کور / علمي / را روان څرخنده اقتصادي توپان

را روان څرخنده اقتصادي توپان

\ليکوال :  ايما نوئيل والر شټاين

 
ايما نوئيل موريش والر شټاين د کاناډا د مک ګيل  او دامريکا د بينګمنټن د پوهنتونو پخوانی استاد، وتلی ټولنپوه  او نامتو تاريخ پوه دی . نوموړی په لوړه کچه پر سرمايه داري اقتصاد باندي انتقادونه کوي او هغه په نړۍ کي د روان اقتصادي بحران مسؤل ګڼي . د والر شټاين  ذهني مشغله د مترقي مخکښانو او فرانسوي تاريخ پوه  فرناند بردل څخه الهام اخلي او زياتي ليکني يې په نړۍ واله سطحه  خپرې سوي دي .

و سرمايه داري اقتصاد ته د ښاغلي والرشټاين  انتقادي ګوت نيونه او د هغه ذهني لير ليد ددې باعث سوې ده چي نوموړی  د ليبرالانو او نوي  محافظه کارانو تر سختو انتقادي  ضربو لاندي راسي، خو په مقابل کي د نړۍ د پراخو مترقي نهضتو او ملي عناصرو پاملرنه يې ځانته را اړولې ده .

د والرشتاين لاندنۍ ليکنه چي تازه د نړۍ په مطبوعاتو کي خپره سوېده  د لومړي ځل د پاره په پښتو ژباړل کيږي  او  ګرانو لوستونکو ته يې  وړاندي کوم . هدايت

موږ هره ورځ  د يوه اقتصاد پوه، د يوه خبريال او يا د يوه رسمي او دولتي چارواکي تازه مقالې لولو ،  دغه ليکني  د اقتصادي بحران سره د مقابلې په خاطر او  د هر هغه  نوي لاري په هکله ليکل سوي دي چي دغه يا هغه هيواد غواړي  هغه ووهي  .

په رشتيا هم چي نړۍ لا تر اوسه ددې بحران په  درشل کي   ده ، دغه بحران به لا يو څه نوره موده هم خپله لار  وو هي  او هغه شرايط چي موږ يې نن سبا وينو هغه به لا تر دې نور هم بدتره سي .  په اوسنيو حالاتو کي د دولتو دپاره ډيره اهمه مسئله بايد دا نه وي چي څرنګه يو ځل  بيا خپل ځان احيا او پر پښو ودروي، بلکه زياتره پر دې خبره بايد غور وکړي چي په څه  ډول  او څرنګه   د هغه عمومي خښم  د ضربې څخه چي بې له استثنا به   ټوله  هيوادونه  ور سره  مواجه  وي، ځانونه و ژغوري   .

ښه به داوي چي د همدې برحاله اقتصادي واقعيتو څخه يې را شروع کړو . د نړۍ تقريباً ټوله انسانان،  دولتونه، شرکتونه او اشخاص د خپل ژوند د بنيادي  لوري د وهلو د پاره  د لسو څخه بيا  تر دېرشو کالو پوري خپل پلانونه  جوړوي او دا کار هم زياتره د پور د اخيستلو په زور تر سره کوي . نړۍ د عوايدو د تورم نه علاوه د مصرف  تورم هم سر بداله کړېده . د مصرفي ژوند کوبۍ بايد وچاودي ، لکه څنګه  چي   همدا اوس يې وينو يوه يوه  چووي . دداسي روند د نه وهلو امکان ثابت سوی دی، ټوله دولتونه، شرکتونه  او اشخاص    ددې  مسئلې په خاطر اندېښمن دي چي په يوه  وار سره به ډېوالي او پيسې به يې خلاصي سي  .

کله چي پر خلکو دغه شاني بېره غالبه  سي نو  د خرڅلاواو د پور د ورکولو څخه ډډه کوي  .   هغه وخت چي مصرف او د پور پروسه کمه سوه نو توليدونکې هم خپل توليدات دروي او يا د توليد عادي روند سُستو ي .  داسي هم ممکنه ده  چي هغوی يو دم د خپلو  توليداتو څخه لاس  واخلي او يا و خپلو کارمندانو ته ځواب ورکړي . د خباثت په دغه دايره کي، څرنګه چي د توليدي موسساتو معطلي او د کارګرانو اخراج د تقاضا د کمبود او و مصرف او پور ته د زړه نه ښه کېدو سبب ګرځي   نو و همدغي بندي   ته بحران  يا رکود وايي .

په اوسني وخت کي چي د امريکا متحده ايالات  د پور د اخيستلو او د پيسو د چاپولو په شرايطو کي دی، نو په خيال کي يې داده چي څه تازه پيسې و دې  ارغړۍ  ته را پوري وهي . په داسي حرکت کي  هر څونه چي د پيسو اندازه   زياته وي   او په هوښيارۍ سره و بازار ته را ماتي سي کولای سي  ښه پاېله ولري  . خو هغه څه چي تقريباً واضح او  روښانه ده  هغه دا چي دغه پيسې به په هوښيارۍ سره و بازار ته لاره پيدا  نکړي . دغه احتمال لا هم سته چي دغه مقدار پيسې به يوازي د يوې نوې کوبۍ د را پيداکېدو سبب  وګر ځي او دنورو اسعارو په پرتله  به د ډالر و ارزښت ته هم سقوط ور کړي ، په حقيقت کي دابه آخري مارتول وي چي د نړۍ د اقتصاد پر سر باندي واريږي .

په دې موده کي، د نړۍ  دخلکو په سلو کي ۹۰   د ورځني مصرف دپاره لږ پيسې  په لاس کي  لري  او خلک به ورځ تر بلي لا نور هم  ناراضه کيږي . همدا تيره مياشت وه چي موږ  د خراپ اقتصادي حالت په خاطر  د روسیې، یونان، بریتانیا، فرانسې، چین،  جنوبي کوريا، مدغاسکر او مکسيکو غوندي هيوادوکي  د ولسي مظاهرو څپې وليدلې   . البته دغه اعتراضونه يوازي  په دغه هيوادو کي نه  وه منحصره، بلکه په نورو  هيوادو کي هم ورته اعتراضونه  او مظاهرې  تر سرسوي وې،  خو د نړۍ په ډله ائزه رسنيو کي  يې انعکاس نکړ پيدا     .

کله چي د دولتو لومړنۍ اندېښنه د کورني بغاوت سره مقابله وي، نو دهغوی  پر سر به  څه را  نازليږي ؟ په واقعيت کي خو د هغوی و مخې ته دوې لاري  پرتې دي  . يا بايد د معترضينو پر خوا مرمۍ و اوروي او يا دا چي د هغوی پر سر به لاس تيروي او ډاډ ګېرنه به يې کوي . د خښمېدلو معترضينو پر خوا فير به  يوازي تر يوې  اندازې پوري  کارنده  وي . خو خبره داده چي فير کوونکي بايد پخپله دونه کافي روپۍ ولري چي د دغه شاني يوه کار و عواقبو ته ځان ښه کړي .  په دې توګه کله  چي يو اقتصادي بحران لا د پخوا څخه هري خواته  غزېدلی او موجود وي، نو حکومتو ته به هيڅکله هم د يوې برنامې جوړول داسي آسانه کار نه وي .

بناءً  دولتونه به دوهمه لاره ټاکي او هغه به د خلکو سره خواخوږي وي . خو څرنګه؟ په لومړي سر کي به د کورني توليداتو او صنايعو  داستفادې دسياسته څخه ملاتړ کوي او د بهرنيو هيوادو د توليداتو او صنايعو د کارولو څخه به انتقاد . خو دغه منتقدين بيا د يوه سره بيرته  پخپله و هماغه سياست ته رجوع کوي او د هغه څخه کار اخلي .د آزاد بازار اقتصادي کار پوهان تل موږ ته وايي چي  د کورني توليداتو او صنايعو  د ملاتړ سياست د اقتصاد کلي وضعه بدتره کوي . دابه ښايي   سمه وي،  خو د سياسي پلوه دغه مسئله بيا کله چي خلک و بازارو ته را مات سي او د ځان د پاره د يوه شغل غوښتونکي وي، نو هغه وخت بيا دا يوه بې ربطه خبره کېدلای سي  .

