کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هالبروك ! د همكاريو پيغام راوړونكى

هالبروك ! د همكاريو پيغام راوړونكى

په دې وروستيو كې د ځينو مسئلو په اړه د افغان حكومت او نړيوالې ټولنې تر منځ يو لړ بحثونه راپورته شوي وو ،چې ځينو هيوادونو له دغو بحثونو څخه غلطه ګټه پورته كړه او په خپلو بې معنا ويناوو او تعبيرونو يې لاس پورې كړ، او دغې لړې ته يې په لمن وهلو سره دا څرګنده كړه چې ګويا د افغانستان دولت او د امريكامتحده ايالاتو نوي حكومت تر منځ اړيكي كرګيچني شوي دي. او د افغانستان راتلونكو ټولتاګني هم تر پوښتني لاندې راوستي دي. خو له دي سره سره تل د افغانستان دولت له نړيوالې ټولنې سره ډيري ښي او نږدي اړيكي پاللي دي، او د تروريزم او نيشه يې توګو د قاچاق، ليږد او كركيلي په له منځه وړلو كې له نړيوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امريكا متحده ايالاتو څخه د مرستي غوښتنه كړى چې د نوموړى هيواد د چارواكو له لورې د افغاني چارواكو دغه وړانديزونه په ورين تندي منل شوى دى. چې ښه بيلګه يې په افغانستان او پاكستان كې د امريكا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ښاغلى ريچارد هالبروك وروستى سفر او له افغاني چارواكو سره ليدنه او ګتنه وه. چې ښاغلى هالبروك د افغانستان له جمهور رئيس ښاغلى حامد كرزى سره د كتنې په ترڅ كې له افغانستان سره د امريكا د متحده ايالاتو د همكاريو د دوام په باب ډاډ وركړ،او زياته كړه چې د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما افغانستان ته ځانګړى پاملرنه لري او د دغه هيواد لپاره د ځلانده راتلونكې هيله لري. هالبروك وويل مونږ د افغانستان د پراختيا او پرمختګ لپاره له افغاني پوځيانو سره اوږه په اوږه د يوې ډيرې حياتي او مهمې اړتيا په توګه په افغانتسان كې د امنيت د ټينګښټ له پاره د ترهګرو او پر هغو پورې د تړلو مافيايي كړيو او ورانكارو عناصرو په وړاندې د خپلو مبارزو لړۍ ته دوام وركوو، تر څو د هغو د پاتې شونو جرړې په چورلټه توګه وچي شي. او د خپلو اسلامي ضد، انساني ضد او ترقۍ ضد عملونو پر جزايې ورسوي او د تاريخ تورو او ژورو كندو ته يې پورى وهي څو په پايله كې افغانستان، سيمه او حتى ټوله نړۍ د هغوي له شره وژغورل شي.
همدا رنګه ښاغلى هالبروك د هيواد د جمهوري رياست د راتلونكو ټولټاكنو او د تروريزم پر وړاندې د ګډي مبارزې په اړه هم خبري وكړي.او زياته يې كړه چې د راتلونكي كال ټولټاكني ځانګرى ارزښت لري او په افغانستان كې د آزادو،قانوني او دموكراتيكو ټولټاكنو د ترسره كولو لپاره د خپل متبوع هيواد ملاتړ اعلام كړ، او زياته يې كړه چې مونږ به زياتي هلى ځلي وكړو تر څو د افغانستان خلك په يوه خوندي او مساعده فضا كې د رايو وركولو صندوقونو ته لاړشي.همدا رنګه ريچارد هالبروك ژمنه وكړه چې د امريكا متحده ايالات به له افغانستان سره له هيڅ راز اقتصادي، امنيتي، روغتيايي او پوهنيزو مرستو څخه ډډه و نه كړي.
هوكې قدرمنو لوستوونكو:
د ښاغلى هالبروك له وينا څخه دا په داګه څرګنديږي چې د امريكا متحده ايالات له پيله بيا تر اوسه پورې له افغانستان سره د تروريزم پر وړاندې په مبارزه كې او د يوې تل پاتي سولې ،امن،بيارغاوني او پرمختګ لپاره د افغانستان يو نږدي ملاتړكونكى هيواد ده او له هيڅ راز مرستو څخه به هم ډده ونكړي. دا يو روښانه حقيقت ده چې ترهګري او د نيشه يي توګو كركيله نن هم روان بهير ته تر ټولو ستر ګواښ دي. دا ټولو ته ښه جوته ده، چې افغانستان او نړيواله ټولنه نن ډيرې نږدې اړيكي لري، افغانستان د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري، خو دا مرستي يوازې د افغانستان لپاره نه، بلكې د نړيوالې ټولنې لپاره هم حياتي ارزښت لري تيرو تجربو اوښوده چې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې نه پاملرني د نړۍ امنيت او ثبات ته څومره سترګواښ رامنځ ته كړ.
د ګڼو هيوادونو حكومتونه او ولسونه دا مني چې په افغانستان كې د امنيت او ثبات د ټينګولو له بهيرسره مرسته په حقيقت كې د هغوي د خپلو هيوادونو او ولسونو له امنيت او ثبات سره مرسته ده. د افغانستان دولت هيڅ كله هم له مرستندويه هيوادونوسره تقابل او ټكر نه غواړي بلكې همكاري او همغږي غواړي افغانستان غواړي چې نړيواله ټولنه خپل ماموريت په سمه توګه سرته ورسوي، او همدا رنګه افغانستان د امنيت او بيارغاونې د چارو همغږي كول غواړي چې له نيكه مرغه تيره ورځ د ملي دفاع وزارت او د ائتلافي ځواكونو لوى قوماندان تر منځ د چارو د افغاني كولو او همغږۍ ګډه اعلاميه هم لاسليك كړه.چې دا په خپله د افغانستان دولت او امريكا متحده ايالاتو تر منځ د يوې ښې او نږدي اړيكو ښكارندويي كوي ، او زمونږ د كړيدلي ولس لپاره هم يو ښه زيرى بلل كيږي.