د ټايمز ورځپاڼي دغه خبره پاش کړ ه چي د سي آی اې سازمان په پټه د پاکستان په جنوب کي د يوې هوايي اډې نه د هغو ی د بې پيلوټه پريډ يټر نومي طيارو د الوتو لپاره کار اخلي تر څو په افغانستان کي د ليکي پرغاړه د القاعدې او طالبانو پر ځواکو باندي بريدونه وکړي اوهغوی تر نظارت لاندي هم ولري .
دا خبره په داسي وخت کي خپريږي چي د امريکا او پاکستان دولتو دواړو د پاکستان د خاوري نه دغه شاني حملې رد کړي وې . دغه کار په دې خاطر سوی وو چي و مسلمان پاکستان ته دغه مسئله دهغو ی د احساساتو را پاروونکې يوه ده .
د پاکستان دولت څو واره غوښتنه کړېوه چي امريکا دي د بې پيلوټه طيارو حملې و دروي دا ځکه چي دغه حملې په سرحدي سيمو کي د زياتو ملکي اشخاصو د مرګ باعث ګرځي او د امريکا ضد احساسات هم را پاروي .
خو د ټايمز ورځپاڼي په خپل ګزارش کي داخبره لڅه کړه چي د سي آی اې سازمان د «شمسي» په نامه د هغه پوځي اډې نه کار اخلي چي عربي شيخانو د پاکستان په جنوب کي چي د افغانستان سره د سرحد په ۳۰ ميلي کي قرار لري، جوړه کړېوه .
د ان سي ايس په نامه په ډنمارک کي مېشته يو ناپوځي شرکت هم تائيد کړېده چي دغه شرکت د شمسي پوځي اډې د پاره يې د تيلو د رسولو يو قرار داد امضاء کړی دی خو و نورڅه ته يې اشاره نده کړې .
په پاکستان کي د امريکا سفارت وياند د زياتو جزئياتو د ورکولو نه ډډه کړېده او د شمسي اډې نه يې د امريکا کار اخيستنه رد کړه . خو دايي هم ويلي دي چي د سي آی اې پر کارو باندي څه نشي بيانولی .