کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / غرزي…دنجيب دمرګ په اړه د ليکل شوي کتاب دعوې رد…

غرزي…دنجيب دمرګ په اړه د ليکل شوي کتاب دعوې رد…

غرزي خواخوږي ، دنجيب دمرګ په اړه د ليکل شوي کتاب دعوې ردکړې


دکابل ښاروالۍ مرستيال غرزي خواخوږي د ( راز خوابيده اسرار مرگ داکتر نجيب ) په کتاب کې راغلې ده ته منسوب هغه جملې ، چې له مخې يې نوموړى د نجيب په وژنه کې شريک او د اى اس اى همکار ګڼل کېږي ، جعلي او دا يې د شخصيت د ترور هڅه وبلله . ( راز خوابيده اسرار مرگ داکتر نجيب ) د افغان ليکوال رزاق مامون اثر دى، چې په ١٢٨ پاڼو کې چاپ او تازه دکابل بازارونو ته راوتلى دى . دغه کتاب ٢٠٠٠ ګڼې چاپ شوى دى ، خو د چاپ ځاى يې نه دى معلوم .


په ياد شوي کتاب کې د ډاکټرنجيب د واکمنۍ د سقوط ، کابل ته د مجاهدينو او طالبانو د راتلو او په کابل کې د ډاکټر نجيب او د هغه د ورور شاهپور احمدزي په اړه معلومات خپاره شوي دي . د ياد شوي کتاب له مخې، د ډاکټر نجيب په وژنه کې دکابل ښاروالۍ اوسني مرستيال غرزي خواخوږي لاس درلود . د کتاب په دوهمه برخه کې داسې اسناد او مدارک چاپ شوي ،ترڅو ثابته کړي، چې غرزى د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ،د پاکستان استخباراتي شبکې اى اس اى او د جنرال شهنواز تڼي په مشرۍ د خلق دموکراتيک ګوند نږدې شخص و . په ياد شوي کتاب کې د ډاکټر نجيب د وژنې په اړه ګڼ دليلونه راغلي دي .


کله دنجيب وژنه د جنرال تڼي کسات اخيستنه ښودل شوې او کله دپاکستان د استخباراتو کار .


د کتاب په يوه برخه کې د غرزي له خولې، چې د کتاب په حواله د بند پر مهال يې د تحقيقاتو په جريان کې ويلي دي ، راغلي : (( … موږ هيڅکله ددغه کار ( نجيب وژنه ) د اسلامي تحريک پر اوږو نه باروو او نه يې پرې تپو ،کله چې ملا عمر اخند له دغه کاره خبر شو، ورته وه مې ويل چې موږ د خپلو ملګرو غچ واخيست .)) خو غرزي ، دغه نقل قول جعلي وګاڼه، هغه پژواک خبري اژانس ته وويل : (( زه هغه وخت کابل ښار ته راغلم ( د تلې ١٧مه ) ، چې نجيب وژل شوى و . )) نجيب د ١٣٧٥ کال د تلې په پنځمه شپه وژل شوى دى . غرزي ، ومنله ، چې د ډاکټر نجيب له فکر سره مخالف و، خو زياته يې کړه چې د هغه وژنه له ده سره هيڅ اړيکه نه لري .


د رزاق مامون په کتاب کې غرزي ته منسوب د ١٣٧٦ کال دهغو استعلامونو کاپۍ چاپ شوي ، چې په هغه کې له غرزي څخه ٣٤ پوښتنې شوي او د هر ځواب لاندې د غرزي لاسليک دى . يادې شوې کاپيانې ښيي، چې دغه استعلامونه له غرزي څخه د زندان په دوره کې شوي دي . ددغو کاپيانو له مخې ، غرزي د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي : (( موږ په دې وياړوو، چې موږ ډاکتر نجيب الله مردار کړ . … )) خو غرزى وايي چې دغه استعلامونه ، پوښتنې ، ځوابونه او ده ته منسوب لاسليکونه جعلي دي . هغه وايي چې په ياد يې دي، چې له ده څخه د بند په موده کې ٥٤٠ پوښتنې شوې وې او دهرې پوښتنې او ځواب سره نومره وهل شوې وه ، خو ددغوکاپيانو په ځوابونو کې نومره نشته .


غرزى ،وايي چې دغه ټول اسناد لاسي دي او د نادر په نامه د يوه خاديست له خوا دکتاب ليکوال ته ورکړل شوي دي . دنوموړي په وينا، نادر دده په دفتر کې کار کاوه ، په اوله کې خاديست و، وروسته نظار شورا ته ، بيا حزب اسلامي او بيا طالبانو ته واوښت . خو ډاکټر نادر احمدزي ، چې اوس د افغانستان مدني حقوقي ټولنه کې کار کوي ، دغه تورونه رد کړل . د نوموړي په وينا، دى د ډاکټر نجيب په وروستيو کې دکابل له نظامي طب څخه فارغ او د خادله خوا يې ډېر کړاوونه ګاللي دي .


