار د هغوی عبادت و ] اوهمدغه هغوی خپل خدایان ګرځولي و و .11
  دا حديث احمد بن حنبل ، ابن سعد ، عبدبن حميد ، محمدبن المنذر ، ابن ابى حاتم ، ابن مردويه او بيهقى رحمة الله عليهم هم په خپلو كتابونوکې رانقل کړي دي 12.
  په دې احاديثوکې قراّن كريم او نبوي سنتو يعنى د الله جل جلاله له خوا نه وحى ته د واجب الاطاعت قانون درجه ورکړل شوې او د الهي  حاكميت مقصد هم همدا دې چې د الله جل جلاله له خوا را لیږل شوي قانون ته په نورو وضعى قوانينو پورته والى ورکړل شي او د الله جل جلاله وحى ته د قانون د ماخذ او سر چینې درجه ورکړل  شي .
د الهي حاكميت په اړه
د راشدينو خلفاو رضى الله عنهم تګلاره
  د قراّن او سنتوڅخه وروسته د مسلمانانوله پاره د عمل غوره نمونه دراشدينو خلفاو رضى الله عنهم کړنلاره او سنت دي.  په صحيح بخاري کې د څلورو واړو راشدينوخلفاو کړنلاره په دې توګه بیان شوي ده :
  (فاذا وضح الكتاب والسنه لم يتعدوه الى غيره اقتدا بالنبى صلی الله عليه وسلم )
  [ د دې خلفاء رضى الله عنهم او امامانو په وړاندې به چې كله د قراّن او سنت له مخى  حكم واضع شو نو د هغه څخه به يى  د نبى صلی الله عليه وسلم د اتباع په خاطر تيرى نه كاوه ] .
  امام دارمى رحمة الله عليه چې په 255 هجرى قمري كال کې وفات شوي د ابوبكر صديق  رضی الله عنه  کړنلاره  په  دې توګه  بیانوي :
( أَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الصَّلْتِ حَدَّثَنَا زُهَيْرٌ عَنْ جَعْفَرِ بْنِ بُرْقَانَ حَدَّثَنَا مَيْمُونُ بْنُ مِهْرَانَ قَالَ كَانَ أَبُو بَكْرٍ إِذَا وَرَدَ عَلَيْهِ الْخَصْمُ نَظَرَ فِي كِتَابِ اللَّهِ فَإِنْ وَجَدَ فِيهِ مَا يَقْضِي بَيْنَهُمْ قَضَى بِهِ وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِي الْكِتَابِ وَعَلِمَ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي ذَلِكَ الامر سُنَّةً قَضَى بِهِ فَإِنْ أَعْیاهُ خَرَجَ فَسَأَلَ الْمُسْلِمِينَ فَقَالَ أَتَانِي كَذَا وَكَذَا فَهَلْ عَلِمْتُمْ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَضَى فِي ذَلِكَ بِقَضَاءٍ فَرُبَّمَا اجْتَمَعَ إِلَيْهِ النَّفَرُ كُلُّهُمْ يَذْكُرُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيهِ قَضَاءً فَيَقُولُ أَبُو بَكْرٍ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي جَعَلَ فِينَا مَنْ يَحْفَظُ عَلَى نَبِيِّنَا فَإِنْ أَعْیاهُ أَنْ يَجِدَ فِيهِ سُنَّةً مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ جَمَعَ رُءُوسَ النَّاسِ وَخِیارَهُمْ فَاسْتَشَارَهُمْ فَإِنْ أَجْمَعَ رَأْيُهُمْ عَلَى أَمْرٍ قَضَى بِه )

   [ كله به چې د ابوبكر رضی الله عنه په وړاندې دوه ډلوكومه مسئله د پریکړى له پاره راوړه نو د ټولو ترمخه به يى په قراّن كريم کې د هغه د حل له پاره غور او فكر كاوه،كه چيرى په قراّن کې به ئى د هغه د حل كومه لاره پيدا کړه نو د هغه مطابق به ئى پریکړه كوله خوكه په قراّن كريم کې به كوم واضح حكم په لاس ورنغى او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتوکې به ورته  د هغى له پاره كوم حكم معلوم و ، نو بیا به ئى د همغه مطابق پریکړه كوله، خوكه چيرى به په دواړو کې د حكم د ميندلو څخه عاجزه شو، نو بیا به د باندې راووت او د مسلمانانو څخه به ئى پوښتنه كوله چې ما ته په دې توګه  يوه موضوع راغلي ایا تا سې ته په دې هكله د رسول الله صلی الله عليه وسلم كومه پریکړه معلومه ده؟ څو ځلى داسى شوي چې د ابوبكر رضی الله عنه   سره به د مسلمانانو يوه ډله يو ځاى كيدله او هريو به په دې هكله د رسول الله صلی الله عليه وسلم پریکړه رانقلوله ، نو ابوبكر رضی الله عنه وويل:  (ستاينه ده الله  جل جلاله  ته چى په مونږ كى داسى خلك شته چې زمونږ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سنت یې په یاد دې 13.)
  دغه روايت په سنن بيهقى کې هم رانقل شوي دې خو په اّخرکې ويل شوي دې چې د سیدنا عمر رضی الله عنه هم همدغه کړنلاره وه14 .
د الهي حا كميت په اړوند
د اسلام د سپيڅلى دين د پوهانو [ فقهاو ] ويناوی
  دلته د الهي حاكميت په هكله د مجتهدينو امامانو او مشهورو اسلامي پوهانو ويناوي وړاندې کیږي ترڅو څرګنده شي چې زمونږ پخوانى فقها ء د الهي حاكميت په دينى اصولو کې ټول د يوه نظر خاوندان او متفق دي .
  ا } امام ابوحنيفه رحمة الله عليه چې په 50 هجرى قمري كال مړ شوي دې  فرمايى : (اخذ بكتاب الله فما لم اجد فبسنه رسول الله صلی الله عليه وسلم فان لم اجد فى كتاب الله و لا سنه رسول الله صلی الله عليه وسلم اخذت بقول اصحابه رضى الله عنهم اخذ بقول من  شئت منهم وادع  من شئت منهم و اخراج  الى قول غيرهم فاما اذ انتهى الامر الى ابراهيم  و الشبعى و ابن  سيرين  وعطاء و سعيدبن المسيب رحمة الله عليهم و عدد رجالا فقوم اجتهدوا فاجتهد  كما اجتهدوا)
   [ زه د الله جل جلاله په كتاب عمل كوم كله چې په هغه کې را ته كوم حكم په لاس رانه شي نو بیا د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت را اخلم خوكه چيرى په كتاب او سنت دواړوکې را ته حكم په لاس رانه شي نو بیا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د  اصحابو رضی الله تعالى عنهم قول را اخلم . د هغوی د اقوالو څخه مى چې د چا قول خوښ شو هغه اخلم او د چا مى چې خوښ نه  شو پریږدم  يى، خو د صحابو رضى الله عنهم د وينا و پرته د بل چا وينا نه را اخلم ،كله چې  خبره ابراهيم ، شعبى ، ابن سيرين ،عطاء ، سعيد بن المسيب رحمة الله عليهم او په دې توګه   نورو وګړوته ورسي نودا داسى خلك و  چې اجتهاد به ئى  كاوه  نو زه هم د هغوی په څيراجتهادكوم ] 15.
  (كان ابوحنيفه رحمة الله عليه يقول حرام على من لم يعرف دليلى ان يفتى بکلامى و قال لا ينبغى لاحد ان يقول قولا حتى يعلم ان شريعه رسول الله صلی الله عليه وسلم يقبله )
  [ امام ابوحنيفه رحمة الله عليه به ويل چې حرام دې په هغه چاچې د دليل د معلومولو پرته زما په وينا فتوي وركوي ، او هيچا ته په  دين کې هیڅ خبره كول مناسب نه دې،  ترڅو يى پلټنه ونه کړي، چې ایا د رسول الله صلى  الله عليه وسلم شريعت دا خبره قبلوي 16].
  (كان الامام الاعظم يقول ایاكم وارا ء الرجال)
   [ امام اعظم رحمة الله عليه به فرمايل چې د خلكو په ذاتى راي [ ددليل پرته] د عمل كولوڅخه لرى والى وکړي17].
  ب } د امام ابويوسف رحمة الله عليه شاګرد يحيى بن يحيى رحمة الله عليه فرمايى چې [ ما د نوموړى امام څخه د وفات كيدو په وخت کې اوريدلى چې ويل یې : «كل ما افتيت به فقد رجعت عنه الا ما وافق كتاب الله و سنه رسول الله صلی الله عليه وسلم» [ ما د خپلو ټولو فتواو څخه مراجعه کړي ده پرته له هغوڅخه چې د كتاب الله او سنت رسول الله صلی الله عليه وسلم د احکامو سره برابرى وي ] 18.
  ابن عبدالبر ، امام شعرانى او ابن عابدين شامى رحمة الله عليهم دڅلورو واړو امامانوڅخه رانقل کړي دې چې : (اذا صح  الحديث فهو مذهبى)
   [ په صحيح حديث عمل كول زما مذهب دې ] 19.
  ج } امام مالك رحمة الله عليه 179هجرى قمري كال مړ شوي دې فرمايى : (الحكم حكمان حكم جا ء به كتاب الله و حكم احكمته السنه)
   [ حكم او قانون يواځې دوه برخى لري  يو دا چې د الله جل جلاله د كتاب څخه ثابت شوي وي او دوهم دا چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو څخه ثابت شوي وي ] 20.
  د } امام شافعى رحمة الله عليه چې په  204  هجرى قمري كال مړ شوي دې په خپل كتاب شپږم او اوم ټو ک  کې په دې موضوع اوږود بحث  کړيدې ، هغه د كتاب او سنت څخه د اّزاد قانون جوړونى او اجتهاد كونكو په هكله  فرمايى چې :  ( قال قولا عظيما لانه وضع نفسه  فى  رايه و اجتهاده و استحسانه على غير كتاب و لاسنه موضعها فى ان يتبع رايه كما اتبعا )  [هغه ډیره ستره خبره کړي ده، دا په دې خاطر چې هغى خپلى ذاتي رائى ، خپل  اجتهاد او خپلى خوښه ته چې په كتاب او سنت نوي بنا شوئ ، د كتاب او سنت درجه ورکړي ده ، تر څو د دې د رائى او اجتهاد همداسى پيروي وکړل شي لكه څنګه چې د كتاب او سنتو پيروي کیږي 21.
  په بل ځاى کې لیکي چې خپله خوښه  روا ګڼل  داسى دې لكه څوک چې  خپل ځان ته د شارع او قانون جوړونکې درجه ورکړي . 
  دا هم لیکي چې: ( لا  يلزم قول بكل حال الا بكتاب الله و سنه رسوله )
  [ يوه وينا هم په هیڅ حالت کې لازم الاتباع نه ګرځي پرته له دې څخه چې په كتاب او ستنوکې د هغه له پاره كوم دليل موجود وي ] .
  ها}  امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه چې په 241 هجرى قمري كال مړ شوې  دې خپل يوه شاګرد ته د نصيحت كولوپه ترڅ کې ويلي و چې : ( لا  تقلدنى ولا تقلد مالكا ولا الشافعى ولا الاوزاعى ولاالثورى رحمة الله عليهم وخذمن حيث اخذوا)
   [ مه زما تقليدكوه، نه د مالك نه د شافعى نه د اوزاعى نه دثورى رحمة الله عليهم بلكه د هغه منبع څخه احكام واخله دكومه ځايه چې دوي بزرګانو اخستى وو22].
  امام احمد رحمة الله عليه چې په 228 هجرى قمري كال مړ شوي دې د خلق قراّن د فتنى په وخت کې ئى معتصم عباسى خليفه ته په يوه ويناکې وويل  ( یا اميرالمومنين : اعطونى شیا من كتاب الله و سنه رسوله حتى اقوال به )  [یااميرالمومنينه ! دكتاب الله او د رسول الله  د سنتو له مخى په [خلق قراّن باندې ] كوم دليل را وړاندې کړه چې زه يى ومنم ] 23.
  و } امام ابن حزم رحمة الله عليه چې په  456  هجرى قمري كال كى مړ شوې دې لیکلي دې چې : ( دين الاسلام اللازم لكل احد لايوخذ الا من القراّن او مما صح عن رسول الله صلی الله عليه وسلم)
   [ د اسلام  د دين احكام چې پيروي ئى په هرچا لازمه ده د قراّن او صحي حديثونه پرته  د بل څه څخه نه اخستل کیږي ] 24.
  ز } امام فخرالاسلام بزدوي حنفى رحمة الله عليه 482 هجرى قمري كال كى مړ شوي دې لیکلي دې چې : ( و اصل الشرع الكتاب والسنه )
   [ د شرعي قوانينو ماخذكتاب او سنت دې 25]
  ح } امام غزالى رحمة الله عليه چى په  482 هجرى قمري كال مړ شوي دې لیکلي دې چې : (فانما النافذ حكم المالك على مملوكه و لا مالك الا الخالق فلا امر والا حكم الا له)
   [ په غلام يواځې د خپل مالك حكم نافذيدلى شي، نوڅرنګه چې د خالق پرته بل مالك نه شته نو پس  د همغه  پرته  بل څوک  د حكم كولو حق نه لرى26.]
  ط } شيخ الاسلام ابن تيمه رحمة الله عليه 728 هجرى قمري كال کې مړ شوي دې لیکلي دې چې : (والشريعه انما هى كتاب الله و سنه رسول الله صلى الله عليه وسلم و ما كان عليه سلف الامه فى العقائد و الاحوال  و العبادات  و الاعمال  و الاحكام و السیاسیات )
  [ شرعي قانون هغه دې چې د كتاب او سنتو څخه ثابت شوي وي او سلفو پرى عمل  کړي وي ، د عقائدو او اخلاقو له پلوه هم، د عباداتو او اعمالوله خوا هم او د احكامو او سیاسیاتونو له خوا هم  27].
  ى } امام ابن قيم رحمة الله عليه چې په 751 هجرى قمري كال  کې  مړ شوي دې لیکلي دې : ( لا واجب الا ما اوجبه الله ورسوله ولم يوجب الله و رسوله على احد من الناس ان يتمذهب بمذهب رجل من  الامه)
   [ د اتباع وړحكم هغه دې چې الله جل جلاله او د هغه رسول واجب کړې وي ، الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم په هيچا دا واجب کړي نه دې چې د امت څخه د يوه كس مذهب دې لازما ُاختیارکړي28].
  ك } امام ابواسحق الشاطبى رحمة الله عليه چې په  790 هجرى قمري كال مړ شوي دې لیکلي دې :   (د علماء او فقهاو پيروي په دې خاطرنه کیږي چې هغوی په مطلق توګه  د حكم وركولو او قانون جوړولو په منصب فائز وي دا منصب يواځې هغه  شريعت ته حاصل دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوي و 29.
  ل } قاضى  بيضاوي رحمة الله عليه چې په  791 هجرى قمري كال کې مړ شوي دې لیکلي دې چې : (الفصل الا ول فى الحاكم و هو الشرع دون العقل) [ حاكم او د قانون  ماخذ عقل نه دې بلكه د الله جل جلاله  شريعت وي 30].
  م } علامه  ابن الهام حنفى رحمة الله عليه چې په  861  هجرى  قمري  كال کې مړ شوي  دې  لیکلي دې : ( الحاكم لا خلاف  فى انه الله رب العالمين)
   [ په  دې  هكله  هیڅ  اختلاف  نه   شته  چې حاكم   رب العالمين   په  خپله دې 31].
  ن } قاضى شوکاڼى رحمة الله عليه چې په 750 هجرى قمري كال کې مړ شوي دې لیکلي دې 🙁 لا خلاف فى كون الحاكم الشرع )
  [ په دې هكله هیڅ اختلاف نه شته چې د الله شريعت حاكم دې 32].
په حكم کې شرك
  په تيرو شوو پاڼو کې د 509 قرانى كليمو، لس حديثونو، د راشدينو خلفاو د کړنلارې او د څوارلسو مشهورو فقهاو د ويناوو څخه دا راپه ډاګه  شويده چې حاكميت د الله جل جلاله صفت دې او د قانون ماخذ قراّن او سنت. د دې څیړنې څخه دا ثابتیږي چې د الله جل جلاله پرته بل چاته د حاكميت ، شارعيت او په غير مشروط توګه  د  قانون جوړونى واګي   وركول په حكم کې شرك [ شرك فى  الحكم ] دې ، چې د شرك بدې او مذمت د قراّن كريم په 168 ځايونو کې بیان شوي   . دلته ئى د نمونى په توګه يو څو اّيتونه را اخلو چې د هغه څخه د شرك فى الحكم [ په قانون جوړونه کې د شرك ] بدې بیان شوي ده .
