د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزير صاحب!
سلامونه او د درناوي مراتب مې ومنئ!
ښاغلى وزير صاحب لکه څنګه چې خبر ياست چې، افغاني ټولنه دا مهال له ډېرو زياتو ګواښونو او ستونزو سره مخ ده، او په تېره بيا د غزني ولايت اوسېدونکي او پښتانه فرهنګيان، چې پر امنيتي ستونزو سربېره په دې ولايت کې د ژبنيو، او متعصبو اشخاصو له خوا د غزني پښتانه فرهنګيان وخت په وخت ګواښي او د کارونو په وړاندې يې خنډونه جوړوي، چې تراوسه ېې هم کوم دولتي چارواکي څه د پام وړ کار نه دى کړى.
زموږ ځوانان له يوې خوا له ښوونې او روزنې څخه بې برخې دي، او له بلې خوا کوم ځوانان چې لوستي دي، او په فرهنګي کارونو باندې بوخت دي، هغه هم ددغو کسانو له خوا چې د غزني لوړپوړي چارواکي ګڼل کېږي کار ته نه پرېښودل کېږي، او تل ېې همدغه کسان د کارونو مخنيوى کوي.
وزير صيب! په غزني کې د ايران د دولت له خوا ٣ لوى کتابتونونه جوړ شوي دي، نه پوهېږم چې تاسي به يې په اړه خبر هم لرئ او کنه؟ ځکه د غزني د اطلاعاتو او کلتور مسؤلين داسي کسان دي چې هغوى خپل ټول کارونه په خپله خوښه کوي، او په غزني ولايت او نور چارواکي لا هم نه وي ورباندي خبر، دغه کوم کتابتونونه چې ما ياد کړل ټول کتابونه يې د ايران د دولت له خوا چاپ، د ايران د دولت په ګټه او په افغانانو کې د ځانځانۍ د پيداکولو لپاره مضامين پکې ځاى شوي دي.
موږ په ټول غزني کې داسي يو مرکز، کتابتون او يا کومه بله فرهنګي اداره نه لرو چې په هغه کې زموږ ځوانان راټول شي، او په خپلو منځو کې د ملي يووالي او ورورولۍ لپاره کار وکړي، محترم وزير صاحب موږ خپلې دغه ستونزې په څو څو ځله په غزني کې له سيمه ايزو چارواکو سره شريکي کړي دي، خو کومه پايله مو نه ده ليدلې، لکه چې په دغه متعصبه کړۍ د چا زور نه رسېږي.
وزیر صېب! دا ياد شوي کسان په غزني کې ګڼ شمېر رسنۍ لري. تاسي به خبریاست چې دوی ته څوک پیسې ورکوي ؟ ولې یې ورکوي؟ څه موخې لري؟ له همدې معضلې سره د مقابلې چل خو موږ ته نه راځي، خو که تاسي وغواړئ دا درک يې ولګوئ، نو فکر کوم د يوه ساعت کار به وي.
په غزني کې موږ شاوخوا ٦ راديوګانې لرو چې ټولې يې يوازي او يوازي د پښتنو په ضد د کار کولو لپاره جوړې شوي دي، او د همدې موخې لپاره له خپلو بهرنيو بادارانو او په ځانګړي ډول له ايرانيانو څخه پيسې او امتيازات اخلي، خو پښتانه هيڅ هم نه لري، په ټول غزني کې موږ يوه داسي چاپي خپرونه (مرڅله) لرو، چې د غزني د ټولو خلکو استازيتوب کوي، چې هغه هم د بېلابېلو ستونزو له امله په خپل وخت نشي چاپېداى. او له ډول ډول ستونزو سره مخ ده.
دغه راديوګانې په غزني کې د پاکو او مظلومو پښتنو د ټول وژنې لپاره لمن وهي او زموږ د دین او ملت دښمن نور هم پاڅوي چې په مسلمان او مظلوم ملت غټ بمونه وغورځوي. هغوی په یو منسجم حرکت سره زموږ د مظلوم او مسلمان ملت پر ضد په ښکاره جنګ پیل کړی، موږ یې د مقابلې توان نلرو، موږ له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو لخوا قتلېږو بل خوا له لوږې مرو او له بلې خوا همدا زموږ د وینو تږي له وخته په استفادې سره په خپلو خپرونو کې د پښتون قوم په ټولوژنه خوشحالۍ کوي او زموږ مظلوم ملت ته د ترهګر خطاب کوي.
که مو نور څه په وس نه وي پوره دومره خو وکړئ چې دا رسنۍ له ځان سره راجستر کړئ او د خپرونو څارنه ېې وکړئ چې دوى څه خپروئ،
دا خو کولای شئ چې هغه رسنۍ چې د افغان اولس په ضد کار کوي یا راجستر شوې ندي بندې کړې ، یا یې په خپرونو کې بدلون ته اړ کړئ .
محترم وزير صاحب! ډېر وخت مو نه نيسم خو په پاى کې يوه غوښتنه کوم، او هغه داچې غزني ته يو داسي پلاوى را ولېږئ، چې واقعاَ د پښتنو لپاره کار کول غواړي، چې دوى په خپله د غزني د فرهنګي کارونو يو خبر واخلي، د غزني د ځوانانو له حاله ځان خبر کړي، او ددغو ځوانانو لپاره يو منظم پلان جوړ کړي، او د پلان سره سم د دغو ځوانانو لپاره يو د پام وړ کار وشي.
د غزني د ټولو ځوانانو له خوا!