د افغانستان داوسني حکومت دوهم سړي چې په حقیقت کې د واک له مخې لومړی سړی دی د ولسمشر لومړی مرستیال احمد ضیا مسعود تیره ورځ په خپل کلي پنجشیر کې بیا ګلان وپاشل نوموړي په فیلیسوفانه او سیاستمدارانه انداز وویل : چې اوسنی حکومت ناکام او له درغلیو ډک دی ، ممکن کرزی په راتلونکو انتخاباتو کې دځان په ګټه کار وکړي او د جوزا له لومړۍ نیټې وروسته باید لنډمهاله اداره واک په لاس کې واخلي .
پوښتنه پیدا کیږي چې دا دچا حکومت دی او چا او ولې ناکام کړی دی؟
دی پوښتنې ته باید مسعود او کرزی ځواب ووایي .که چیرې دا حکومت ناکام وبولو نو لومړی ګوته پخپله ضیآ مسعود ته نیوله کیږي .
دی د همدې ناکام حکومت لومړی مرستیال او ډیر کله د ولسمشر په ګدۍ ناست و . نو ولې ناکام شو ؟
ځکه چې ټلواله دا وطن خپل وطن نه بولي د روس او ایران اشارې ته ګوري .
البته ده په ژړغوني انداز دا هم وویل چې دی د لومړی مرستیال په توګه سمبولیک رول لري او هیڅ واک نه لري ، خو دا دده ښکرور دروغ دی او دا ټولو ته معلومه ده چې په دې حکومت کې ضیآ لومړی سړی دی ، که فرضآ دده خبره رښتیا وي نو بیا دا پنځه کاله یې ولې څه نه ویل ؟
د ضیا مسعود د ورور احمد شاه مسعود ویناوی چې کله د فهیم ټلویزیون (نورین) کې را ځي وایي چې ( ما یک حکومت دموکراتیک از طریق رای مردم میخواهیم )
خو مسعود او رباني ۵ کاله په دې ملت دظلم حکومت وچلاوو ، پراخ حکومت خو څه چې آن پښتنو جمعتیانو ته یې هم په حکومت کې برخه نه ورکوله .
دوی فکر کوي چې نور افغانان هم ددوی غوندې له حافظې خلاص دي د مسعود او رباني ظلمونه د ټولو په یاد دي او هیڅکله به یې څوک هیر نه کړي .
اوس ضیآ جان هم غواړي خلک وغولوي ، او ځان له مسوولیته خلاص کړي .
خبره داده چې دوی خو له تاریخ تیر و او ایکسفایر شوي وو ، خو کرزي صاحب او امریکا بیرته په موږ وتپل . بده خو لا دا چې بیرته یې د هغه ازمایل شوي ورور په انتخاباتو کې خپل لومړی مرستیال وټاکه او له پنجشیر څخه یې ۸ رایي کرزي صاحب ته ورکړي .
ضیآجان اوس هم هم په حکومت کې دی او هم په مخاله ټلواله کې ، هم لومړۍ درجه امتیاز له دې ناکام حکومته څخه اخلي هم پرې انتقاد کوي ،
د کرزي صاحب یوې بلې دنبورې رنګین دادفر سپنتا هم څو ورځې د مخه داسې له زهرو ډکې خبرې کړې وې . له دې بې شرمه خلکو سره به اخیر څه کوو ؟ هم په چوکیو نایت دی هم دپښتنو پر ضد تبلیغات کوي .
کرزي صاحب خو دا اشتباه وکړه چې په لستوڼي کې یې دغو مارانو ته ځای ورکړ ، خو زموږ راتلونکي واکمنان باید له دې څخه د عبرت درس واخلي .
ویل کیږي علی احمد جلالي چې کله په اروپا کې خپل کمپاین چلاوو ، چا ترې وپوښتل چې ایا رښتیا به په ولسمشي ټاکنو کې ستا مرستیال د شمالي ټلوالې غړی وي و جلالي صاحب ځان تیر کړی و ، وایي چې ده هم ګوتې ورسره پټې کړې دي ، په هر صورت دا خپله دجلالي کار دی خو په دې دې پوه شي که ټلواله ورسره وه ، نه به انشآ الله خدای ورسره وي ، نه هم خلک .
دغه وروڼه چې اوس یې ځانونه کاندید کړي او یا غواړي کاندید یې کړي البته د ښاغلي کرزي په شمول باید له تیرو یې زده کړي رایې تقسیم نه کړي او دغو پخپل کور کې ناستو دښمنانو ته وګوري چې که همداسې بې اتفاقه وي دغه د ایران او یهودو په پیسو مست لیوان به ټول وخوري ، لکه څنګه چې تر اوسه او تل داسې شوي دي .
په دوی کې خلقي ، پرچمي ، اخوانی، ملا ، مجاهد، ستمی او … نشته دا موږ یو چې یوبل مو سره وخوړل او لا لګیا یو .
او په پای کې ښاغلی کرزی !
له دغې دنبورې خو دې یوځل وپوښته چې ولې او د کوم مقصد لپاره یې داسې وویل ، دا ستا نازولی ضیآ جان خو موږ وینو چې تل ستا تر څنګ ناست وي . ته خو یو ځل ورته ووایه ، که چیرې لږ خولې پرې را ماتې شوې او له خلکو وشرمیده و خو فکر نه کوم چې ته به ورته ووایې او فکر نه کوم چې دی به وشرمیږي .
کرزی صاحب تاسې خو تل د خپل حکومت د بریاوو په اړه خبره کوﺉ ، خو دنبوره دې بل څه وایي ، موږ هم دا منو چې اوسنی حکومت د ځینو تیروتنو ( چې یوه لویه تیروتنه یې هم د شمال ټلوالې په ځان پورې نیول دي ) ترڅنګ بریاوې هم لري .
خو دا دنبوره دې بل څه ولې وایي ؟؟؟