جاوېدمياداد ويلي دي چې افغان چارواكو ورسره په دې اړه تماس نيولى چې ملي لوبډله يې وروزي
د پاكستان د كركټ ډلي پخواني كپتان او د نړۍ وتلي لوبغاړي جاوېدمياداد ويلي دي چې ده افغانستان د ملي كركټ لوبډلي د لوبي ستاينه كوي او د هغوي راتلونكي ته خوشبينه دى
هغه ويلي چې د افغان چارواكو له اړخه ورسره خبري سوي چې دى د افغانستان د كركټ ملي لوبډلي غړي وروزي تر څو د نور پرمختګ لاره ورته اسانه سي
هغه زياته كړي چې زه به خامخا ځم افغانستان ته او د افغان ملي كركټ لوبډلي غړي به د خپل وس او پوهني په مرسته دې ته تياروم چې د نړيوال جام دپاره د راتلونكيو مسبقو اتلولي هم تر لاسه كړي
هغه ويلي چې موږ تل له افغانستان سره مرسته كړي تر څو د لوبوپه ډګر كې مخ ته راسي او د نړۍ پر مخ يو ښه نوم وګټي
جاوېدمياداد ويلي چې ده پر هغ مهال چې د افغان لوبډلي غړيو ارجنټينا ته تر تګ وړاندي په لاهور كې تمرين كاوه هر هغه څه ورسره كړي چې په ده پوره و
جاوېدمياداد د پاكستان د ملي كركټ لوبډلي د كپتان او روزونكي تر څنګ نوره هم ډېره تجربه لري
دجاوېدمياداد په كركټ كې لاس ته راړنې په لاندي ډول دي
| Test | ODI | FC | LA | |
| Matches | 124 | 233 | 402 | 439 |
| Runs scored | 8,832 | 7,381 | 28,663 | 13,973 |
| Batting average | 52.57 | 41.70 | 53.37 | 42.60 |
| 100s/50s | 23/43 | 8/50 | 80/139 | 13/101 |
| Top score | 280* | 117* | 311 | 152* |
| Balls bowled | 1,470 | 297 | 12,690 | 830 |
| Wickets | 17 | 7 | 191 | 18 |
| Bowling average | 40.11 | 42.42 | 34.06 | 34.05 |
| 5 wickets in innings | – | – | 6 | – |
| 10 wickets in match | – | n/a | n/a | n/a |
| Best bowling | 3/74 | 2/22 | 7/39 | 3/20 |
| Catches/stumpings | 93/1 | 71/2 | 341/3 | 142/2 |
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه