کور / سياسي / پر افغانستان باندي د شوروي او امريکا بريدونه

پر افغانستان باندي د شوروي او امريکا بريدونه


 


قریب يوه اونۍ مخکي د متحده اياالاتو ورجينيا ايالت کي، د واشنگټن شاوخوا څو مخور او منور افغانان د پخوا په شان د سپرنگفيلډ په  مسانيک لاج کي راغونډ سوی وه، او د ملي وحدت د مسلې په چوکاټ کي یې خبری کولې. پدې غونډه کي، د ښاغلو رسول امين، سعدالدين شپون، حفيظ الله کرزي، سمندر غورياني، عبدالهادي عطايي، د عطاالله صادق په ابتکار او  کوربتوب ، او يو لړ نورو اشخاصو په گډون ماته هم د خبرو کولو چانس برابر سو.   


زما د وينا اصلي ټکى د افغانستان پر قومي  يووالي او جوړښت باندي  د شوروي او امريکا د اشغالونو منفي اثرات وو.  غواړم چی دا دوه اشغالونه سره مقاسه کړم.    


محترمو لوستونکو ته ښکاره ده چي د ۲۰۰۹ د فبروري په ١٥ د شوروي اتحاد د تباه کوونکي اشغال او تېري شلمه کليزه وه.  شوروي وروسته له لسوکالو تباهيو او مرگ ژوبلو څخه نه يوازي مات بلکي د افغانانستان تجاوز ورته د ناسور ټپ سو، او بالاخره همدا ناروا او وچ ظلم د شوروی کور هم  خراب کړ، او دکمونيسټي بلاک له نهايي سقوط او رسوايي سره یې په کافي اندازه مرسته وکړه.  پمن برېژنف او د هغه نورو تر وخت تېرو د پوليټبيرو غړو په ١٩٧٩ کي  پر يوه داسي ملک باندي تېرى وکړ چي د بلشويک گونډ د وروستې ديکتاتورۍ او ایدیولوژۍ لپاره، په  هيڅ ډول ،نه  جدي خطر وو، او نه هم په راتلونکې کي کېداى سواى.   


پدې تېرو ديرشو کلونو کي، افغانستان دوه ځله اشغال سوى دى.  يو ځل، په ١٩٧٩ کي د شوروي تجاوز وو؛ او بل ځل، په  ٢٠٠١  کي د امريکا اشغال دى.  د نويو تاريخي اسنادو په اساس،  زه دې  عقيده ته رسېدلی يم چي دواړه اشغالونه تصادفي دي. په بل عبارت، د پخوا څخه پلان سوي  نه وه.  


که څه هم، روسانو په افغانستان کي خلقي -پرچمي گوډاگيان له ډېر وخت څخه روزل، پيسې او سياسی ملاتړ يې ورکاوه،  خو د افغاني کمونسټانو د ۱۹۷۸ تباه کوونکې کودتا د کي جي بي د نويو اسنادو او شواهدو په اساس  يوه تصادفی کودتا وه. د کرملين خوړین او ناشولټه مشران يې هک پک کړي وه.  مانا دا چی په هغه وخت او زمان کی شورويانو اراده نه درلوده چی په افغانستان کي د هغوی خلقی-پرچمی   افراطي پلويان قدرت تر  لاسه کړی.  لنډه دا چی دواړو اشغالګرانو يو ټاکلی او معين تجویز نه درلود.    


