افغان ولس ددويم ځل لپاره جمهوري رياست او ولايتي شورا ګانو په انتخاباتو كې دګدون چمتوالى نيسي . وار دمخه دجمهوري رياست دمقام دګټنې لپاره ځينو مشرانو ځانونه نومولي او د ولايتي شوراګانو لپاره هم ځيني ځوانان او مشران يو ځاى او بل ځاى دځان دنومونې (كانديدۍ) غږونه پورته كوي . ځينو كانديدانو او پلويانو يې سر له همدا اوسه دانتخاباتو درايې اچونې كارتونو په راټولولو پيل كړى كېداى شي چې داځل هم دتېر په څېر په يوه ټاكلې شمېره درايې اچونې كارتونه او لاسليكونه دكانديد د ډاډ او اعتماد له مخې دټولټاكنو د خپلواك كمېسون له خوا معيار وټاكل شي .
تر ټاكلي وخت وړاندې دجمهوري رياست ځينو كانديدانو منډې ترړې پيل كړي او يو نيم ځاى دځينو كانديدانو پر پلوۍ غونډې جوړيږي او د كانديدانو شمېر هم مخ په زياتېدو دى. امكان لري چې دا ځل د تېرو ټاكنو په پرتله د جمهوري رياست د مقام د ګټنې لپاره پخوانيو ( يو نيم درجن ) كانديدانو پرځاى د كانديدانو شمېره ډېره وي او ولس به فكر كوم پوره تفكيك ونه شي كولاى، ځكه تېر ځل ولسمشر حامد كرزي يوازينى ګټونكى كانديدو، په مقابل كې يې داسې كانديدان مقابلې ته ولاړ و چې تر ډېره بريده يې په ولس كې ځاى نه درلود.
دا ځل بيا ډېرو نوموتو څېرو سيالۍ ډګرته را دانګلي دا ځل به هم كمپاين ستونزمن وي او هم به ولس ته سخته وي چې كوم كانديد وړ دى،كه دا ښاغلي تر اخيره د سيالۍ په ډګر كې پاتې شي،ګټل يې هر يو لپاره ستونزمن دى ،ځكه هريو پخپل ځاى په ولس كې ځاى او پلويان لري،دا ځل په ټوليز ډول ټول افغانان ولس او په ځانګړي ډول ځوان كهول ته له ډېر احتياط او فكر سره ګام اخيستل په كار دى. ځكه چې ځوانان اوس زموږ د ټولنې د ملاتير تشكيلوي او دټولنې ډېره كي هم همدا ځوانان دي. په راتلونكيو ټولټاكنو كې به د ځوانانو رول اغېز ناك او پرېكنده وي.
د ځوانانو رول په انتخاباتو كې ډېر ارزښت لري همدا ځوانان دي چې د ټولټاكنو لورى ټاكي او كولاى شي چې دټاكنو لوري ته بدلون وركړي د جمهوري رياست هر كانديد به كوښښ وكړي چې ځوانانو ته رجوع وكړي ، تر څو ځوانان راخپل او د بري چانس پيدا كړي په دې حساس پړاو كې د ځوانانو مسووليت او وجيبه داده چې دوى بايد خپل شخصي،تنظيمي،مذهبي او سميه ييزې ګټې يوې څنډې ته كړي او د هېواد د لوړو ګټو لپاره ديو داسې كانديد ملاتړ او تر شا يې ودريږي چې پرون يې ډېر پاك، د نن دريځ يې غښتلى او راتلونكى يې روښانه او د هېواد د ا بادۍ او ښېرازۍ هيله ترې كېداى شي.
زما له انده ځوان نسل ته به هغه څوك غوره وي چې د زده كړې په اهميت او ارزښت پوه شي خپله زده كړه او عمل ولري او نورو ته د زده كړې او عمل زمينه مساعده كړي د قوي حكومت او ښې ادارې د رامينځته كولو ظرفيت او وړتيا ولري او هم بېكاره ځوانانو او وګړو ته دكارموندنې شرايط برابر كړي.
زما وړانديز ځوانانو ته دادى چې په دې ټولټاكنو كې له ډېر احتياط،غور او د قت سره فكر او بيا خپله پرېكړه وكړي، له هغه كانديد څخه ننګه او ملاتړ ته ملا وتړي چې د ځوانانو او ټولو افغان ولس لپاره ترې دكار او خدمت هيله كېداى شي.
همدا ډول د ولايتي شوراګانو لپاره هم له خپلو مينځو او ياهم د ټولنې له هغو اشخاصو څخه كانديدان غوره كړي چې وړتيا،استعداداو دكار كولو حوصله ولري.
د كانديدانو د سابقې، زده كړې او كار ته هم پوره پاملرنه وكړي او معياركار اوخدمت وټاكي.