دامريكا دكار اوټولنيزو چارو اداره وايي چې په هيواد كې په بېروزګاري كې ډېرزيات والى راغلى دى . ددغې ادارې ديوه راپور پر بنسټ دا مهال ۵۰ پنځوس لكه كسان دبېروزګاري له پاره دمرستي په نوم پيسې اخلي . دغه اداره زياته وي چې ده ۱۹۶۷ كال را هيسته دا ترټولو لوړه دبېكارۍ كچه ده چې دامريكا متحده ايالات ورسره ومخامخ دي .
دا مهال په امريكا كې دتېلو دپاكوونكو كمپنيو په نرخونو كې ۰،۸ سفر اشاريه اته په سلو كې لوړوالى راغلى او دا كار هم په بېكاري كې لويه ونډه لرلې ده . ديادولو وړده چې اوس په ټوله امريكا كې دبېكارۍ كچه دپخوا په پرتله خوراډېره او۷،۶ اوه اشاريه شپږ ته لوړه شوې ده.