دواړو سوپر پاورانو تلوار او بېړه کړې ده.  مانا دا چي د افغانستان سياسي او نظامي شرايطو،  دواړه  ستر  طاقتونه دېته اړ ايستل چي افغانستان ته په بېړه ور ودانگي.  البته، د شوروي اشغال يو صريح تجاوز او تېرى وو. او د امريکايانو اشغال  د طالبانو حماقت او سر ټمبه ګي وه.   بلخوا، امريکا نن ورځ په هغه جنجال اخته ده چي شل کاله پخوا شورويان ور سره لاس او گريوان وه.  ځکه زه فکر کوم چي که چيري ملاعمر  یا اسامه بن لادن  او  ور سره د القاعدې  قاتلان له ملک ايستلي واى ، او يا يې امريکايانو ته پلاس ورکړي واى،   زه يقين لرم چي ملاعمر به تر اوسه پوري په کندهار کي  ناست او د پخوا په شان  به اميرالمومين واى. نو بنا، زما په نظر د ۲۰۰۱ د امريکايانو اشغال، کلاما يو تصادف او ناڅاپه حادثه  وه.   په بل عبارت، د سپټمبر  د يوولسمی  بربريت او وحشت امريکا دېته مجبوره کړه چي افغانستان اشغال کړي. لنډه دا چي دا دواړه اشغالونه تر ډېره حده د ستراتيژيکی پلانونو په اساس ندی سوی،  بلکی د يو تصادف او پېښي محصول دي. 


بلخوا، که چيري د افغانستان د ديرش کلن ناروين  دواړه اشغالونه سره پرتله کوو، د شورویانو او امریکایانو مداخلې د هېواد ملی وحدت او یووالی ته کاري صدمې ورسولې.  


لمړی، دواړو اشغالګرانو فاسد، بې کفايته ، او افغان ضد حکومتونه  تقويه کول . شورويانو  افغاني کمونسټان چی  د حکومت کولو ابتدايي چم او هنر يې هم نه وو  زده، پر افغانانو په زور او ظلم وتپل .  څرنګه چی شورويانو او خلقی –پرچمی حکومت  دننه په افغانی جامعه کی هيڅ بېس، محبوبيت ، او ملاتړ نه لاره، نو بنا سمدستی د خپل سوسيالست حامي مستقيمو پوځي او اقتصادي حمايت ته اړ سول؛ او د افغانانو د مشروع مقاومت  په ځپلو کي يې د روسي متجاوزینو سره اوږه په اوږه برخه واخيستله.  


په افغانستان  کی،د روسيې اوسنی سفير، ښاغلی کابلوف،د شوروی د ماتي او  د  امريکايانو د  اوسنيو مشکلاتو  په باب وايی:” موږ غوښتل چی پر  افغانانو باندي يوه نا اشنا ايدیولوژي وتپو. موږ غوښتل چی په يوه قبايلي ټولنه کی کمونزم عملی کوو .  مګر مات او ناکامه سوو. هغه ادامه ورکوي او وايي: فعلا،  امريکايان غواړی چی پر افغانانو باندی يوه خارجی او نا اشنا مفکوره تحميل کړی. زه يقين لرم چی دا معامله هم ناکامه ده.  ځکه نه موږ  او نه هم امريکايانو د عامه  افغانانو په ژوند کي کم مثبت بدلون راوستی  دی. موږ  هم افغانان بمباری کول، او امريکايان هم  بې ګناه افغانان وژنی.” 


دغه راز، په افغانستان کی د امريکا په ملاتړ نننی  فاسد حکومت هم نه په خلکو کی بېس او ملاتړ لری، او نه هم د حکومت او ګورننس په چل او هنر پوهېږی. په  افغانستان کي،  د امریکا د تپل سویوحاکمانو مطلق اکثریت حرفوي غله او داړماران دي. امريکا پر افغانستان باندی داسی خلک تحميل کړيدي چی زیاتره يې د ‌طالبانو له ډاره د هندوکش په جگو او سړو غرونو، تور تونلونو، او سپېرو سموچو کی پټ او لړزېدل. يا يې د تاجيکستان، روسيې، او ايران په ښارونو کی د مخدره موادو دقاچاقو کاروبار کاوه، او يا يې د ايراني ايت الله گانو او یا د  روسيې  د پخوانیو ماتو کمونيسټانو سره  د “شيطان بزرگ” او “امپرياليزم”  پټ پټ مذمت او غیبت کاوه.   


دواړه  اشغالګران  د افغانستان په قومی جوړښت کی لاسوهني کوي. روسانو قومی مليشاوی جوړي کړې.  دوستم، جبار، عصمت مسلم، او  تر ډېره حده د مسعود په مشرۍ د افغان ضد  د شمال ايتلاف  اصلي طراحان  روسان دي. مسکو  د شمال ايتلاف د طالبانو پر خلاف نېغ په نېغه مسلح او حمايه کاوه. د ١٩٩٠ په کلونو کي  مسکو د شمال ايتلاف او پخواني کمونسټان د سترایتژیکي “سياسي پانګي” تر چتر لاندي سره ګډ او يوموټي کړل.  


نن سبا،امريکايان  هم د خپلو غلطو پاليسيو له امله په افغانستان کی   قومی او ژبنی اختلافاتو ته لمن وهی. امريکايانو له  لمړۍ ورځی څخه د داسی خلکو سره ايتلاف وکړ چی افغان او په تېره بیا پښتون ضد مفکورې يې لرلې. ځکه د امريکا او ناټو په مطلق پوځي حاکميت او تسلط کي د دوستم ملیشا، د فهيم ډانگيان، حضرت علي، سياف، رباني، او په مجموعه کی د شمال ایتلاف د کرزي د حکومت ټول اساسي ارګانونه ونيول. د بوش د ادارې همدې غلطي پاليسۍ زیاتره افغانان  د  متحده ایالاتو  د نیت او خيال په ارتباط شکمن کړل.  ځکه په ملک کی د مشهورو قاتلانو او داړمارانو سره  ایتلاف کول،  هغوي حمايه کول،هغوى ته پيسې او منابع ورکول، حتمی بومي او ځايي اپوزیشن را پاروی.   


د پوځي اشغال په مقابل کي نشنلیسټي مخالفت را پيدا کېدل د جهان او انسان د تاريخ  يوه  تکراری تجربه ده.  عموما، خارجي اشغال ملي او ولسي مقاومت ږېږوي ، په تېره بیا چي یرغلګر طاقت په قومي تبعیض متهم وي.  زما په خيال د بوش په  اداره کي په لمړيو شېبو کي د پښتنو پر خلاف احساسات او فکر موجود وو.    وروستي تاريخي شواهد ښيي چي  د بوش ادارې په نظر  ټول پښتانه ‌طالبان او القاعده وه. ځکه د بوش ادارې سياسي  او فکر ي  جوړښت مذهبي او مسیحي راست او  محافظه کاره وو .   په بل عبارت،  ښاغلی بوش یوکرسچين طالب غوندي سیاسي او فکري تمايلات  لرل.  د سي اې ې يو مامور، ميلټن بېرډن،  وايی: “د اوسنی طالبانو يو بل  نوم قهريدلي او خپه پښتانه دی.”  د سي آی اې  د نورو مامورينو په اثار و کي  هم دا په ډاګه کېږی چی د سپټمبر د ټرورويستی حملو را وروسته، د افغانستان په متعلق د بوش په پاليسيو کي د پښتنو پر خلاف  څرګند مخالفت او دښمنی موجوده وه. 


زما ددې ادعا ښه  مثال د فرسټ اين  په نامه کتاب دی.  د فرسټ این FIRST IN د کتاب لیکوال، ګېري شرون، د سي ای ې د هغي لمړۍ ډلی مشر دی چي په پنجشیر کي کښته کېږي اود افغانستان د اوسني غمجن حالت  بنسټ  ږدي.  هغه پخپل کتاب کي دلته او هلته په ډېر مهارت پښتون ضد احساسات بیانوی، او تر هغه را وروسته دافغانستان په اړه د متحده ایالاتو پالیسۍ څه قومي او سمتي رنگ او خوند لري. همدا وجه ده چی نن سبا په ټولو پښتنی سیمو کی د کرزی او  امریکایانو پر خلاف بشپړ ښورښ او جنګ روان دی.  


خلک ليونی ندی چی وسله واخلي او  غرونو ته وخېژي. بلکي افغانان د کرزی  او د هغه د خارجی حاميانو له وچ ظلم او تېری څخه جنګ او تباهۍ  ته  مخه کړې ده.   نن سبا، په افغانستان کی ټول لوی ښارونه، د شورویانو د وخت په شان، محاصره او کلابند دي.  کرزی او د هغه  ناشولټه انډیوالان له ډاره له کوره نسی را وتلای.  کورونه يې جنګی کلاوي غوندی برېښی، خو حتی په خپلو کورونو کي هم د ‌طالبانو له بېری او هيبت څخه  رپي.    


زه فکر کوم  چي   له دغو دوو خارجي مداخلو څخه  پخوا هم  په افغانستان کي  قومی او ژبنی اختلافات  وه. افغانستان یوه څو قومي ټولنه ده. نوبنا، هلته به ضروري قومي ، ژبني، او سیمه ایز اختلافات او تاوتريخوالي موجود وي.  مګر دغو دوو اشغالونو د افغانانو خپلمینځی قومي او سمتي  اختلافات لا حاد او مرګاني  کړل. پدې تېرو دیرشو کلونو کی، موږ ټول ددې شاهدان يو چی د هېواد په بېلا بېلو برخو کی ډلییزي قومي او سیمه ایز وژنی او قتل عامونه سوی دی.  دا ژوندي تاريخ دى. له دې څخه سترگي نه سو پټولاى.



نن ورځ، افغاني ټولنه ټوکر ټوکر  او پر مختلفو ډلو باندي وېشلې سوې ده.  اقتصادي مشکلاتو د افغانانو څخه د خپل سياسي ژوندانه د سمولو فکر او خيال بېخي هېر کړى دى.  افغانان پخپل کور کي بې واکه، بې حکومته، او بې استازي سوي دي. زه باور لرم چي جمهورريس بوش نه يوازي د عراق په  اړه درواغ او دوکه کړېده،بلکي د افغانستان په ارتباط یې هم ډېره زياته ټگي برگي وکړه.  لکه څرنګه چی  په عراق کي د بوش تباه کونکو پاليسيو فرقوي او سکتوري جنگونه پيل کړل، دغه راز یې په افغانستان کي هم مرګاني قومي او سیمه ایزو اختلافاتوته لمن ووهل. 


زه هيله من يم چي د افغانستان په ارتباط  د امريکا د  ځوان او هوښيار جمهورريس ښاغلى اوباما نوې پاليسۍ کاميابه سي.   زما په گومان که چيري ښاغلي اوباما غواړي چي له افغانستان څخه بل  ويتنام جوړ نه سي، په افغانستان کي بايد د يوه پاک او قوي مرکزي حکومت په لټه کي سي.  د کابل اوسنى حکومت بېکاره، فاسد، او شډل دى.  تاريخ ښودلې ده چي په ډارونو خلکوحکومت نه کېږي.  د کرزي اوسنى حکومت د مشروعيت او قانونيت په څرګند کسر او ډفیسټ اخته دى.    


زه عقیده لرم چي د ننني بن بست څخه د راوتلو یوازنۍ لاره دا ده چی په افغانستان کي عدالت او انصاف  راسي .  يو داسي حکومت  چي  پکي د قومي کوټا پر اساس وزارتونه  نه وي  وېشل سوي، بلکي معيار لياقت، خدمت،ښاېسته سالاری، او د امریکایانو په اصطلاح  هارډ ورک وي. یو داسی حکومت  چي په ملي ژبو او ترمينالوژۍ باندي د حکومت په سويه ملنډي و نه وهل سي.  زه ايمان لرم چي هله به ملي وحدت او يووالي  ورو_ ورو ټينگ او غښتلي سي.   د افغان ولس کورنی او بهرنی غليمان به کمزوري او رسوا سي.  زه باور لرم چي د ملي وحدت لپاره تر ټولو مطمينه او سيده لاره د امنيت او عدالت تامينول دي.  بې عدالتي د ټولو مشکلاتو مور ده.  په افغانستان کي د بې عدالتۍ او ظلم په خاطر خلک غرونو ته ختلي دي.  زه ايمان لرم چي د ددغه رواني بې انصافۍ ختمېدل به ضرور  په افغانستان کي سوله او امنيت تامين کړي.   او بالاخره، زه  ايمان  لرم چی هیځ ملت یوازی په زور او قهر نسی ایلېدلای.‎.   زه ایمان لرم چی د امپراتورۍ او وچ زور  وخت تېر دی.  و السلام.