  (وَلا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرْ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ وَإِنَّ الشیاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَى اولیائِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ)
  [د الانعام سورت 121 اّيت]
  [ او د هغه څارويو چې د الله د نوم په اخيستلو نه وي ذبحه کړاى شوي غوښه مه خورئ، دا كار فسق دې شيطان د خپلودوستانو په زړونوکې شكونه او وسوسى اچوي ، تر څو چې هغوی له تاسې سره شخړه وکړي خو كه تاسې د هغوی اطاعت وکړ تاسې به په باوري توګه مشركان یاست ].
  د مائدې د سورت په لومړې اّيت کې ئى د هر ډول   مردارى غوښى خوړل حرام کړي دې چې مرداره غوښه په درى ډوله ده : لومړې دا چې د حلا لولو پرته مړ شي ، دوهم د كوم موْمن  یا د كتاب  د خاوندانو پرته ئى بل كوم مشرك ذبح کړي ، دريم داچې دالله جل جلاله د نامه پرته د بل چا په نوم حلاله  شوي وي .  نو په پورتنى اّيت کې د همدې دريم ډولو  لورې   ته اشاره  شوي  ده   ځکه چې د هغوی دحرمت په هكله شيطانانو د دوي په   زړونو  کې شكوك پيدا كول ، نوالله جل جلاله مسلمانانوته وويل چې كه چيرى تاسې د شيطان د دې شكوكود اغیز لاندې راشي او دهغوی خبره ومنئ   نوتاسو به هم مشركان شئ.    ښکاره ده چې د دې څخه شرك فى  الحكم [ په حكم کې شرك ] مقصد دې .
  امام رازى رحمة الله عليه فرمايى چې : ( و فيه دليل على ان كل من احل شیا مما حرم الله اوحرم شیا مما احل الله فهو مشرك وانما سمى مشركا لانه  اثبت حاكما سو الله تعالى وهذا هو الشرك)
   [ په دې اّيت کې ددې خبرى دليل موجود دې چې هرڅوک چې د الله جل جلاله حرام کړي شیان حلال او حلال کړي شیان حرام وګرځوي نو    هغه مشرك دې ، هغه ته د مشرك د ويلو علت      دا دې چې هغه د الله جل جلاله پرته نورخلك حاكمان [ قانون جوړونکې ] ګرځولى دې ، چې دا په خپله  شرك دې ] 33.
  قاضى ثناء الله پانى پتى رحمة الله عليه وايى چې : (قال الزجاج فان من ترك طاعه الله او اطاع غيره واتبعه فى دينه فقد اشرك)
   [ امام زجاج لغوي رحمة الله عليه ويلى دې چې هغه څوک چې د الله تابعدارى  نه كوي یا د دين په هكله د الله جل جلاله پرته د نورو اطاعت كوي نوهغه د شرك مرتكب ګرځي ] 34.
  (وَكَذَلِكَ زَيَّنَ لِكَثِيرٍ مِنْ الْمُشْرِكِينَ قَتْلَ او لادِهِمْ شُرَكَاؤهُمْ لِيُرْدُوهُمْ وَلِيَلْبِسُوا عَلَيْهِمْ دِينَهُمْ)
      [ د الانعام سورت 137 اّيت ]
  [ او په همدې توګه   ډیرو مشركانو ته د هغوی  شريكانو د هغوی او لاد وژنه  ښايسته کړي ده  ترڅو چې هغوی  له تباهى سره  مخامخ کړي او هغوی د خپل دين  په باب په اشتباه کې واچوي ].
  د هغوی دا شريك څوک و ، چې دا قانون ئى جوړکړي و چې خپل او لاد   ووژنى؟
  قتاده رحمة الله عليه په دې هكله فرمايى چې [   دلته  ترى د مشركينو مشران او رئيسان  مقصد دې – فرا او زجاج رحمة   الله وايى چې د بت خانو منجاوران ترى مقصد دې ، ليكن ماوردې رحمة الله عليه وايى چې دا يو سركش  انسانان وو 35.]
  هغوی ته  ئى  په  دې خاطر شريك ويلى دې چې خلكو د الله جل جلاله د قانون په مقابل کې د هغوی جوړ کړي قانون [ د او لاد قتلول ]     اطاعت شروع کړې و [ هغوی يى په حكم کې شريكان کړي وو ] .
  (انى  كفرت بما اشركتمون  من قبل ) [ زه مخ اړونکې [انكاري ]   يم له دې نه چې تاسې شريك كرځولى وم  د الله جل جلاله سره پخواه  تر دې ] 36.
  امام رازى حمه الله عليه فرمايى چې : (كانوا يطيعون الشيطان فى اعمال الشرك مايطيعون الله فى اعمال الخير وهو المراد بالاشراك)   
  [ دې خلكو په بدو كارونوکې دا توګه  د شيطان پيروي كوله لكه څنګه به ئى چې په نيكوكارونوکې د الله جل جلاله اطاعت كاوه] [ د شريك جوړولوڅخه  همدا مقصد دې ] .
  شاه ولي الله محدت دهلوي رحمة الله عليه چې په  1176هجرى قمري كال کې مړ شوي فرمايلى چې : (و اشهد بالله  انه كفر بالله ان يعتقد فى رجل من الامه ممن يخطى ء ويصيب ان الله اوجب على اتباعه حتما و ان  الواجب على هو الذى يوجبه هذا الرجل على)
   [ زه په الله قسم یادم او ګواهى وركوم چې داسى عقيده لرل كفر دې چې (څوک ووایي) الله په مونږ د امت د يوه داسى فرد پيروي او اطاعت لازم ګرځولى دې چې رايه یې صحيح او غلط كيداى شي او یا دا توګه  عقيده لرل هم كفر دې چې ووایې پرما همغه حكم واجب دې ، چې فلاني شخص پر ما لازم ګرځولى دې ] .37
  د شاه ولى الله مقصد په داسى خلكو رد كول دي چې د قراّن او سنتو د واضحو احكامو په مقابل کې د بل چا د جوړ شوي قانون او جارى  شوي  لارې  پيروي كوي [ دلته په غير منصوص امورو کې د اسلام د فقها و او مجتهدينو د اتباع  څخه  منع كول  د هغه  مقصد نه دې ] .
  د شاه ولى الله رحمة الله عليه زوي  شاه عبدالعزيز رحمة الله عليه د دهلى لوي محدث چې په 1249هجرى قمري كال کې مړشوي فرمايى چې :   (اطاعت غير او تعالى بالاستقلال نير كفر است و معنى اطاعت غير بالاستقلال اّنست كه او را مبلغ احكام ندانسته و ربقئه تقليد او دركَردن اندازد و تقليد او را لازم شمارد و با وجود ظهورمخالفت حكم او تعالى جل جلاله دست از اتباع برندارد. اين هم نوعي است از اتخاذ انداد كه دراّيت  «اّتخذوا احبارهم ..» نكوهش اّن فرموده اند )
  ” په مستقله توګه   د غير الله اطاعت كول هم  كفر دې. د مستقل توګې څخه مقصد دا دې چې هغه د احكامو د مبلغ  ګڼلو په ځاى د هغه د تقليد کړۍ په غاړه کې واچوي ، او د هغه تقليد په ځان لازم وشميرى ، كه چيرى د دې حكم د الله جل جلاله دحكم مخالف هم وي نو بیا هم د هغه د اتباع څخه  لاس نه اخلي نو دا هم د الله جل جلاله سره د شريك جوړولو يو ډول  دې ، لكه څنګه يى چې په “اتخذوا احبارهم … ”  کې په ډاګه  فرمايلى دې38.
  د سورت النساء د 105 اّيت څخه تر115 اّيت  پورى په دوو ركوع   ګانوکې د منافقينو ذكر شوي، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په پریکړى خوښ نه و  د هغه وروسته يى په 116 اّيت کې فرمايلى : ” بى شكه چې الله جل جلاله بخښنه نه كوي هغه چا ته چې د هغه سره څوک شريك وي “.
  ددې اّيت په توضيح کې د شاه ولى  الله رحمة الله عليه بل زوي شاه عبدالقادر رحمة الله عليه چې په  1230 هجرى قمري كال مړ شوي دې لیکلي دې چې :  [پورته د منافقانو ذكرو شوې وْ چې د پيغمبرصلى الله عليه وسلم  په حكم راضى نه وو ، او په بيله لار تلل ، بیا يى دا اّيت راولیږه چې الله جل جلاله شرك نه بښى” كه چا په حكم کې د الله جل جلاله سره څوک    شريك کړ [ د اسلام د دين پرته د بل دين حكم یې ومانه او د هغى په قانون ولاړ ] نو د اسلام ددين پرته په بل هردين عمل كول شرك دې كه څه هم په عبادت کې ئى شرك نه وي کړي 39.]
  د شاه ولي الله رحمة الله عليه شاګرد قاضى  ثناء الله پانى پتى رحمة الله عليه فرماى چې :  (اذا صح عند احد حديث صحيح مرفوع من النبى صلى الله عليه وسلم سالما عن المعارضه و لم يظهر له ناسخ و كان فتوي ابى حنيفه رحمة الله عليه خلافه و قد ذهب على وفق الحديث احد من الائمه الاربعه يجب  عليه اتباع الحديث الثابت ولايمنعه الجمود علىمذهبه من ذالك كيلا   يلزم اتخاذ بعضنا اربابا ُمن دون الله – روي البيهقى فى المدخل باسناد صحيح الى عبدالله بن مبارك رحمة الله عليه قال سمعت اباحنيفه رحمة الله عليه يقول اذاجاء عن النبى فعلى الراس والعين)
   [ كله چې چا ته د نبى  كريم صلى الله عليه وسلم صحيح مرفوع حديث په لاس ورشي او د هغه په مقابل کې بل كوم حديث موجود نه وي او منسوخ هم نه وي او د امام ابوحنيفه رحمة الله فتوي د دې حديث  په خلاف وي ، خو د څلورو امامانوڅخه د يوه فتوي د دې حديث سره برابره وي نو د حديث اتباع واجبه ده  ،خودا باید په خپل فقهى مسلك کې د حديثو د اتباع په لارکې خنډ نه شي ، ترڅو يو بل د خپل ځان  رب  جوړول لازم  و نه ګرځوي]
   د امام بيهقى رحمة الله په « مدخل» کې د عبدالله بن مبارك رحمة الله علیه څخه  په صحيح سند رانقل کړي دې چې  فرمايلى دي  چې [ما د امام ابوحنيفه رحمة الله څخه اوريدلى دې چې زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث د سرپه سترګو منم .]
  مولانا شبيراحمد عثمانى رحمة الله د سورت النساء د 116اّيت كى داسى بیانوي ” شرك يوازى دا نه دې چې د الله جل جلاله پرته د بل چا بندګي وکړل شي بلكه د الله  جل جلاله د حكم په مقابل کې د بل چا حكم منل اوخوښوول هم شرك دې .]
  مولانا عثمانى رحمة الله عليه د سورت النساء د اّخرى اّيت حاشيى کې هم په ” شرك فى الحكم” باندې تفصيلى بحث کړيدې .
  [د الله جل جلاله پرته نور د شارع، حاكم او قانون جوړونکې په حيث منل اوهغوی ته دا حق  وركول چې څنګه مو خوښه وي قانون جوړکړي ، هغه بدترين شرك دې چې نن پرى مسلمان حكومتونه كکړ دې ، او خلك هم د دې مشركانه نظامونو لاندې ژوند تيروي ، په مسلمانانو فرض دې چې د مشركانه نظامونو د پاى ته رسولو او د اسلامي توحيدې نظام د قیام په خاطر يو موټي شي ، مخلصانه هلى ځلى شروع کړي او په هغه ځايونو کې چې دا توګه  هلى ځلى له پخوا شروع  شوي وي نورى هم ګړندی کړي …]
  (اللهم انصر من نصر دين محمد صلی الله عليه وسلم وجعلنا منهم)
پاته په پنځلسمه برخه کې ولولۍ….