درې تنه امريکايي سرتيري هغه مهال ووژل شول چې دهيواد په سهيل ارزګان ولايت کې يې زغروال موټر دطالب جنګياليو لخوا دځاي پرځاي شوي ماين سره برابر شول .
دغه خبره په کابل کې دايتلافي ځواکونو دمطبوعاتي دفتر لخوا نن دشنبه په ورځ په کابل کې ديوې خپر پاڼې په واسطه سره شوي ده .
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرتېري تيهر ورځ په اروزګان ولايت کې د يوې چاودنې په ترڅ کې لمړي ټپيان شوي وو، چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه .
ديادولو ده چې خبرپاڼې د وژل شويو پوځيانو تابعيت نه دى په ډاګه کړى، خو په اروزګان کې د ايتلاف امريکايي سرتېري مېشت دي .
دروان زيږديز کال دپيل نه تراوسه دامريکايي سرتيروشميره ٣٠ تنو ته ورسېده. په داسې حال کې چې تېر کال په هېواد کې ٢٨٦ تنه بهرني سرتېري وژل شوي وو .