کور / تازه خبرونه / ننګرهار د افغانستان د سولي ولايت

ننګرهار د افغانستان د سولي ولايت

د ننګرهار ولايتي چارواكو په دغه ولايت كي څلور ولسوالۍ چي د كوكنارو د كښت هيڅ نښه نه پكښي ليدل كېږي او د ډاياګ له لاري يې ناقانونه وسلې هم راټولي سوې، د سولي په نامه ونومولې او هيله يې ښودلې چي دغه ولايت به د افغانستان د سولي ولايت اعلان سي.
د ننګرهار ولايت چي له ډيورنډ كرښي سره پروت دئ، د افغانستان د نورو ختيځو او جنوب لوېديځو ولايتونو په نسبت پكښي د امنيت، ښووني او روزني او بيا رغوني چاري ډېري ښې پر مخ رواني دي.
افغانان وايي د دې ولايت د پرمختګ لامل د ننګرهاريانو د علمي او فرهنګي ظرفيت لوړوالى او په دې ولايت كي د ګل آغا شيرزي په شان يوه كارنده والي موجوديت دئ.