دوهمه لاره چي دولت د خلکو و ډاډ ګېرني ته مخه کوي  هغه داسي  وخت دی چي د ټولنيزو خدمتونو د ډېرېدو دپاره وعدې ورکوي . د داسي کار د پاره دولت بيا هم و پيسو ته اړتيا لري او هغوی دغه پيسې د مالياتو لخوا تر لاسه کوي . اقتصادي کارپوهان و موږ ته بيا هم وايي چي د اقتصادي بحران په وخت کي د مالياتو زيادښت د وضعي په ښه کېدو کي مرسته نه کوي . ښايي چي داسي يو څه به سم وي خو په يو لنډ مهاله وخت کي هغه هم بې ربطه ده . لکه څنګه چي اوس ورته ګورو، اقتصادي بحران د ماليې ورکوونکو د کمۍ سبب ګرځي . په دې ډول  هم، دولتونه نسي کولای و خپلي لاري ته دوام ورکړي ، په دې توګه   يا بايد د مالياتو د اخيستلو شېوه بدله کړي او يا  دبانک د نوي نوټو و چاپ ته لاس واچوي .

د خلکو سره د همدردۍ دريمه او آخره لار ، د پوپولیسم رويه ده . په تيرو ديرشو کالو کي د لوړترينواو لږ ترينو  عوايدو واقعي واټن د  په سلو کي د يوه او   شلو تر مينځ   زياته سوېده. دغه فاصله په اوسني وخت کي ټيټه ده  خو د ۱۹۷۹ کال تر عادي حالت  نه بيا هم ډيره لوړه ده  . خو ددې سره سره د امريکا او فرانسې غوندي داسي دولتونه سته چي  د بانکو و خاوندانو ته د لا زياتي فايدې خبري کوي . بله لار داده چي تاسو د ټولو خلکو لاسونه  د فساد په جرم  تر شا وتړی .

شرايط واقعاً د يوه سايکلون يا څرخنده توند باده توفان ته ورته دي . کېدای سي د دولتو په وړاندي ډيرو بدو  حوادثو ځان غلی کړی وي . کله چي  تر ټولو بد څه  پيښ سي، نو هغوی يوازي څو ثانيې فرصت لري و خپلو پټن ځايو ته پناه يوسي . د هغه وروسته چي توفاني هښمه تيريږي او که  څوک د دې توند باد نه  سالم را ووزي، نو هغه وخت به بېشماره تاوانونه او خواشينوونکي زيانونه تر سترګو تير کړي . يو نفر کولای سي رسېدلي زيانونه جبران کړي خو  اصلي کار هلته شروع کيږي چي د بيا جوړوني بحث  و ميدان ته را ووزي .

هيڅوک نه پوهيږي چي دغه توپاني تصويرونه به تر څه وخته دوام وکړي، خو کوم څه چي معلومه ده  هغه داده چي څو کاله به ضرور نيسي . په دې لړ کي به دولتونه د ټولټاکنو سره مواجه کيږي او رايه ورکوونکي به هم  دخپلو رقيبانو سره چنداني ښه رويه  نلري .  ښايي د کورني توليداتو او صنايعو او همدارنګه د ټولنيزو اوعامه  المنفعه سياستونو څخه  ملاتړ به د داسي يو پناه ځای په  نامه ياد سي چي انسانان دي د دې توپانه څخه وژغوري .

داسي پوښتنه هم  را پورته کيږي چي موږ خلک بايد څرنګه و دې څرخنده توپان ته ځانونه آماده کړو؟ خو اصلي پوښتنه بايد دا وي چي څرنګه کولای سو و بياجوړوني يا بازسازۍ ته لاس واچوو . په واقعيت کي دا يوه سياسي جګړه ده . هغه يوازنی  اميد چي سته هغه دادی چي  ښايي بيا جوړونه  به  موږ   د يوې بهتري نړۍ و خواته رهي کړي ، خو دا احتمال هم سته چي و يوې تر ټولو بدي خوا ته مو هم مخ را واړول سي .  په هر حالت ، هغه څه  چي موږ  نن ورسره مخامخ يو نو سبا  به تر هغه   ډير توپير ولري .

پای