نادر وايي چې د مجاهدينو د حکومت په لومړيو کې، چې عبدالحق په کابل کې دپوليسو مشر و ، ده د جاسوسانو پر ضد ادارې مشري کوله . د ( راز هاى خوابيده ) په کتاب کې يو مکتوب په لاندې بڼه چاپ شوى دى : (( Ser No :075 I would like to introduce Mr.Garzia”khowakhozhai” who is the residence of Islam Abad. He is working with I.S.I, for his security he is carrying one Klash with No71491 and pistol with No.TT-3102. Sincerely yours )) دغه مکتوب لاندې د Mijer Tahir ، نوم ، لاسليک او ټاپه وهل شوې ده . خو غرزى دا مکتوب هم جعلي ګڼي . دانګليسي ژبې يو پاکستانى پوه وايي چې په پاکستان کې اسلام آباد لکه دغه مکتوب کې، چې ليکل شوى Islam Abad) ) ، نه ليکل کېږي ، بلکې يو ځاى ليکل کېږي او هم په مکتوب کې راغلې د( residence ) کلمه هم املايي غلطي لري او اصلي بڼه يې ( resident ) ده .


د هغه په وينا، په دغه مکتوب کې ميجر هم ناسم ليکل شوى او سمه بڼه يې Major ) ) ده . د ياد شوي پاکستاني په وينا، ناشونې ده، چې د پاکستان د استخباراتو په مکتوب کې دومره املايي تېر وتنې وي . هغه هم وويل چې دغه مکتوب جعلي دى . غرزي ، رزاق مامون يو ماجراجو شخص وباله او زياته يې کړه چې هغه وړاندې د ماليې وزير انورالحق احدي ، لوى څارنوال عبدالجبار ثابت او پرځينو نورو شخصيتونو هم لفظي بريدونه کړي دي .


خو په دې اړه له هلو ځلو سره سره د رزاق مامون په نظر اخيستلو ونه توانېدو . که څه هم د رزاق مامون په اثر کې غرزى د ډاکټر نجيب وژونکى پېژندل شوى ، خو يو طالب ، چې په وينا يې په دغه وژنه کې حاضر و ،دغه تور بې ځايه وګاڼه . دغه طالب ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې نجيب د ملا عبدالرزاق له خوا ( د طالبانو د کورنيو چارو يو وزير ) ووژل شو .


د نوموړي په وينا، کله چې نجيب د تلې په پنځمه شپه دلکشاه ماڼۍ ته راوستل شو ، يو کلاتي طالب عبدالرحمن ورته وويل چې پلار يې ورته څه کړى دى ؟ ياد شوي طالب زياته کړه :(( ملا عبدالرزاق عبدالرحمن ته وويل چې نجيب ووله ، خو هغه ورخطا شو او زړه يې ونه کړ ، په همدې وخت کې ملا عبدالرزاق تومانچه را ووېسته او نجيب يې په سر وويشت او بيا نورو طالبانو پرې هم ډزې پيل کړې . )) د طالبانو اوسنى وياند ذبيح الله مجاهد هم د نجيب وژونکى يو ځانګړى شخص نه ګڼي . د نوموړي په وينا، نجيب ډېر خلک وژلي و او هرچا غوښتل چې خپل غچ ترې واخلي .


د نوموړي په وينا، هغه وخت د طالبانو قوماندان ملابورجان و، چې کابل ته له رسېدو وړاندې ووژل شو . مجاهد زياته کړه چې يوه ډله طالبان کابل ته راننوتل او نجيب يې وواژه . مجاهد وويل : (( د نجيب په وژنه کې د يوه نفر لاس نه و . )) د مامون دکتاب په وروستۍ برخه کې د افغانستان د مدني حقوقي ټولنې له خوا د هېواد د لوړو مقاماتو او سوله ساتو ځواکونو ( آيساف ) په عنوان يو ليک چاپ شوى دى ، چې په هغه کې هم غرزى د هغه د څرګندونو له مخې ، د نجيب قاتل ښودل شوى دى .


