کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د چارو افغاني كول (تل پاتي روابط)

د چارو افغاني كول (تل پاتي روابط)

دا چې د افغانستان دولت او خلك له ډيرې اوږدې مودې را په ديخوا د ائتلافي ځواكونو او كورنيو ځواكونو تر منځ د يوې داسي استراتيژۍ غوښتونكي ول چې د سولې او امن د تامينولو پر بنسټ متمركزه وي او له خپل سرو عملياتو،پلټنو او نيونو څخه مخ نيوى وكړي، تر څو د دولت او خلكو تر منځ د بې باورې فضا رامنځ ته نكړي،چې له نيكه مرغه په دي ورستيو كې د دولت له لورې د چارو د افغاني كولو او همغږۍ پر لور يو اوچت ګام پورته شو.


د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردك او په افغانستان كې د ائتلافي ځواكونو لوى قوماندان سترجنرال مكرنن تيره ورځ يوه ګډه اعلاميه لاسليك كړه، چې نوموړى اعلاميه د افغانستان او ائتلافي ځواكونو تر منځ په پوځي عملياتو كې د پوره همغږي د ساتلو او د عامو خلكو د مرګ ژوبلي د مخنيوي لپاره لاسليك شوى ده تر څو د افغاني او ائتلافي ځواكونو تر منځ د پوځي همكاريو د كچې د لوړولو سبب شي.


د نوموړى موافقي په لومړى ماده كې راغلي چې د افغان امنيتي ځواكونو مسوولين به د ترهګرۍ پر وړاندې د ټولو پوځي عملياتو په پلان جوړولو او سر ته رسولو كې پوره ونده اخلي. دويمه ماده يې د ملي اردو او ملي پوليسو د پياورټيا په اړه ده.په دريمه ماده كې د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه پريكړه شوې، كه چيرته د كورونو د پلټني ارټيا وي نو افغان امنيتي ځواكونه به د پلټني عمليات تر سره كوي. او په څلورمه ماده كې د ګډ دښمن(تروريزم) د ځپلو او له منځه وړلو لپاره پر ګډې او همغږې مبارزه ټينګار شوى دى. نړيوالې ټولنې په ځانګړى توګه د امريكا متحده ايالاتو د دغې موافقي په لاسليك كولو سره دا وښوده چې امريكا د تروريزم پر وړاندې په مبارزه كې  افغانستان سره د پخوا پشان خپلو هر اړخيزو مرستو ته دوام وركوي او نه غواړي چې د افغانستان مظلوم ولس يو ځل بيا د تروريزم او ترهګرو د شومو موخو ښكار شي.


دا روښانه ده چې افغان دولت له پخوا راهيسي د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د افغان او نړيوالو ځواكونو تر منځ پر نږدې همكارۍ او همغږۍ او د هر ډول خپل سرو عملياتو پر بندولو ټينګار كاوه. افغان او نړيوال ځواكونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه كې او دغه راز د افغانستان د بيا رغاونې په برخه كې پوره برياليتوبونه هله تر لاسه كولى شي چې د هغوي تر منځ پوره همغږي شتون ولري او پر يو او بل باندې د پوره باور،اخلاص او صداقت د لوړې روحيي او عالى احساس پياوړټيا موجوده وي او د خلكو له پوره همكارى او ملاتړ څخه برخمن وي. نو بيابه هيڅكله تيروتنې نه كيږي، د ملكى وګړو په مرګ او ژوبله او نورو زيانونو كې به د كتنې وړ كمښټ راشي او هم به په افغانستان كې د بيارغاونې پڅ بهير ګړندي شي، او په دي توګه به په هيواد كې ټولو هغو ناخوالو او نادودو ته د پاى ټكى كيږدي چې په افغانستان كې يې د كورنيو او بهرنيو ځواكونو او خلكو تر منځ د نه باور او نه همغږي له امله رامنځ ته شوى وي د وطن، سولې، آزادۍ، د علم او فرهنګ دښمنان او په سركې يې د القاعده تروريستي سازمان او د هغوي پيرودل شوي اجيران، ګوداګيان او تالي څټي هم تل دا مذبوحانه هڅي كرى چې په افغانستان كې د كورنيو او بهرنيو ځواكونو او خلكو تر منځ د باور او همغږى د نه شتون له دغې سترې تشې څخه ناوړه استفاده وكړي، د ترهګرۍ او ځانمرګي بريدونو او نورو فجيعو او شنيعو عملونو د تر سره كولو له لارې په خلكو كې ويره او ډار واچوي څوله دې لارې خپلو هغو شومو نقشو او ناوړو پلانونو ته د عمل جامه واغوندي چې موخه يې د غربت، فقر، لوږې، بيكارۍ، فساد، نيشه يې توكيوقاچاق او كركيله، بې سوادۍ او ناپوهۍ كې د افغانانو ډوبول او د پر مختګونو له كاروان څخه د هغوي په شاكول دي، د دې تر څنګ هغه څه چې په افغانستان كې  د سراسرې سولې د منځ ته راتلو سره ډيره مرسته كوي او د افغانستان په  وړاندې د دښمنانو شومې نقشي او ناوړه پلانونه د تل لپاره د هغوي پر تشو خوبونو او پوچو خيالونو باندې  بدل كړي ، او د بهرنيو ځواكونو او خلكو ترمنځ د پوره همغږۍ،همكارۍ او باور مزي ټينګ شي، نو بايد افغاني ځواكونه پياورټيا ومومي ، واحده او  همغږۍ ستراتيژۍ جوړه او پلې شي .


افغانستان د امنيت او بيارغاونې د چارو همغږي كول غواړي د افغانستان غوښتني په هغې امنيتي طرحه كې راغبرګې شوي، چې د ملى دفاع وزير او د ائتلافي ځواكونو قوماندان تر منځ لاسليك شوي ده،كه چيرته نړيواله ټولنه هم غواړي چې په افغانستان كې ژر تر ژره اوسني كړكيچ ته د پاى ټكى كيښودل شي، نو بايد د افغانستان غوښتنو او وړانديزونو ته درناوى ولري. او د چارو په افغاني كولو كې له افغاني ځواكونوسره د زړه له اخلاصه  مرسته وكړي،او همدا رنګه  نړيواله ټولنه بايد ډير پام زمونږ د نظام پياوړي كولو ته واړوي كه مونږ نظام پر پښو ودروو او پياوړي يې كړو نو پوره باور دې، چې تروريزم او د نيشه يي توكيوقاچاق او كركيلي  او دې ته ورته نورو ټولو ستونزو او ناخوالو ته به هم د تل لپاره د پاى ټكى كيښودل شي،غوره به  دا وي چې افغان حكومت او نړيواله ټولنه په ګډه د نظام د پياوړي كولو لپاره كار وكړي او دې موخې ته د رسيدو لپاره پوره همغږۍ او باور ته اړتيا ده. اوس د افغان ولس يواځيني هيله دا ده چې دواړه لوري په نوموړى اعلاميه كې راغبرګو شويو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندي او دغه مظلوم او كړيدلى ولس نور له دغو ناخوالو او نادودو څخه په امان كې پاتي شي.