غرزي ،ددغه ليک په اړه وويل چې هلته هم د رزاق مامون په څېر خلک راټول شوي دي . خو ډاکټر نادر وايي چې ډېر داسې اسناد په لاس کې لري ، چې دده په وينا، دغرزي جرمونه ثابتوي . نادر، همدارنګه دعوه وکړه چې دغرزي ثبت شوى غږ لري، چې دنجيب په وژنه او اى اس اى سره د هغه اړيکې ثابتوي . نادر،په دې اړه چې که غرزى محکمې ته مراجعه وکړي ؟ وويل :(( موږ غواړو، چې محکمې ته خبره ورسېږي .)) د کتاب په يوه بله خبره کې ديوه روايت په اساس راغلي، چې پاکستان په دې نيت نجيب وواژه، چې هغه د ډيورنډ سند نه لاسليک کاوه . همدارنګه د کتاب په يوه بله برخه کې د نجيب د وژنې په اړه راغلي :


(( …استخباراتي سرچينې خبرې وې ، چې ډاکټر نجيب ،په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د رازونو په اړه ديوه مستند کتاب په ليکلو بوخت و . خلاصون او يا لږ تر لږه د نجيب په څېر ديوه هوښيار دښمن ژوندي پاتې کېدل په افغانستان کې د پاکستان د سياستونو د دوام لپاره يوه مهم ګواښ شمېرل کېده . ))


په دغه کتاب کې داهم راغلي دي : (( د خلکو په منځ کې اغلب ګومان دادى ، چې ځينې پاکستاني مقامات دنجيب د پخوانيو دښمنانو په توګه ، لکه ( نصيرالله بابر د بې نظير بوټو د حکومت داخله وزير، چې د طالبانو په پلار مشهور و،دپاکستان دپوځي استخباراتو پخوانى مشر جنرال حميد ګل ) د ډاکټر نجيب د وژنې د برنامې د اصلي عملي کوونکيو په توګه په کابل کې حاضر وو … )) ياد شوي کتاب دا روايت هم کړى ، چې هاشم پکتياني ( دنجيب يو نږدې خپل ) د اى اس اى په اشاره درې ځلې هڅه کړې وه، چې نجيب ته زهر ورکړي ، خو بريالى شوى نه و . پکتيانى د نجيب له وژنې وروسته دپېښور په حيات آباد کې ووژل شو .


کتاب په کابل کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د نجيب د ژوندانه د دورې په اړه هم لنډ معلومات ورکړي دي . په اثر کې داهم راغلي دي ، چې احمد شاه مسعود او قسيم فهيم د مجاهدينو د سقوط پر مهال له نجيب څخه غوښتنه کړې وه ، چې له دوى سره پنجشېر ته لاړ شي . کتاب کې داهم راغلي چې نجيب به کله نا کله مسعود او فهيم ته مشورې ورکولې . ياد شوي کتاب ، له کابل څخه د نجيب د وتلو د هڅې په اړه هم نکل کړى دى او څرګنده کړې يې ده، چې څنګه هغه ته د بيرون تګ اجازه ورنه کړل شوه ؟ د اسرار مرګ داکتر نجيب ، په کتاب کې د( اردوى و سياست ( جنرال نبىعظيمي ) خروج جنرال دوستم و سقوط داکتر نجيب الله ( ولوالجى ) ، افغانستان پنج سلطه طالبان ( وحيد مژده ) سرنوشت غم انگيز درافغانستان ( فليپ کاروين ) و سال هاى تجاوز و مقاومت ( محمداکرم انديشمند ) له چاپي اثارو استفاده شوې او دکتاب لومړۍ برخه د قسيم فهيم او نبي عظيمي په مرکو ډډه لګولې ده .


په دغه کتاب کې د قسيم فهيم له خولې داسې جملې نجيب ته منسوب شوي ، چې ګوندې هغه دوخت پښتانه قوماندانان د اى اس اى تر اغيز لاندې ګڼل .


په ٥٥ پاڼه کې راغلي دي : له مارشال فهيم څخه د يوه روايت په اساس ډاکټر نجيب باور درلود چې اسلامي دولت د اى اس اى په فشار د پښتونو قوماندانانو له لارې په سخته ويره کې و … )) په ياد شوي کتاب کې همدارنګه په ښکاره ويل شوي چې د رباني حکومت په لومړيو کې د طالبانو يو ملاتړى و او غوښتل يې چې له همدې لارې دګډ دښمن ( د حکمتيار حزب اسلامي ) له منځه يوسي .


کتاب کې راغلي چې د برهان الدين رباني ( دوخت ولسمشر ) په لارښونه د پيسو لويې بستې د مولوي فايز ، قاضي زاده او مولوي جليل الله مولوي زاده په لاسونو طالبانو ته لېږل کېدې .


د مامون په کتاب کې د خبرونو په حواله راغلي چې صديق چکړي ( د جمعيت اسلامي وياند ) طالبانو ته د پيسو په لېږد کې ونډه درلوده او ويل کېږي چې شپږ ميليارده (؟) چې بايد طالب مقاماتو ته ورکړل شوې وې ، د لېږدونکيو له خوا خوړل شوې دي . خو ددغې دعوې په اړه ديادو شويو کسانو په نظر اخيستو بريالي نه شوو .


له پژواک خبري اژانس نه په مننه